(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نښــــتر مو شـــپږکلــــن شو

[30.Apr.2010 - 21:32]
راستانه هغه سپرلي هغه ګلاب ګلاب یاران وای مینه مینه وای په مینه مو دا وران کورګی ودان وای شـــنو نښــــــــــــترو قلــــــــمرو کې سلطنت وای د زمریانو مطــــرب بیا رباب ســـــــــــــــورکړی وای نه غم نه غمازان وای
دلویې پکتیا د فرهنګي ټولنو ګډه جرګه اودجرمني په بایرن آیالت کې موږ بایرن مېشتي افغانان دپخوا په څېر په یوه ورځ دنښتر لمانځنه کوو. موږ په پکتیانۍ مینه خپلوګرانو فرهنګیانو اوفرهنګپالو هېوادوالو ته بلنه ورکوو چې دلوې پکتیا په مرکز ګردېز ښار او دجرمني په بایرن آیالت کې له موږ سره یوځای د نښتر شپږمه کلیزه ولمانځي . په ګردېز کې دنښتر له لمانځنې څخه یوه شپه مخکې دغزل رنګینه شپه په پام کې نیول شوې ده په همدې شپه دلرې پرتو ولایتونوګرانوشاعروملګروته دهستوګنې ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي له خپلوخوږومېلمنو څخه هیله کوو چې لا یوه ورځ د مخه ګردېز ښارته تشریف وېسي څو هم دغزل په رنګینه شپه اوهم یې په سبادنښــتر په لمانځنه کې برخه واخلي ورځ اونېټـه : دجمعې مباره که ورځ د روان ۱۳۸۹وم لمریزکال دغويي په ۲۴ تمه نېټه کومه چې د۲۰۱۰لسم زېږدیزکال د می له ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري . هیـــــــــــــــــــــــله : د دواړو مشاعرو له شاعرو ګډونوالو څخه مودادوستانه او شاعرانه هیله ده چې سوچه او ژوره الهامي شاعري وکړي څو شعر د شعر پر ځای دروند پاته وي . یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه : هغه شاعرملګري چې په پورتنۍ نېټه نه شي راتلای کولای شي خپل شعرونه په لاندینیو پتوموږ ته راولیږي : [email protected] [email protected] [email protected] دنورو پوره مالوماتو لپاره دالاندې تیلیفوني شمېرې ستاسو په خدمت کې دي : په کابل کې ٠٧٠٠١٥٠١٥٢ اندېښمن ځاځی په ګردېز کې ٠٧٩٧٠٩١٧٥٨ خـوږمن ځاځی په جرمني کې ۰۰۴۹۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ محمدامین بسمل دلویې پکتیاد فرهنګي ټولنو ګډه جرګه او دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه - محمدامین بسمل
بېرته شاته