(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ږوب کي دعوامي نېشنل ګوندله خوامظاهره وسوه

[23.May.2010 - 21:50] په کراچۍ کي دپښتنودوژنوپه ضد دنوروپښتون مېشتوسيموپه څېردلته په ږوب کي هم يوه مظاهره يالاريون وسو . ددغه لاريون بلنه دعوامي نېشنل ګوند له خواورکړل سوې وه . مظاهره چيانودښارپرواټونومارش وکړ،اودحکومت اومهاجرقامي غورځنګ يااېم کيواېم ګوندپه ضدئې شعارونه ورکړه . دلاريون مشري دعوامي نېشنل ګوندکنوينررشيدسيال کاکړکوله . په سلګونه دګوندغړيواونوروخلګوپه لاريون کي برخه واخيسته . مظاهره چيانوته دويناپرمهال دګوندمشرانوګوندکنوينررشيدسيال کاکړ،محبوب الله ځلاند،جاول خان شېراني،بابراوعبدالستارمردانزي ووئيل چي هرڅوک داحق لري چي په کراچۍ کي ژوندتېرکړي اوکاراوکسب وکړي . خودهندوستان دمهاجروتروريستي شبکه نه غواړي چي له دوي پرته دي کوم بل څوک په کراچۍ کي ژوند وکړي . ويناوالوپه کراچۍکي دپښتنووژنه په کلکوتورووغندله اوله دولت څخه ئې دمجرمانودنيولوغوښتنه وکړه . ديادولووړده، چي تېره ورځ دپښتونخوا ملتپال ګوندله خواهم دې ته ورته لاريون ترسره سو . په کراچۍ کي په دې تېروپېښوکي ٣٧تنوخپل ژوندله لاسه ورکړ، چي زياتره پښتانه اودنېشنل عوامي ګوندغړي وو . له دې جملې دوه تنه عجب خان مندوخېل اوکريم حريفال هم ووچي مړي ئې په ږوب کي خاوروته وسپارل سو . رفيع الله مندوخېل، ږوب [email protected] Cell # : 00923003937628 - رفيع الله مندوخېل،
بېرته شاته