(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

«سبا به ناوخته وي» کتاب چاپ شو!!!

[21.Jun.2010 - 13:33] د سید عبدالله ولي زي لیکنه سبا به ناوخته وي« د افغانستان دثبات او پرمختيا څو مسلې» کتاب چې ډاکتر محمد ابراهیم شینواري لیکلی او دانش خپرندویه ټولنې چاپ کړی دی، د لوستونکو د لوستنې لپاره اوس تیار دی دا یو ډیر ښه زیري دی چې له دې خبر شو چې په دغه کتاب د علمي پوهې په محدوده کې زموږ تنده ماتولای شي؛ او زه د دې زیري رسول تاسو ته اړين بولم؛ او غواړم څو کرښې د کتاب د چاپېدو په مناسبت ولیکم . کتاب په ۱۵۴ مخونو کې په ښکلي او ښه کاغذ چاپ شوی او پښتۍ یې په رنګه کارډ کاغذ کې چاپ شوی؛ او پکې یوه سریزه، یوه پایله او ۲۲ بیلابیلې لیکنې یو ځای شوي دي؛ چې ټولې د افغانستان له ثبات او پرمختیا سره تړاو لري . د هرې مسلې سببونه سپړل شوي؛ بیا یې د حل لارې هم په نښه شوي، او چارواکواو مسولانو ته پکې مشخص وړاندیزونه شوي او ترې غوښتل شوي دي؛ چې که د دغو مسلو حل ته نن اقدام و نه کړي او معقولې، علمي او عملي پالیسي ګانې ورته جوړې نه شي؛ نو سبا به ناوخته وي . د هرې موضوع په باب ارقام، حقیقتونه، مثالونه او ملي او بین المللي تجربې هم ذکر شوي؛ چې لیکنو ته یې یو مستدل او منطقي شکل ورکړی دی . لیکنې په احساساتي او د ورځې مود ګرمونکې او راپارونکي ډول نه دي لیکل شوي؛ بلکې برعکس په استدلال، د مالوماتو او مثالو په وړاندې کولو، حوصله او سنجش لیکل شوي؛ او لوستونکي هم دغه ډول له ځان سره بیايي . کتاب د ثبات، توازن، انکشاف، ټولنیز عدالت، ملي یووالي، ملت جوړونې او نورو موضوعاتوپه باب بیخي نوي مالومات وړاندې کوي . د دې کتاب په سریزه کې ډاکټر صاحب لیکي: « په افغانستان کې ...... د دې دوامداره بې ثباتيو او ورانيو اساسي علتونه څېړل پکار دي او د هغو په وړاندې د داسې تدابيرو نېولو ته اړتيا ده، چې دا هېواد نور کرار، با ثباته او ولس يې نېکمرغه شي .نن سبا په هيواد کې د بې ثباتۍ او کمزوري دولت د ستونزو په باب پوښتنې هر چېرته اورېدل کېږي . ددې کتاب لومړنۍ ليکنه زياته پر دې پوښتنه متمرکزه ده، چې ولې افغان دولتونه کمزوري او هيواد زياتره بې ثباته وي، نورې لېکنې يې په اوږده موده کې د حل په لارو تمرکز کوي، چې که نن د هرې يوې په باب روښانه پاليسي او پلانونه جوړ شي، د هيواد له پرمختګ او د دولتونو له پياوړتيا او دايمي ثبات سره مرسته کوي او که نن دغه کار ونه شي، سبا به ناوخته وي او بيا به زموږ سترې ستونزې لا ډېرې وي، چې د هېواد د لا بې ثباتۍ، د ولسونو تر منځ د بې باورۍ او ژورو ټولنيزو او سياسي ستونزو سبب به شي.» لیکوال په خپله سریزه کې لاندې هیلې کړي دي : « هيله لرم افغان مشران او پا ليسي جوړونکي دومره وخت پيدا کړي، چې دا لنډې ليکنې ولولي، او د اړوندو برخو چارواکو ته لارښوونې وکړي، چې په خپلو برخو کې جامع او اړينې پا ليسي ګانې او پلانونه ورته جوړ او پلي کړي. همدا راز هيله لرم افغان ځوانان دا کتاب په مينه ولولي او د هېواد د نن او سبا د ستونزو د حل لپاره ترې انګېزه واخلي .» د ډاکټر صاحب یوازې دغه کتاب نه؛ بلکې د ده سره ناسته او ولاړه هم ځوانانو ته ډېر داسې څه ور زده کوي چې په ريښتینې توګه ورته اړتیا لري . که غواړئ چې د افغانستان دثبات او انکشاف په برخه کې اړین او ویښونکي مالومات ترلاسه کړئ؛ نو خامخا دغه کتاب ولولئ. د دغه کتاب په ډېرو لیکنو کې ډېر ښه منطقي دلایل د قناعت ورکولو لپاره راغلي چې د ځوانانو سره د منطقي بحث او نه احساساتي کېدو په برخه کې مرسته کوي . تاسو کولای شئ دغه کتاب د دانش خپرندویې ټولنې څخه په لاندې پته او له نورو کتابتونونو څخه هم ترلاسه کړئ : د څلورمې حوزې څلور لارې، مروارېد هوټل ته مخامخ، ملي مارکیټ، کابل یا هم دانش کتابتون، د پخته فروشۍ کوڅې ته مخامخ، احمدي پلازه، میوند واټ-کابل . باید یاده شي چې دغه کتاب به ډېر ژر د افغانستان د لوړو زده کړو په پورتال کې په پرلیکه بڼه هم ولوستی شئ. په پای کې زه د دغه کتاب د چاپېدو له امله ټول افغان ولس په ځانګړې توګه افغان ځوانانو، د کتاب مینه والو او خپله ډاکټر صاحب محمدابراهیم شینواري ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم او د لوی څښتن تعالی څخه د ډاکټر صاحب د لا بریاوو او لاس ته راوړنو په تمه یم . په دې هیله چې د ډاکټر صاحب قلم همداسې فعال پاتې شي؛ تر څو افغان ولس ته ژر ژر داسې زیري ولري . په کتاب کې تر سریزې وروسته لاندې عنوانونه راغلي دي : کمزوري دولتونه؛ بې ثباته هیواد؛ د افغانستان په ثبات، توازن او انکشاف کې د اسلام رول؛ آيا زموږ ملي هويت ټينګ دى که لړزاند؟ په افغانستان کې د ژبو مسئله؛ اقليت او اکثريت؛ متوازن انکشاف؛ د ښځو او نجونو پوهنه او کار؛ کادري توازن؛ د ديني او عصري زده کړو مسئله؛ آيا موږ د ښار او کلي توپير له منځه وړلاى شو؟ د نفوسو د بې کنټروله زياتېدو په وړاندې څه پلان لرو؟ آيا چټکې ښاري کېدنې ته تیاری لرو؟ په افغانستان کې ملت جوړونه؛ له تشدد نه ډکې لانجې، د لانجو مخنيوى او ملت جوړونه؛ آيا دلته د حکومت يوازې يو ماډل بريالى دى؟ آيا افغانان جګړه مار دي، جنګيالي که د عدم تشدد لارويان؟ تر ډيورنډ کرښې ها خوا زموږ نه بېلېدونکې برخه که تېر شوی تاريخ؟ يو څاڅکى اوبه په کومه بيه؟ آيا افغانستان د يو بې طرفه هېواد په توګه تضمينېداى شي؟ بهرنۍ مرستې: سېروم که سنډروم؟ آيا نړيوالتوب فرصت دى، چېلنج که خطر؟ آيا نړيوال په افغانستان کې سوله غواړي؛ که جګړه؟ آيا افغان مشران ملت ته هيله ورکولاى شي? نتيجه Tomorrow will be late; Pashto book is published- سید عبدالله ولي زي
بېرته شاته