(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ملت ګوند د خوا خوږۍ او غمشريکۍ پيغام

[09.Apr.2006 - 17:31] د پښتنو ټولنيز ولسوليز گوند مشر ارواښاد ډاکټر کبيرستوري بی وخته مړينه د ټولو پښتو سياسي ادبي او کلتوري حلقو لپاره ستره ضايعه ده. ډاکټر صيب يو پوه سياستوال، خوږ ژبی شاعر او مبارز ليکوال وو. ددوی ليکنی هم سياسي دي ،هم ادبی او هم علمی. داکتر صيب به هری مهمی ادبی او سياسی غونډی ته له جرمني نه کوزی پښتونخواه ته ځان رارسوو او په خپل گډون به يی محفل نور هم ښايسته کوو چی ددوی د پښتنی مينی عکاسي کوی. د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت) گوند پدی ماتم کی ځان شريک بولي. خدای دی ډاکتر صيب ته جنتونه او ددوی کورنئ ته صبر جميل ورکړي. په درناوي انجنير اجمل شمس د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت) گوند مشر -
بېرته شاته