(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمحمد عارف همدرد ساپي د کتاب (تېر يادونه) مخکتنه

[11.Jun.2010 - 11:42] افغان ادبي بهير او دميهن خپروندويه ټولنه د تېريادوونه کتاب مخکتنه کوي افغان ادبي بهير او ميهن خپرندويه ټولنې پتېيلې ده، چې په گډه د نامتو ليکوال، شاعر، ډرامه ليکونکى او ژورناليست محمد عارف همدرد ساپي د کتاب (تېر يادونه) مخکتنه وکړي. په دې اړه جوړېدونکې غونډه کې تاسو څخه په درنښت هيله کيږي، چې په خپل راتگ دغې غونډې ته ښکلا وبخښئ. ورځ : چارشنبه وخت : ٤ بجې نېټه : د جون ١٦ مه ٢٠١٠ چې د غبرگولي ٢٦ مې ١٣٨٩ ل . هـ سره سمون خوري. ځاى : خيبر پښتونخوا، پېښور ارباب روډ افغان ريستورانت. اړيکې : عبدالحق عمري، 03038313119 برېښنا ليک : [email protected] - عبدالحق عمري
بېرته شاته