(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبى بهير څلورمه اوونيزه غونډه وکړه

[22.Jun.2010 - 21:24] پېښور : افغان ادبي بهير خپله څلورمه اوونيزه غونډه شجاع ځاځى په مشرۍ کې ترسره کړه په دې مهال ډاکټر ذبيح الله حسن ، سيف الله غريبار ، فضل قادر انډيوال او محمد عارف همدرد مشران ميلمانه ؤغونډه د عبدالمومين له خوا دقران عظيم الشان د څو مبارک اياتونو په لوستلو پيل شوه سيف الله سنګين دتيرې غونډې ګزارش ولوست
او دسټيج چارې هم ترسره کړى په دې وخت پښتو ادب څنګه پرمختګ کولى شى ؟ په اړه بيلا بيلې خبرې وشوې چې په ترڅ کې يې محمد عارف همدرد وويل چې پښتو ادب هغه وخت پرمختګ کولى شى چې پښتانه يووالى رامينځ ته کړى دپښتو ناولونه وليکل شي ، پښتو ويب پاڼى ، راډيوګانى او تلويزيونونه زيات شي او ليکوالان خپل اصلى مقصد ته کار وکړى په دې ترڅ کې فضل قادر انډيوال وويل چې پښتو ادب هله پرمختګ کولى شى چې پښتانه واک ته ورسيږى او پښتو ژبه دواک ژبه وګرځى داسلامي تحريکونو دواک ته رسيدو له مخې عربى ژبې ډير مختګ کړيدى او نن چې انګليسى ژبې پرمختګ کړيدى اساسي علت يې واکمنتيا ده . ډاکټر ذبيح الله حسن څرګنده کړه پښتو چې
علمى شي نو پرمختګ کولى شى پښتو ليکوال بايد دژبې دعلمى کيدو دپاره داسې کار وکړى چې دنورو ژبو ويوونکى زده کول اړين وګڼى دغونډې په ترڅ کې دکابل څخه دافغان ادبى بهير يو پيغام هم دعبدالحق عمرى له خوا ولوستل شو چې په کې راغلى ؤ شاعر ليکوال او قانون پوهـ ښاغلى عبدالستار سعادت يو پريکړه ليک له مخې دافغان ادبى بهير پېښور له ملګرو سره دملاتړ اعلانولو غوښتنه شوې وه چې بهير والو په يوه خوله دافغان ادبى بهير پېښور په بيا فعالکيدو دخوښۍ په څرګندولو خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ همدا راز استاد اسدالله عضنفر او کاروان صاحب په دې لړ کې ډيره خوښې څرګنده کړه او زياته يې کړه چې افغان ادبي بهير چې له ډيرې مودې څخه يې فعاليتونه په ټپه ولاړ يو ځل بيا دپېښور دميشتو فرهنګيانو په هڅه په فعاليت پيل وکړ
بهير والو دا دادب دپرمختګ او بډاينى په لاره کې غوره پرمختګ وباله دغه راز دغونډې ګډون والو پېښور ميشتو فرهنګ پالو ځوانانو ته مبارکې ورکړه او هيله يې څرګنده کړه چې په دې لاره کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړى په غونډه کې زربت رستم خيل په غزل کره کتنه وشوه چې دډيرو خبرو وروسته ګټور وګرځول شو . په غونډه کې دې ښاغلو برخه اخيستې وه ، بلال ، منير جلالى ، رضى خان رضا ، محمد نعيم ، صفى الله شبنم ، زربت رستم خيل ، عبدالحق عمرى ، عارف همدرد ، سيف الله غريبار ، فضل قادر انډيوال ، شجاع زازى ، ډاکټر ذبيح الله حسن ، ډاکټر زاهد ، سيد شاه اغا ، سيد حسين ، محسن صديقى ، عبدالمومين حقار ، تحسين الله او نور . غونډه دفضل قادر انډيوال په دعايه پاى ته ورسيده پريکړه وشوه چې راتلونکى غونډه ته صفى الله ثمر به خپله ليکنه کره کتنې ته راوړى . عبدالحق عمرى دافغان ادبى بهير درسنيو مشر [email protected] - عبدالحق عمرى
بېرته شاته