(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخیبر پـښـتـونـخـوا جـشـن خـبـرتـیا

[12.May.2010 - 21:45]

Die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen - PSDP Pashtoons Social Democtatic Party (PSDP) Pashtoonkhwa/Afghanistan

دپـښـتـنـو ټـولنيز ولسـولـيـز ګـونـد چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی ،دلری اوبری پښتونخوا د پښتنو ګډقامي سنګر دی، د پښتنو د قامی یووالي ، د پښتنودحقوقو د لاسته راوړلو،سوکالئ او ابادئ لپاره مبارزه کوی. دغه راز پښتنو ته د خپل قامی پیژند په لاسته راوړلو سره دګوند د مرام او هدف یوه برخه هم تر سره شوه، چی پدی لړکی دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (Pashtoons Social Democratic Party–PSDP)دفــرانکــفورت څــانګـي په کوربه توب د 2010 ع کـال دجـون په 12 مه نیټه د خـالی (شنبـی) پـه ورځ د پـــښـــــتـونـخـــــــوا جــشــن جوړوی. په جشن کی به د عوامی نیشنل ګوند مشر او د ریلوی مرکزی وزیر ښاغلی حاجی غلام احمد بلور او ځنی نور مشران مونږ سره ګډون کوی. د غه راز د ټنګ ټکور برخه به د هیواد د خوږ غږو سندرغاړو هریو ښاغلی انجنئیر عبدالطیف راهي او ښاغلی نادر صدیقي په زړه راښکونکو سندرو او ملی اتڼونو رنګینه شی. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پدی وسیله د ټولو درنو هیوادوالو څخه هیله کوی چی د خپلو درنو کورنیوسره یوځای پدی تاریخی او جـشني غونډه کی زمونږ سره ګډون وکړي او زمونږ غونډه لا رنګینه کړی په درناوی نـیـټـه او وخــت:

دخالي (شنبـي)ورځ د ماځیګر پنځه(5)بجی12Juni.2010

ځــــای/ پــــتــــه:

CZF e.V. Salzschlirfer Str.15 60386Frankfurt am Main Germany

تـلـیفـونـی اړیـکی:
Lala Iqbal: 0171-3734566, Syed Ali shah: 0178-3264862,Nasir Khan: 0178-8781664
***********************************************************************

Ankündigung und Einladung zur Feier von

Khyber

P A K H T O O N K H W A

Die Frankfurter Abteilung der PSDP organisiert am Samstag, den 12. Juni 2010 ein Fest, um den Namen Pakhtoonkhwa zu feiern. Aus diesem Grund werden alle Mitbürger mit ihren Familien eingeladen, dieses historische Ereignis zusammen zu feiern. Adress: C Z F, e.V. Salzschlirfer Str.15, 60386 Frankfurt a./ Main *********************************************************************** پښتونخوا دی ټولو پښتنو ته مبارک وی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party - PSDP ټول پښتون قام ته، د پښتنو ټولو پیاوړو مشرانو ،د پښتونخوا مئنانو دپښتنو قامپرستو مشرانو ته ددی ستر او تاریخی بری مبارکی وائی. او دا بری چی «دا خاوره د پښتون به پښتونخوا په نوم یادیږی» د پښتنو د قامی وحدت په لور یو نیکمرغه ګام بولی او پدی سره د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند مرام او هدف یوه برخه تر سره شوه. د پښتونخوا نوم دی د نړئ په ګوټ، ګوټ، کی ټولو پښتنو ته مبارک وی
په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

نوره واړه پښتونخوا په ځای میشته ده دا یو زه دی زمانی پکی منصور کړم خوشال خان بابا
د احمدشاه بابانه ډیر وړاندی دی خاوري ته بابا هوتک په خپل یو نظم کی پښتونخواویلی دی

غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دی مـــغـــل راغـــــلـــی پـه تـلـــــوردی په پښتونخوا کی جوړ ناتار دی ای د مرغئ «۱» غښتلیــو راشئ په ننګ ولاړ د پښتونخوا شئ
ــــــــــــــــــــ « ۱» غوره مرغۍ یا غوره مرغه
د ډيلي تخت هېرومه چي رايـــــاد کړم زما د ښکلي پښتونخوا د غــرو ســرونه احمد شاه بابا

پــښتون فـــیصله وکړه دی کـــــی بـلــه نــه ځــائـــیــږی دا خاوره د پښتون به پـښـتونــخوا په نوم یادیــــــږی دا حق د هر یو قام دی چی په خپل نامه ئی ملک وی او ژبــه ئــی د مــلــک پــه دوتــرونــو کـــی چــلــیـــږی تر څو چی پښتانه او پښـتـونخـوا وی ویشـل شـوی نــو امــن مــنــطــقــه او پــه په نړئ کی نه ټـیـنګــیـږی د امــن لــه خــاطــره دا ویــش نــور نــه پاتــی کـیــږی دا واړه پــښــتــانــه پــه یــو مــرکــــز بـاندی ټولیـږی د وخـت دا تقاضا ده «ستوری»وائــی دا بــه کـیږی نـقـشه کـی د نـړئ د پـښـتـونـخـوا نوم لیکل کیږی کبیر ستوری

که ټوله پښتونخوا د اباسین سندره وائی دا ستا په صداقت کی محبت دی ځکه خوږ دی پروفیسر اباسین یوسفزی

ستـــــا د عشق د وينـو ډک سوه ځګرونه ستا په لاره کښې بــايلي زلمي سرونـــــــه تــــاتـــــه را سمه زړګی زمـــــا فــــارغ سي بـــــېله تــــــا مي انـــــدېښنې د زړه مارونه کــــــه هر څو مي د دنيا ملکونه ډېر سي زما به هېر نه سي دا ستا ښکلي باغونه د ډهلي تــخت هېرومــــــه چي را ياد سي زما د ښکلي پښتونخــــــوا د غرو سرونه ستر احمدشا بابا
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته