(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د نوی مشرتابه د ټاکني پایلي(نتیجي)

[31.May.2010 - 20:27]

Pashtoons Social Democrartic Party Election Commission د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد ټاکنی جرګه Hürth,den 29.05.2010

دټـــا کـــنـــي پایلي ( نـــتـــیـــجـــي)

د ۲۰۱۰ ع کال د جون د میاشتی په ۲۹ مه نیټه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د جرمنی د مرکزي څانګی دکاندیدانو ټاکنه پای ته ورسیده. د ټاکني د جرګي له خوا ووټونه وشمیرل شول. . د ټاکنی پایلي په لاندی ډول دی ۱ ـ ښاغلی تاریخپوه علی خان محسود د ګوند مشر (صدر) ٪۷۷،۶۴ راي ۲ـ ښاغلی محمد شیرین ګردیوال د ګوند لومړی مرستیال ٪۸۷،۰۵ راي ۳ـ ښاغلی نصیر خان دګوند دوییم مرستیال ٪۹۴،۰۵راي ۴ـ ښاغلی ایډوکیټ هدایت الله خان بنګش د ګوند درییم مرستیال ٪۸۲،۳۵ راي ۵ـ ښاغلی نصیر ستوری د ګوند جنرال سیکرټری (عمومي منشی) ٪۹۸،۹۴ راي ۶ـ ښاغلی سیدحسن علی شاه باچا د ګوند د جنرال سیکرټری مرستیال (ډیپټي) ٪۹۵،۱۲ راي ۷ـ میرمن ښاپیرئ شینواری د ګوند د ښځو او ټولنیزو چارو مشره ٪۹۷،۷۸ راي ۸ـ ښاغلی عزیز سرشار د ګوند د خپرونو چارو مشر ٪۸۷،۹۵ راي ۹ـ ښاغلی ډاکتر شیرولی شیر د ګوند د مشرتابه دفتر (دارالانشا) مشر ٪۹۴،۱۲ راي ۱۰ـ ښاغلی محمد اقبال لالا د ګوند د بهرنیو چارو مشر ٪۹۵،۴۰ راي ۱۱ـ ښاغلی الحاج خان محمد مبارز څاپی د ګوند د کورنیو چارو مشر ٪۹۶،۳۹ راي ۱۲ـ ښاغلی ډوکتور ډګروال حضرت رسول دګوند د پوځي چارو مشر ٪۸۶،۶۷ راي ۱۳ـ ښاغلی عبدالطیف اپریدی دګوند د کولتوري چارو مشر ٪۹۶،۳۹ راي يادونه: د پښتنو تولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو د جرګي په سپارښتنه او د کاري کمیسون د ۲۷/۳/۲۰۱۰ نیټي د پریکړي پر بنسټ د اوسنیو شرایطو په مخ د ګوند د مشرتابه موده له پنځو کلونو څخه دوو (۲) کلونو ته را ټیټه شوی ده. په درناوی
 

د فرانکفورت د څانګې دو ټاکنو پاېلې پدی ډول دی

21.03.2010: دپښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د فرانکفورت څانګی د 2010 کال د مارچ د میاشتی په 21 نیټه، ددی څانګی د مشر تابه نوی ایلکشن (ټاکنی/ انتخابات) تر سره کړل . دفرانکفورت د څانګی له خوا ټاکل شوی ایلکشن کمشنر ( د ټاکنو /انتخاباتو مشر) ښاغلی سید حسن علی باچا وویل چی ایلکلشن (ټاکنی) د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party - PSDP د منشور (بنسټیزی ) مطابق دډیموکراټیکو (جمهوری) اصولو سره سمی تر سره شوی. چی نتیجی (پایلی) ئی په لاندی ډول دی ۱ ـ ښاغلی محمد اقبال لالا د صـــدر (مشر) په توګه ۲ ـ ښاغلی سید علیشاه دجنرال سیکرټری (عمومی منشی) په توګه ۳ ـ ښاغلی سنګین وردګ د خـزانـچـی (مالی چارو) د مشر په توګه ۴ ـ ښاغلی مسافر ناصر د اطلاعاتو او کولتوری چارو د مشر په توګه د پنځو کلونو پوری وټاکل شول. دغه راز ښاغلی عبدالطیف اپریدی ته دفرانکفورت د څانګی د صدر(مشر) د ملاتړ (مرستیال) عهده وسپارلی شوه. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشرتابه او د مشرانو جرګی غړی دوئ ته د زړه له کومی مبارکی وائی.

دانګلستان کی د څانګې د ټاکنو پایلې او رپورټ په لاندی ډول دی

د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۶ مه نیټه د خالی (شنبی ) په ورځ د هیډرس فیلډ په ښار کی د پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټي (Pashtoons Social Democratic Party -PSDP)دمشورتی غونډی وروسته د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۷ مه نیټه د اتوار (یکشنبی ) په ورځ دماښام په اته بجو د هیډرس فیلډ په ښار کی د لری او بری پښتونخواد پښتنو په ګډون د ښاغلی محمد ایوب خان شینواری په دیره کی یو درنه غونډه جوړه شوه . غونډه د ښاغلی حافظ محمد اسحاق خان له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسی ښاغلی حاجی فقیر کاکا ددی غونډی د مشر او ښاغلی ایډوکیټ یوسف علی خان د منشی په توګه وټاکل شول. ورپسی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(Pashtoons Social Democratic Party - PSDP) دوییم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال دګوند پر بنسټیزي او فالیتونو رڼا واچواله ، همدا راز د ګونددمشرانو د جرګی غړی ښاغلی جلیل خان، ایډوکیټ یوسف علیخان ،ایدوکیټ محمد ذاکر خان،ښاغلی باسط شاه،ښاغلی احسان الله اپریدی،ښاغلی سلیم خان، او د غونډی یو شمیر ګډونوالو د خپلو نظریو څرګندونه وکړه او د هر اړخيزو ، څيړنيزو ، مالوما تو ، وړانديزونو ، بحثونو او غور وروسته د انګلستان مرکزی څانګه پرانستل شوه چی غړی ئی په یوه اتفاق سره په لاندی ډول وټاکل شول. ۱ ـ ایډوکیټ یوسف علی خان د انګلستان دمرکزی څانګې د مشر په توګه ۲ ـ ښاغلی اکرام الله خان د مرستیال په توګه ۳ ـ ښاغلی اسد خان د مالی چارو د مشر (خزانچی) په توګه ۴ ـ وحید احمد بابو د کولتوري چارو د سیکرټری په توګه . ددی ترڅنګ یوه یوه سلاکاره (مشورتي) جرګه هم وټاکل شوه چی غړی ئی په لاندی ډول دی: ۱ـ حاجی صیب فقیر کاکا ۲ـ ښاغلی محمد ایوب شینواری ۳ـ ښاغلی سلیم خان ۴ـ ښاغلی محمد ایاز خان ۵ ـ ښاغلی جلیل خان دغونډی په پای کی ښاغلی یوسف علی خان د غونډی د ګډونوالو څخه خوښنه او مننه وکړه او ژمنه ئی وکړه چی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(Pashtoons Social Democratic Party -PSDP) د بنسټیزی (منشور) په رڼا کی به دمشورتی جرګئ د سلا او مشورو سره سم ګوندی چاری پر مخ بیائی. په پای ښاغلی محمد شیرین ګردیوال دوی ته د مبارکی د ویلو تر څنګ د لا بریتوب غوښتنه وکړه. غونډه دشپی په دولسو بجو دښاغلی فقیر کا کا په دوعا سره پائی ته ورسیده. دغه راز به نوموړی څانګه د خپل کار او فعالیت په لړ کی د انګلستان په نورو ښارونو کی خپلی څانګی پرانیزی او د نورو هم نظره ګوندونو،ټولنو، سړیتوتوبونو (شخصیتونو) سره به د ګډ کار لپاره لاره هواروی .چی پدی لړ کی د انګلستان د مرکزی څانګی د جوړیدو سره سم د دوشنبی (ګل) په ورځ په ۲۸ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په بریډفورډ د سه شنبی په ورځ په ۲۹ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په مانچستر د چارشنبی په ورځ په ۳۰ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په اولډم د پنجشنبی په ورځ په ۳۱ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په بری د جمعی په ورځ په اول جنورئ۲۰۱۰ په بریډفورډ، او په همدی ورځ په برلی کی د میشتو پښتنو سره لیدنی کتنی او د نظریو بدلون وکړ. پدی لړ کی د پنجشنبی په ورځ په ۳۱ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په برمنګهم کی د شپی په لسو بجو دنور تلویزیون او د ۲۰۱۰ ع کال د جنورئ په لومړئ نیټه د ورځی په دولس بجو د ډی ايم تلویزیون دپښتوخپرونو له لاری ئی د خپلو نظریو څرګندوني وکړی او د اوریدونکو او لیدونکو پوښتنو ته پکی ځوابونه وویل شول

د امریکا، ناروی ، بلجیم، هالنډ، سویس او سویډن د څانګو نوی ټاکنې به ورورسته تر سره شی

د څانګو مشران ښاغلی لیاقت وطنپال د امریکا د څانګی مشر ښاغلی الحاج محمد نادر سرشار دPSDPد ناروی د څانګی مشر ښاغلی رحمن بریالی دPSDP د بلجیم د څانګی مشر ښاغلی محمد رفیق دPSDP د سویس د څانګی مشر ښاغلی ډاکتر محمد پتنک د سویډن د څانګې مشر

دهیواد دننه د ګوند نوی ټاکنې به د مشرانو د جرګی د پریکړی ورسته تر سره شی

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته