(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغان سينما تياتر مرکز د خواخوږۍ پيغام

[10.Apr.2006 - 16:41] په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي دهيواد نامتو ليکوال ، شاعر او ارواپېژندونکي ډاکټر کبير ستوري د ورپېښي ناروغۍ له امله په پردېسۍ کي وفات شو . د ډاکټر کبير ستوری مړيني نه يوازي خپله کورنۍ په وير کښېنوله بلکي د هيواد ټول فرهنګيان او شاعران يې په خپل ماتم غمګين کړل . دافغان سېنما تياتر مرکز د نوموړي مړينه د خپل هيواد ډېره لويه ځايه بولي ، دهغه روح ته د لوی خدای ج له دربار څخه د بخښني ، او د هغوی د کورنۍ په ګډون د هغوی ټولو دوستانو او مينه والو ته د جميل صبر غوښتنه کوي . روح دي يې تل ښاد وي . د افغان سېنما تياتر مطبوعاتي اداره انجنير فريدالله ساپي کولن – جرمني -
بېرته شاته