(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبي بهير درېيمه اوونيزه غونډه وکړه

[15.Jun.2010 - 16:41]
پېښور : افغان ادبي بهير خپله درېيمه اوونيزه غونډه د یکشنبی په ورځ چی د ۱۳۸۹ لمریز کال د غبرګولی ۲۳ نيټه چی د ۲۰۱۰کال د جون د۱۳ نيټیې سره برابره وه . د پېښور بورډ ناصرباغ دریم سرک په بی بی مریم عالی لیسه کښی د قرآن کریم په مبارک آیاتونو سره پرانیستل شوه .
د غونډی رایس ډاکتر ذبیح الله حسن وه او میلمانه یې سفیرالله ناشاد او بلال وو . د غونډی ویاند سیف الله غریب یار او راپور یی صفی الله سنګین لیکه. تر هر څه د مخه د فرا نسې څخه د گلالۍ طوطاخېل په رالېږلي غزل کره کتنه وشوه، چې له ډېرو خبرو او نيوکو څخه وروسته معياري وبلل شو. د غونډه په ترڅ کې د نامتو ليکوال او ژباړن ذين الله وحدان په مړينه خواشيني وښودل شوه او د هغه د مغفرت لپاره دعا وغوښتل شوه. په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکې غونډې ته به زربت رستم خېل خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي.
په غونډه کې دغو ښاغلو روزي خان رضا، سيد شاه آغا، حميد الله رحيمي، عبدالکبير آغا، رياض احمد يار، قاري صيب جانباز، زربت رستم خېل، انجنير بلال، صفي الله سنگين، تحسين الله تحسين، گلزار طوطا خېل، پوهنمل زاهدي احمدزى، امداد الحق همدرد، سميع الحق علي خېل، نور الرحمن حقيار، گلزار نيازى، عبدالظاهر اميري، فضل مولا توره کى، ډاکټر حسن، عبدال مؤمن حقيار، عبدال ظاهر اميري، سيف الله غريب يار خوږ ژبى شاعر، عارف همدرد، عبدالحق عمري، سفير الله ناشاد او محسن صديقي برخه اخيستې وه. غونډه د فضل مولا توره کي په دعايه پاى ته ورسېده.
عبدالحق عمري د افغان ادبي بهير د رسنيو مشر خيبر پښتونخوا- عبدالحق عمري
بېرته شاته