(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنوټولنيزولسوليز ګوند د ښځو د برخې د غمرازۍ پيغام

[10.Apr.2006 - 20:18] انالله و انااليه راجعون د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د مشر، ستر ليکوال او وتلي شاعر ډاکتر کبير ستوري د مړينې له امله موږ افغاني-پښتنې ميرمنې اود پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ښځو د څانګې غړې او مينه والې خپله ژوره خواشيني څرګندوو او دا د افغان-پښتون ولس لپاره يوه ستره ضايعه بولو۰ موږ د لوى څښتن څخه د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري لپاره د جنتونو دعا کوو، لوی څښتن دې ورته کونړونه جنت وګرځوي او همداسې موږ د ارواښاد کورنۍ دوستانو او د پ ټ و ګ غړو او مينه والو ته د لوى څښتن څخه د زړه صبر او د اجرونو هيله کوو۰ ميرمن ښاپيرۍ شينوارې د پښتنوټولنيزولسوليز ګوند ښځو د څانګى مشره - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته