(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ايران کې د افغانانو د اعدام کيدوله امله د کلتوري ودې ټولنې اعلاميه

[29.Apr.2010 - 07:38] درنو هيوادوالو لکه څنګه ،چې تاسو هم پوهيږۍ ،په ډيرې خواشينې سره موږ يو زړه بوږنونکی خبر تر لاسه کړ،چې په ايران کې يو شمير افغانان ( چې شمير يې 45 تنو ته رسي) ، په ډير غربت ،پرديسۍ او بې کسۍ فضا کې، په ډير غير انسانې توګه، هغه هم په يوويشتمه پېړې کې په داسې يوه هيواد کې اعداميږي ،چې هغه ځان ته اسلامي جمهوريت ، د اسلام مرجع (!) او د افغانستان دوست او ورور هيواد (!؟) وايې. کله چې د ايران اسلامي جمهوريت، يوه هيواد سره تړون لاسليک کوي، بيا خو ددوي اسلامي، حقوقي او اخلاقي دنده او وجيبه ده ،چې د هغوی درناوی وکړي او په عمل کې يې تطبيق کاندي. څلور کاله د مخه د افغانستان او ايران تر مينځ، د بنديانود تبادلې تړون شوی،چی دواړو جمهور رييسانوپرې لاسليک کړی. نو په کوم حق، دليل او منطق سره ايراني چارواکې، افغان بنديان، په خپلو وحشتناکو زندانانو کې ساتې او لا دا ،چې اعداموي يی؟؟ په دې توګه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ،د ايراني چارواکو پاملرنه،په جدي ډول ددوی اخلاقي ، حقوقي او د هيوادونو تر مينځ تړونونو تطبيق ته راګرځوي. له بلې خواه،حکومتونه، خپلو وګړو ته دندي، مسوليتونه ،مکلفيتونه او وجايب لري. کله چې يو حکومت د خپلو وګړو حقه، حقوقو و نه ساتي او د هغوی څخه دفاع و نشي کولای او خپل وجايب او مسووليتونه تر سره نه کړي، ايا د هغوی حاکميت او مشروعيت تر پوښتنې لاندې نه راځي ؟؟ د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه دا کرغيړن او د انسانيت ضد عمل تقبيح کوي او په کلکه يې غندي .د ويرځپلو کورنيو سره غمشريکي کوي. ټولنه خپله انساني، افغاني او ملي دنده ګڼي او خپل په ملي منافعو ولاړِ أواز اوچتوي او ننګه يې کوي، د ايران د اسلامي جمهوريت څخه په جدې توګه غوښتنه کوي، تر څو د پاتې بنديانو ،چې شمير يې 5630 تنو ته رسي او ددې ډلې څخه د 3000 په شاه او خوا کې د اعدام د حکم عملي کيدو ته د نا اميدې او ياس شپي او ورځي سبا کوي ، په ډيره شفافه او انساني چاپيريال کې، غوٌر وکړي او د خپل هغه تړون درناوی وکړي او دا افغان بنديان دې ژرترژره افغانستان ته وسپاري. ټولنه د افغانستان پر حکومت غږ کوي،تر څو خپل ملي مسووليتونه درک او په عمل کې يې تطبيق کړي. د پاتې بنديانو جدي پالنه وکړي،د نورو بنديانو د اعدام کيدو مخه ونيسي او پاتي بنديان د قانوني مجوز د مخي، هيواد ته راستانه کړي او په دې برخه کې دې نړيوالو، د بشر د حقوقو د موسسو پاملرنه او مرستې وغواړي. په درنښت د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه مشرتابه جرګه- ډاکتر رمضان
بېرته شاته