(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبي بهير او ميهن خپرونديه ټولنې دتير يادوونه کتاب مخکتنه وکړه

[19.Jun.2010 - 11:23] پېښور : افغان ادبي بهير او دميهن خپروندويه ټولنې په ګډه دنامتو ليکوال ، ژورنالست ، قيصه ليکونکى او ډرامه ليکونکى محمد عارف همدرد ساپي دکتاب ((تېر يادوونه)) دمخکتنې غونډه وکړه په دې اړه دپېښور ارباب روډ دافغان رسټورنټ کې ځانګړې غونډه رابلل شوې وه چې مشري يې پروفيسر ډاکټر محمد اعظم اعظم کولو مشران
ميلمانه يې دپښتو اکاډمى مشر ډاکټر راج ولى شاه خټک ، افغان ليکوال عبدالصمد مومند ، په پېښور کې دپوهنې څانګې مشر عبدالغنى هدايت ، ادب پوه عبدالروف قتيل خوږياڼى ، دپاکستان دراډيو مشر لايق زاده لايق ، دبوعلى سينا ددارالمعلمين مشره مستوره ستانکزى ، داى وى ټى خيبر دڅانګې خبريال سراج عارف، داريانا
پوهنتون مرستيال ډاکټر انور ظفرى ، نامتو شاعر ډاکټر ذبيح الله حسن ټاکل شوې ؤ دکوربه په توګه دافغان ادبى بهير مشر زاهدى احمدزى په سټيج ناست ؤ دوياندوې چارې فضل مولا تورکى ترسره کړى دافغان عالى ليسى مشر او دبهير مرستيال تحسين الله تحسين په څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پيل شوه غونډې ته زيشان ماشوم دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په شان کې نعتيه کلام وړاندې کړ دغونډې دپرانستې وينا دافغان ادبى بهير مشر زاهدى احمد زى وکړه ورپسې فضل قادر انډيوال ، حضرت ګل زندانى ، روئيد همت ، جنرال عبدالصمد مومند ، همايون همدرد دپوهنې دڅانګې مشر عبدالغنى هدايت ، انور ظفرى ، عبدالروف قتيل خوږياڼى ، ظفر خان ظفر ،
ډاکټر راج ولى شاه خټک او ډاکټر محمد اعظم اعظم دمحمد عارف همدرد پر کتاب خبرې او دخيالاتو څرګندونه وکړه ډاکټر راج ولى شاه خټک دخبرو په ترڅ کې وويل ، چې دعارف همدرد په دې کتاب کې هرڅه شته ، سوله ، يووالى ، مينه او ورسره ورسره يې دکتاب په نورو برخو رڼا واچوله او دهمدرد هڅې يې وستايلى په ټولنيز توګه دعارف همدرد دغه کتاب دپښتو ادب په چوکاټ کې ستره زياتونه ده دغونډې مشر محمد اعظم اعظم وويل چې دعارف همدرد کتاب ليکنې په نوې بڼه راغلى او فلسفيانه بڼه لري او په راتلونکى کې به عارف همدرد ښې او غوره ليکنې ولري او ورپسې محمد عارف همدرد دغونډې دګډون والو څخه مننه وکړه ټولو وينا والو دنوموړې ادبي هلې ځلې وستايلى او ورته يې څرګنده کړه چې په دې لاره کې خپلې هڅې کړندۍ کړى دغونډې په ترڅ کې دافغان ادبى بهير دهلو ځلو او په رسنيو کې دبهير دراپورونو دخپريدو په اړه يو شمير خبريالانو ته لکه دخيبر نيوز خبريال سراج عارف ، دايس سى پى ار ډى خبريال فضل قادر انډيوال ، په پېښور کې داريانا ټلويزيون خبريال حفيظ شينوارى په پېښور کې دلمر او طلوع خبريال عبدالحق عمرى ، په پېښور کې دبى بى سى خبريال عبدالحى سحر ، په پېښور کې دډيوه راډيو خبريال داود جبار خيل ته ايوارډونه او ستاينليکونه ورکړى شول او ورپسې يو شمير ميلمنو ته هم ستاينلکونه او ايوارډونه ورکړى شول غونډه دافغانستان داسلامي فرهنګي مرکز دمشر محمد حسن اسلامي په دعايه پاى ته ورسيده . دافغان ادبى بهير درسنيو مشر عبدالحق عمرى- عبدالحق عمرى
بېرته شاته