(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اتڼونو سيالي په لندن کې د خيبر پښتونخواجشن

[26.Apr.2010 - 20:44]
د ډهلی تخت هيروم چې راپه ياد شي دا د خپلی پښتونخوا د غرو سرونه (احمدشاه بابا)
26.04.2010:د اپريل ۲۵مه ۲۰۱۰ م کال د پښتنو افغانانو په تاريخ کې يوه بې ساری ورځ وه . د لندن په بارکلۍ هال کې د لر او بر په سلګونو پښتانه افغانان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بيرغ لاندی د خيبر پښتونخوا د نوم ګټلو د جشن د نمانځلو په دستوره کې راغوڼد شول . دستوره د ګوند د برتانيا د سکتر فلک نياز خان يوسفزي په مشرۍ کې د عبدالبصير په خواږه اواز د قران پاک د اياتونو څخه پیل شوله، «ای د ايمان خاوندانو زه نه بدلوم حالت د هغو خلکو څوک چې بدل نه کړي خپل حالت پخپله» (القران) . د تلاوت حخه ورورستو د ارواښاد ولي مامد توپان ليکلی د پښتونخوا ترانه وغږيدله چې ټول ناست خلک ورته په درناوي کې ودريدل. د کوربه دنده د ګوند مرستيال سکتر فايق خان يوسفزي تر سره کړله. د وړومبې برخی کوربه په خپلو خبرو کې خان شهيد اودل سمد خان اڅکزۍ، ارواښاد باچاخان، ارواښاد کاکاجي صنوبر حسين مهمند،ارواښادخوشال کاکاجي ،ارواښاد اودل رحيم پوپلزئ ، ارواښاد شيرعلي باچا ارواښاد افضل بنګش، د بابړی شهیدان، د ټکر شهيدان، د قصه خوانۍ شهیدان،د لياقت باغ شهيدان، د کویټی د ووم اکتوبر شهيدان، د دولسم اکتوبر شهیدان، د کراچۍ د ۱۲ می شهيدان او نورو مالومو او نامالومو شهیدانو ته د درناوي او وياړ پيرزونې وړاندې کړلی او د پښتونخوا د نوم بدليدل يې د هغوي د نه ستړی کيدونکې مبارزی نتيجه وبلله. د دستوری په وړومبۍ برخه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوندبرتانيا څانګې مشرانو فلک نياز خان يوسفزي، اشرف هوتي، اکبر خان، نورالله اتل، وکیل خان پاڅون ،د افغانستان د ملي ګوند د اروپا مسول نور وهاب څپاند، او تاريخ پوهه ډاکټر ببري ګل وزير ويناګانې وکړې. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند والتهم سټو او برمنګهم يونټ د ايګزيکټيو د غړو څخه فلک نياز خان سوګند واخيستلو.
ويناوالو دخيبر پښتونخوا نوم ګټل په ۱۹۱۹ کې د غازي امان الله خان له خوا د افغانستان د استقلال ګټلو ورورستو دويمه يواځينی ښادي وبلله او مشر مامود خان اڅکزۍ ، اودل رحيم مندوخيل،اسفنديار ولي خان، او حاجي مامد عدیل ته يې شاباش او درناوی ووييلو چې په سوله اييزه مبارزه يې د پښتنو په څلورو برخو کې د يوی برخی نوم په خيبر پښتونخوا بدل کړلو او د پاکستان د اساسي کانون د اتلسم ترميم د يولسمې مادی ترمخه يې په پښتون بلوچ صوبه کې چې د بلوچستان په غير فطري نوم ياديږي د پښتنو برابري جغرافيايي شتون او سياسي سيالتوب د پاکستان په واکدارانو ومنلو. ويناوالو دا خبره سپينه کړه چې د پښتنو سيمې په پاکستان کې په څلورو برخو ويشلې پرتې دي چې د ميانوالي او اټک پښتون /افغان سيمې په ناروا توګه په پنجاب ګډی کړل شوي دي او مينځنې پښتونخوا چې قبايل ورته وايې د پوليټيکل ايجنټ د ناروا ظلم د لاسه په تنور بدلې شوي دي او د پاکستان استخباراتو ورته د نړئ ټول ترهګر راغونډ کړي دي او ځايي خلک د برامته شوو په څير ژوند کوي.بله برخه د بلوچستان په غیر حقيقي نوم یاديږي او د دوه څلويښت زره مربع ميله تاريخي پښتون افغان سيمې کويټه، پښين، سيوئ، ږوب، چمن، زيارت، هندوباغ، او لورالائ يې غټ ښارونه دي . دغه سيمه د تاريخ په اوږدو کې د تاريخي افغانستان برخه وه او هيڅ کله د بلوچستان برخه نه وه خو د يو يونټ د ماتيدلو وروستو دغه سيمې په غاصبانه توګه د پخواني قلاتي رياست سره وتړل شولی او د بلوچستان نوم ورته ورکړل شولو. خان شهيد اودل سمد خان اڅکزۍ د نيشنل اوامي ګوند مشرتابه ته او په ځانګړی توګه ارواښاد باچاخان، ولي خان او اجمل خټګ ته تاريخي ليکونه وليکل چې د تاريخ برخه ده د خان شهيد غوښتنه وه چې د اوامي نيشنل ګوند د مرامنامی په رڼا کې دی د ژبو، کلتور، تاريخ او ملت په تاداو د نوو ايالتونو جوړونه وشي او نومونه دی ورکړی شي. خان شهيد غوښتل چې د چتراله تربولانه د اټک او ميانوالي په ګډون ۱۲۵۰۰۰ مربع ميله پښتنی افغاني سيمې دی په يو يوکي کې د پښتونخوا، پښتونستان يا د افغانيه په نوم ونومول شي. خو د يو يونټ د ماتيدلو وروسته دغه غوښتنه ونه منل شوله او خان شهيد د تاريخ دغه بد مرغۍ ته ډير کوټلی ځواب ورکړلو او په اګست ۱۹۶۹م کې يې د پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند تاداو کيښود چې د پښتونخوا نوم يې تر دی دمه خوندي وساتلو. د احمدشاه ابدالي، او خوشال خان خټک نه ورورستو د خان شهيد اودل سمد خان ګوند پښتونخوا نوم د پښتنو په زړونو وليکلو او کله چې د پاکستان مزدور کسان ګوند په ملي سوال مات شولو نو د ارواښاد افضل بنګش اواروښاد شيرعلي باچا په مشرۍ کې پښتونخوا مزدور کسان ګوند هم دغه نوم د وطن د مزدورانو او بزګرو په زړونو وليکلو.ارواښاد شير علي باچا په دی خبره رسيدلی وو چې پښتون د ملت په توګه په يوه طبقه بدل شوی دی او دغه طبقه د جبر او بې برخېتوب په ميچن دليږي او خپل قام خپل ګوند دغه ستونزو ته په سمه توګه ځواب وييلی شي. او بيا وروستو کله چې مشر مامودخان اڅکزۍ د ضيا د جبر د رژيم سره په مبارزه بوخت و د پښتونخوا نيشنل اوامي ګوند او پښتونخوا مزدور کسان ګوند مشرانو د يو والي په لور چټک ګامونه واخيستل اووړومبې پښتونخوا ملي عوامي اتحاد او بيا يې پښتونخوا ملي عوامي ګوند رامنځ ته شولو چې د غوښتنو سرليک يې د ګران او تاريخي افغانستان د استقلال ، ملي حاکميت د خاوری د تماميت ساتنه کول او د چتراله تر بولانه د پښتون افغان وطن راغونډول و او په دی خاوره د ميشت اولس واک ګټل و. او اوس هم په هغه لاره روان دي .
ويناوالو ياده کړله چې مونږه نه مخکې د پښتون افغان يوه لويشت مځکه چاته پريښې ده او نه اوس پريږدو. خو دا ډيره د خوشالی ورځ ده چې نن د پښتون افغان يوه برخه د استعماري نوم څخه خلاصه شوله او په خپل تاريخي نوم ونوميدله. پښتانه متل کوي چې زوی لور دی له غواړم چې خپل پردئ پری وپيژنم . مونږه د پښتونخوا په نوم خپل پردي وپيژندل او د پنجاب هغه کرکجن مخ راپه ډاګه شولو او ځينې چودريانو لکه شجات اوسين او د هغوي لاس پوسو مليانو او د پنجاب ژورنالستانولکه نذير ناجي او ارون رشيد په پښتون اولس، مشرتابه، او ملي اتلانو قلمي بريدونه پيل کړل او د درواغو تاريخونه يې جوړ کړل چې هيڅ وجود نه لري. . دغه شان ځينې وطنپاله پښتنو د چودريانو د دغه کرکجن عمل په نتيجه کې خپلې لمنې د پاکستاني پنجاب پلوه ګوندونو څخه وڅنډلی او په سپينه يي ووييل چې مونږ ته خپل پښتونخوا وطن ګران دی نه چې پښتون دښمنه ګوند.
چې پکې ګل شي ستا د غونډی زنی شنه خالونه هغې پسرلي ته انتظار وکړه چې ته اوربل خوروی زه پرې ورشيندم ګلونه هغې پسرلي ته انتظار وکړه هغه پسرلی بس راروان دی په ټوپونو راځي اې د زړګي ملوکی زيری په تا په دنګو دنګو غرونو راوړي په سمونو راځي اې د زړګي ملوکې زيری په تا
ويناوالو سپينه کړله چې مونږه د هيڅ انسان څخه د ژبې ، رنګ، پوستکي، مذهب يا فرقی په تاداو نه دوستي کوو او نه دښمني کوو او هزاره ايبټ اباد د پښتون افغان تاريخي خاوره ده او هندکو ويونکي زمونږه ژبيي لږکی دی مونږه د هندکو ژبی هم دومره قدر کوو چې څومره د پښتو ژبی کوو . او کله چې مونږه د پښتو ژبی خپلواکي وګټو نو هندکو، ګوجرو،کوستاني، چترالۍ او نورو وطني ژبو ته به خپله سياله ونډه ورکوو. او مونږه هيله کوو چې په هزاره کې ميشت د اتلسو پښتنو قبيلو خلک د دښمن په لمسه کې رانشي او د وطن په ژغورنه او ساتنه کې زمونږه ملاتړ وکړي او زمونږه سره عقل ګډ کړي. او د پښتنو د ملي ، سياسي، او جغرافيايي يووالي لپاره مبارزه وکړي. ويناوالو په پښتنو افغانانو روشنفکرانو غږ وکړلو چې په عملي مبارزه د وطن بچي د بنياد پرستۍ، ترهګرۍ او فرقه پرستۍ څخه وژغوري اونوی نسل د دښمن لاسو ته د خوييدلو بچ کړي .د پښتون افغان اولس دښمنان لګيا دي د مودودي او سيد قطب کتابونه پښتو ته ژباړي خو پښتانه بچيان د خوشال بابا، حميد مومند، ولي مامد توپان، ملنګ جان ، اجمل خټک او غني خان لوستلو ته نه پريږدي. د پښتنو افغانانو دښمنان د ليکونو او بريښنا پاڼو د لاری زمونږه بچيان ځان مرګي بريدونو ته هڅوي او د وطن ښوونځي او ښوونکي له منځه وړي. او وطن د تيارو کندو ته غورځوي . دا د هر پښتون افغان ذمه واري ده چې په عملي توګه سياسي مبارزه وکړي او د وطن بچيانو ته دوست دښمن په ګوته کړي او ورته د دښمن سره د سيالۍ لارې چارې برابر کړي. ويناوالو د اولسمشر محترم حامد کرزۍ د ملي روغې جوړی د وړانديز کلک ملاتړ وکړ او د ملګرو ملتوڅخه يې هيله وکړه چې دغه د ملي روغې جوړی پروسه غښتلی کړي. افغانان بايد سره لاس ورکړي او روان ناورين ته د پائ ټکې کيدي. د ملتونو پرمختګ په جګړه او ورور وژنه کې نه بلکه په ملي ورورولی او د ستونزو په سوله اييزه توګه هواري کې دی . د عالمانو د شوري د دريځ هم ملاتړ وشولو او هغوي ته په ملي دريځ مبارکي وړاندی شوله. ډاکټر خسرو سنګروال ، او باختر زازي په زړه پورې ملي ترانی وړاندې کړلې او سپين تڼي د چيک ريپبلک څخه راليږلې شوی د مبارکۍ پيغام او نظم واورولو . فايق خان يوسفزي د غونډي ګډون والو ته لاندينی غوښتنې واورولی چې ټولو ناستو خلکو په يوه خله او دواړو لاسونو پورته کولو منظور کړې.
۱.دا غونډه د محترم اولس مشر حامد کرزۍ د ملي روغی جوړی د پروسی ملاتړ کوي او د ملګرو ملتو څخه هيله کوي چې د روغی جوړی پروسه غښتلی کړي. ۲. دا غونډه غوښتنه کوي د چتراله تر بولانه د اټک او ميانوالي په ګډون ټولې پښتنی سيمې دی په يو يوکي کې د پښتونخوا تر نامه لاندی راغونډې کړل شي او د دی په شتمنو دی ميشت اولس ته واک ورکړل شي. پښتون بلوچ صوبه کې تر هغه وخته چې دا په پښتونخوا نه ده ګډه شوی دی د اتلسم ترميم يولسمه ماده ژر تر ژره عملي کړل شي. ۳. په خيبر پښتونخوااو مينځنۍ پښتونخوا کې د ښونځيو ويجاړول بند کړل شي . زده کړه د هر بچي اساسي حق دی د پاکستان سرکار دی د پښتنو بچو د دی حق د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. ۴. په کراچې، لاهور او نورو ښارونو کې ميشتو پښتنو افغانانو ته دی د سر او مال د ساتنی ضمانت ورکړی شي او د کراچې د دولسمی می د شهيدانو ايف آي آر دی تنګ نظره او ترهګر مهاجر کومي مومنټ خلاف وليکل شي. ۵. دا غونډه د هر ډول ترهګرۍ، بنيادګرۍ او فرقه پرستۍ په کلکه غندنه کوي اود پاکستان د سرکار او نړيوالی ټولنۍ څخه د دی د ختمولو لپاره د غښتلو او چټکو ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي. دا غونډه د سوات قامي امن جرګی د غوښتنو ملاتړ کوي. ۶. دا غونډه غوښتنه کوي چې پښتو ژبه دی په پښتنو سيمو کې د سرکار، ښونځي او ادالت ژبه وګرځول شي. ۷. دا پرتمينه غونډه په افغانستان کې د ګاوندي هيوادونو د هر ډول لاس وهنی غندنه کوي او د دغه لاس وهنی د فوري ختمولو غوښتنه کوي.
د غونډی په دويمه برخه کې نامتو سندر غاړي افتخار خټک د ارواښاد ملنګ جان ملي ترانې په خپل خواږه اواز ووييلې او د ګدوانوالو څخه يې داد او شاباش ترلاسه کړلو. شيبه په شيبه د اتڼونو سيالی وشولی او پښتنو افغانانو په خپلو غښتلو اتڼونو د جوش او ښادئ يو بې ساری چاپيريال ساز کړلو. هر ځلمي په داسی خوند او مينه اتڼ وکړلو چې سپين ږيري هم په څوکو ټينګ نه شول او سپين ږيري ببري ګل وزير هم ډول په غاړه کړ او په اتڼ ورګډ شولو چې د ځوانانو ښادي يې يو په دوه کړله. د کتونکو په وينا د استعماري نړئ په زړه لندن کې د لر او بر د ګډی ښادئ دا پرتمينه غونډه د ملي ورورولی يو بې ساری بيلګه وه چې د بيلتون هره کرښه او نښه يې له مينځه يوړله او په اباسين يې لاهو کړه.
درست پښتون له کندهاره تر اټکه سره يو د ننګ په کار پټ او اښکار پښتانه که بل څه فکر کړي ناپوهه دي بې د توری خلاصی نشته په بل کار په دی لاره کې اوس زه يواځی نه يم پښتانه دي راپسی کتار کتار بله هيڅ ليدلی نه شي په دا منځ کې يا مغل له منځه ورک يا پښتون خوار (خوشال بابا)
فايق خان يوسفزی مرستيال سکتر پښتونخوا ميپ برتانيا څانګه- فايق خان يوسفزی
بېرته شاته