(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود د دویم ځل لپاره

[09.Jun.2010 - 11:21]
د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود د دویم ځل لپارهاو ۹ نور کتابونه په دې اونۍ کې چاپ شول
د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود چې مخکې په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا چاپ شوی و، دا ځل دغه کتاب مستقبل خپرندویې ټولنې د دویم ځل لپاره چاپ کړ. دغه کتاب ما سیدعبدالله ولي زی لیکلی او د استاد اسدالله غضنفر، پوهندوی عبدالاحد مسلم او ډاکټر سیدنصیر احمد سمونو او وړاندیزونه ترې بشپړ علمي کتاب جوړ کړی. دغه کتاب به زموږ له ماشومانو سره داسلامي ارزښتونو د زده کولو په برخه کې مرسته وکړي چې په ټولیزه توګه په دغه کتاب کې د اسلام پنځه ستنې په بشپړه او لنډه توګه په انځوریزه بڼه تشریح شوي دي. برسېره پر دې تاسو کولای شئ په دغه کتاب کې د قرآن کریم د تلاوت آداب، د یووالي (توحید) په اړه مالومات او د سهار او ماښام دعاګانې ولونئ. په دویم چاپ، کې د لومړي چاپ ډېرې ستونزې حل شوي او اړینې سمونې پکې شوي دي، عربي متنونه په ښه او ښکلې بڼه پکې لیکل شوي دي. دا کتاب به ډېر ژر د افغانستان د لوړو زده کړو په پورتال کې په پرلیکه بڼه ولونئ. مستقبل خپرندویې ټولنې د دغه کتاب د چاپېدو تر څنګ په دې اونۍ کې ۹ نور پښتو اسلامي کتابونه هم چاپ کړي چې نوملړ یې دلته تاسو ته وړاندې کوم:  روغتیا بښونکي عادتونه د آغلې جمیلې همت ژباړه  سیدجمال الدین افغاني اند او ژوند د ښاغلي عبدالمالک همت ژباړه  د لویدیځ مشران وايي: اسلام او مسلمانان له منځه یوسی د ښاغلي عبدالمالک همت ژباړه  د حق او باطل په جګړه کې الهي سنت د ښاغلي عبدالمالک همت ژباړه  د حق او باطل د جګړې په هکله ۲۵ مقالې د ښاغلي عبدالمالک همت ژباړه او ټولونه  په اسلامي علم او ادب کې پسوللي ښځې د آغلې ډیوې همت لور لیکنه  اسلام د دوه لاري په سر د ښاغلي عبدالمالک همت ژباړه  د حق او باطل جګړې تاريخي حقایق، پایلې او عبرتونه د ښاغلي عبدالمالک همت لیکنه  مسیحیت له توحیده تر تثلیثه د محمد شفیق جاوید راټولونه او لیکنه پورته یاد شوي کتابونه د خورا ارزښت خاوندان دي او د اسلامي امت په تېره بیا د پښتنو د راويښولو لپاره غوره کتابونه ګڼل کېږي. چې د پښتو ژبې د علمي پانګې په بډاینې کې لویه لاسته راوړنه ده. زه د پورته یاد شویو کتابونو د چاپېدو له کبله ټول اسلامي امت، پښتون ولس او د دغو کتابونو لیکوالو، ژباړونکو او ټولونکو ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم او د لوی څښتن تعالی څخه دوی ټولو ته د نورو علمي لاسته راوړنو هیله لرم. له نورو ټولو درنو پوهانو، د قلم څښتنان او خپرندويو ټولنو هیله کوم چې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره همدا شان په اونۍ کې ۲ یا ۳ کتابونه چاپ کړي ترڅو زموږ ژبه د علمي پلوه ډېر ژر یوه غني ژبه شي. دغه کتابونه تاسو کولای شئ د مستقبل خپرندویې ټولنې په څانګو او د هېواد په نورو کتابتونونو کې ترلاسه کړئ. په درنښت سیدعبدالله ولي زی- سیدعبدالله ولي زی
بېرته شاته