(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: افغان ادبي بهير د يوې درنې غونډې په ترڅ کې پرانستل شو

[24.May.2010 - 20:20] پېښور : په پېښور کې افغان ادبي بهير، چې د تېرو اتو کلونو راهيسې يې غونډې ځنډيدلې ې، يو ځل بيا د يوشمېر افغان ليکوالو لخوا فعال شو. په دې اړه د پېښور بورډ سيمې په مريم ليسه کې ځانگړې غونډه جوړه شوه. غونډه د قاري جانباز لخوا د قرآن عظيم الشان په تلاوت پرانيستل شوه. د غونډې مشري د بهير افتخاري مشر زاهدي احمدزي کوله او مشران ميلمانه يې د کوزې پښتونخوا نامتو ليکوال، شاعر نثر ليکونکى اباسين يوسفزى، احمد شاه وردگ، بصير ستورى او الف خان مدد خېل وو. د غونډې پرانسته د افغان ادبي بهير مشر عماد الدين دوران په پرانستې وينا وکړه. د ستيج چارې فضل مولا توره کي او وحيد الله خاکسار ترسره کړې. غونډې ته ويناوالو د بهير په بيا فعالېدو خوښي وښودله او څرگنده يې کړه، چې دا بهير به د پخوا په څېر تاند او هڅاند وي. د سولې او خپلواکۍ لپاره به هلې ځلې کوي. د بهير افتخاري مشر زاهدي احمدزي وويل، چې افغان ادبي بهير به د پخوا په څېر خپلواکه پاليسي لري او هر افغان او پښتون به په کې خپل اند په ښه توگه وړاندې کولىشي. مونږ د هيچا سره ذاتي تضاد نه لرو. افغان ادبي بهير خپلواک دى او خپلواک به وي او د هېواد د ملي مسايلو پر مهال د خپلو ملي گټو سره دفاع کوي. غونډې ته د مشال راډيو خبريال غلام غوث، د اريانا تلويزيون خبريال حفيظ الله شينوارى، د لمر تلويزيون خبريال عبدالحق عمري، د خبرونو ورځپاڼې مشر او د اى وي ټي خيبر استاذى سراج عارف، د پښتون پوسټ ورځپانې مدير فضل قادر انډيوال، آزادۍ راډيو خبريال مجيب الرحمن انگار او د ډيوه راډيو خبريال داؤد جبارخېل هم ورغوښتل شوي وو، چې د افغان ادبي بهير په اړوند يې د ځينو بهيروالو سره هر اړخيزې مرکې وکړې. د يادولو وړ ده چې بهير به هره يکشنبه په بورډ کې د بي بي مريم ليسه کې اوونيزې غونډې کوي. غونډه د زاهدي احمدزي په دعا پاى ته ورسېده. په غونډه کې دغو ښاغليو برخه اخيستې وه. تحسين الله تحسين، بلال احمديار، پرواز شينوارى، ساده صادق، سيف الله غريبيار، عبدالوهاب څاروان، روئيد همت، نصرت الله الهام، صفي الله سنگين، صفي الله ثمر، ملنگ غرق، الفت سيال، رحمت الله سمسور، استاذ عزيز الله حصاري، عبدالظاهر اثري، اختر جان خوږياڼى، محمد عارف همدرد، بشير احمد خاکسار، محسن صديقي، الحاج احمد شاه پوپلزى، ډاکټر نور افضل، فقير محمد دوراني، قاري محمد اياز جانباز، عبدالکبير آغا، مير عالم نويد، نظير الحق قريشي، احسان الحق درمان، سميع الحق همدرد، رحيم الله پکتين، فيض الله ذکي، هارون نيازى. د يادونې وړ ده، چې د بهير کابينه په دې توگه اعلان شوې ده. زاهدي احمدزى افتخاري مشر، عماد الدين دوران مشر، واحد الله خاکسار وياندوى، رحمت الله سمسور گزارش ليکونکى، عارف همدرد ساپى د اړيکو مسؤل، عبدالحق عمري د رسنيو مشر، فضل مولا توره کى مالي مسؤل، تحسين الله تحسين، احمد شاه وردگ، احمد شاه پوپلزى او زاهدي احمدزى مشورتي غړي ټاکل شوي دي. - عبدالحق عمري
بېرته شاته