(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کی دډاکتر ملکزي ویاړ غونډه جوړشوه

[10.May.2010 - 13:48]
په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی د2010ع کال د مئ د میاشتی په اوومه (7 مه) نیټه دجمعی په ورځ د« پښتو ـ جرمنی» قاموس لیکونکی ښاعلی ډاکتر محمد اکرم ملکزي ، ددغه تل پاتی پوهنیز( علمي) چوپړ ددرناوی په موخه د المان د لیورکوزن په ښار کی یوه درنه غونډه جوړه کړه . چی اروپا میشتوپه سلګونو هیوادوالو، پوهانو او د پښتو ادب مینه والو پکی ګډون کړی ؤ. غونډه د ماښام په اوه بجو د ښاغلی سید رحیم یوسفی په ویاندې پیل او د ښاغلی ابوبکر روفی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په لوستلو سره پرانستل شوه.
ورپسی انجنیر فریدالله ساپــی د ټولنی په استازیتوب وینا واوروله او ښاغلي محمداجان «یار» په پښتنی کولتور او ادب خپله څیړنیزه مقاله ولوستله ، دغه راز ځوان المانی ژبپوه ښاغلی زیبستیان هاینه (زمری) د ښاغلی ملکزی جرمنی ـ پښتو ډیکشنرئ د ژبپوهني له نظره ، و ارزوله.
ورپسی د ژبپوه ښاغلی پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار ارزښتناکه لنډه مقاله د ښاغلی عزیز شرشار له خوا ګډونوالو ته واورول شوه. لدی وروسته قانون پوه همایون روفی د دی ډیکشنرئ دلوستونکی په توګه خپل نظر څرګند کړ او ښاغلی پیښوری شینواری د ژبپوهنی له اړخه په په ډیکشنرئ رڼا واچوله.
د غه راز غونډي ته د کونړ میشتی فرهنګیانو ، د خاص کونړ کولتوری او ادبی ټولنی ، دافغانانو کولتوري ټولنی اوسلو ، په تورند هایم کی د افغانانو کولتوري ټولنی ، د پښتونخوا د پوهنی دیری ، دهالنډ د فینینډال د افغانانو د کولتوری ټولنی او همدا شان د «ستوری» مجلی، «سپین غر» مجلی او د «کونړ غږ» مجلی پیغامونه رارسیدلی و. پدی لړ کی د افغانستان د کولتوري ودي ټولني مشر ښاغلی استاد سید حسن سید خپل پیغام ولوست اود کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولني د هڅو او زیار ستاینه ئی وکړه ، او هغه ستاینلیک چی ددغه ټولنی له خواښاغلی ډاکتر محمد اکرم ملکزی ته څه موده پخوا منل شوی ؤ، دښاغلی الحاج فضل الرحمن شیر له خوا پدی غونډه کی وسپارل شؤ
. ورپسی ، د بایرن میشتو افغانانو د کولتوري ټولنی په استازیتوب ښاغلی محمد امین بسمل، په ناروی کی د سیمه ایزی راډیو د یو ساعته پښتو خپروني مسئول ښاغلي صفی الله اتل، او د ډنمارک د کولتوری ټولنی په استازیتوب ښاغلی عیسی خان بهرام خپل خپل پیغامونه ګډونوالو ته واورول. د دغه جرمني ـ پښتو قاموس د چاپ کوونکی موسئسي « بوسکی فرلاګ» پیغام د ښاغلی زلمی قاضی خیل له خوا ولوستل شو. ورپسی ښاغلی ډاکتر ملکزی د جرمنی ـ پښتو قاموس د لیکلو په اړتیا او څرنګوالی پوره رڼا واچوله او د قاموس لنډه تشریح ئی وکړه او پدی هکله ئی خپلی هلی ځلی او ستونزی ګډون والو سره شریکی کړي. دغه راز پدی غونډه کی مونږ سره د فرانسوی ـ پښتو قاموس لیکوال ښاغلی ډاکتر خلیل الله خدرخیل هم ګډون کړی ؤ چی په هم دی موقعه ښاغلی خدرخیل او ښاغلی ملکزی خپل خپل قاموسونه یوبل ته ډالئ کړل. د غونډی وروستي ویناوال ښاغلی محمد رحیم یوسفی خپله ارزښتناکه څیړنیزه مقاله ګډونوالو ته واوروله او ددی غونډی ارزونه ئی وکړه. ورپسی د غونډی د ټنګ ټکور برخه د ښاغلی اتل سالارزي له خوا پیل شوه چی ، د هیواد نامتو او نوښتګر سندرغاړی ښاغلی استاد يار محمد علیزی په خواږه غږ ښکلی شوی وه، چی ښاغلی استاد یعقوبی په رباب، ښاغلی سهراب عزیز په طبله او ښاغلی نوید ساپی په ارګن ورسره ملتیا کوله ، دغه راز ښاغلی عیسی خان بهرام او نوید ساپی هم په زړه پوری سندری وویلی چی د ګډؤونوالو د خوښئ سبب وګرزید. دغه راز د ټولنی له خوا تخنیکی همکارانو ښاغلی نسیم خان ستوری او ښاغلی اسد خان څخه مننه وشوه او دوئ ته د ګلونو کيډئ ورکړل شوی. غونډه سندرغاړو ته د ګلونو د ګیډیو په ورکولو سره د شپی په دولسو نیموبجو پای ته ورسیده
د نورو انځورونو د لیدلو لپاره دی لینک ته ټک ورکړئ picasaweb.google.de/pashtoonkhwa/DrMalakziWiyarghon07 - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته