(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بشرمل ناصر شعري ټولګه چاپ شوه

[15.Jun.2010 - 16:20]
د خوږ ژبي شاعر بشرمل ناصر لومړۍ شعري ټولګه په کاڼي زړه کې تنده چې ۲۱۷ مخه لري د چاپ څخه را ووته د ښاغلي بشر مل په دې ټولګه کې د ده د غزلو تر څنګ د ده ازاد شعرونه، او نظمونه هم ځای شوي دي، هیره دې نه وي چې یاد شوی کتاب د پام مجلې د ادارې په مالي لګښت چاپ شوی دی. کولای شی یاد شوی کتاب په لاندې پتو لاس ته راوړی: مکتبه قاسمیه، کاسي روډ کوټه عزیز بوک ډیپو، تحصیل روډ ږوب د حاجي محد اکرم قرطاسیه او د کتابونو پلورنځی کلات افغانستان. په درنښت محمدالله ارین احمدزی د اړیکو شمیره:۰۷۰۰۱۵۰۰۵۴او ۰۷۸۶۸۶۵۶۸۳ [email protected] [email protected] 12/6/2010 باداره څنګــــه ورقيب تـــــه سره ګلونـــــه وېښي دوخت سپرلى ماته پـــــه كلي كې اورونه وېښي څوك تـــرهګرشوچاتــــه نــــوم دشهيدنـه وركوي افغان وطن بـــه لاتــــرڅودننګ سرونــــــه وېښي دچادكـــورپـــــه دروازه كې دشپې بـــــم وچاودي څوك دنفرت راته پـــــه ښاركې كاغذونــــه وېښي موږ دفساد ميدان كې ژوندسره اخته يوپـــه غم هاغــــه آسمانـــــه تل د ستوروخېراتونــــه وېښي بخته جهــان ورنـــــه دمينې خوشالي لــــوټ كړې بشرمل هغـــه وخت حاضرشم چې دردونه وېښي بشرمل ناصر كلات 12/5/2010 - محمدالله ارین احمدزی
بېرته شاته