(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا نن بیا د بی ګناه پښتنو په وینو سره شوه

[19.Apr.2010 - 21:46] 19.04.2010:دپښتونخوا ايالت د پيښور په قصه خوانۍ بازار کې ديو ځانمرگي بريد له امله دپوليسو دسيمه ييز مشر په گډون لږ ترلږه 23 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي. د پښتونخوا نوم د خوشحالۍ ورځ په وینو او غم کې هاغه وخت ولړلی شوه چې د پیښور په قصه خوانۍ بازار کې ځانمرگي برید وشو. چارواکي وايي لږ تر لږه ٢٣ تنان په پیښه کې شهیدان شول. په شهیدانوکې دجماعت اسلامي دپيښور يو مشر حاجي دوست محمد هم شامل دى. د پښتونخوامشر وزير بشير بلور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې د23ؤ کسانو دوژل کيدو او 27ؤ دژوبل کيدو تصديق کړى دى. داطلاعاتو صوبائي وزير ميا افتخار حسين خبريالانو ته ويلي دي چې دغه ځانمرگي بريد په قصه خوانۍ بازار کې هاغه مهال وشو کله چې دپوليسو مشر يا ډي ايس پي گلفت حسين په گاډي کې کښيناستو. دميا افتخار له مخې په دغه مهال يو تن په ځان پسې چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه. عيني شاهدان وائي دغه چاؤدنه دجماعت اسلامي له لوري دبجلۍ دلوډشيډنگ په ضد دجوړې کړل شوې احتجاجي جلسې په مهال شوې ده. په وژل شوؤ او ژوبل شوؤ کې دزياترو کسانو تعلق دجماعت اسلامي سره ښودل کیږي. په دغه ځانمرگي بريد کې دجماعت اسلامي سره تعلق لرونکي دقومي اسمبلۍ دوه پخواني غړي شبيراحمد اؤ صابر حسين اعوان هم ژوبل شوي دي. دپيښې څخه وروستو امدادي ډلې قصه خوانۍ ته رسيدلي او ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي دي. په هسپتال کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى او وئيل کيږي ديو شمير زخميانو وضعيت مرگونى دى چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده. تر دې مهاله کومې تندروه ډلې ددغې ځانمرگي بريد مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى. دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې هم نن دگل په ورځ له دې وړاندې دپيښور په جمرود روډ دپوليس پبلک سکول مخې ته دبمي چاؤدنې له امله يو ماشوم وژل شوى او لس کسان ژوبل شوي دي. ددغه چاؤدنې څخه وروستو پوليسو ادعا کوله چې په ټول پيښور کې يې امنيتي انتظامات سخت کړي دي. د پښتونخوا د تعلیم وزیرسردار حسین بابک د قصه خوانۍ پیښه غندلې او ویلې ترهگر داسې چارې د حکومت د ترهگرو خلاف د عملیاتو په ځواب کې کوي. وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وویل چې ددغه قسم بریدونو پشا خلک نه خو اسلام او نه د پښتو سره تعلق لري. د پېښور پولیسو مشرلیاقت علي خبریالانو ته وویل چې د احتجاجی جلسی وروسته ،کله چی خلک تیت پرک کېدل نو یوه ځانمرګي د پولیسو د ډی ایس پی ګلفت حسین موټر ته نژدې ځان والوځاوه .د هغه په وینا په دې حمله کې لږ ترلږه ۲۳ تنه وژل شوي او اووه ویشت نور ژوبل شوی دي خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر به تر دې واوړي ځکه چې دځینو ټپیانو حال ښه نه دی . ده وویل چې د برید کوونکي هدف د جماعت اسلامي غړي نه و، بلکې غوښتل یې چې د پولیسو مشر(ډي ایس پي) ګلفت حسین ووژني ځکه چې ځانمرګي وروسته له دې ځان والوځاوه چې ګلفت حسین خپل موټر ته وخوت . دا چاودنې په اورکزي ایجنسي کې د پاکستاني طالبانو برضد د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته کېږي او باور کېږي چې دا بریدونه د طالبانو د وژلو غچ دی .پاکستاني طالبانو د خپلو دا ډول بې رحمیو له کبله په خلکو کې له نفوذ او محبوبیته بې برخې کړی او اوس هغوی ته ډېر خلک د یوې بې رحمې ډلې په سترګه ګوري . بل خوا پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې د استخباراتي ادارې اي ایس اي دوه پخواني غړي يي نیولې دي او دوي به د پاکستان په ولکه کې د افغان طالب مشرانو د خوشي کیدو په بدل کې پریږدي د پاکستاني مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د پوځ پخوانی کرنیل امیر سلطان چې په کرنل امام مشهور دی او د هوايي پوځ پخوانی افسر خالد خواجه تیره میاشت په قبائیلي سیمه کې بې درکه شوې وو چرته چې دوي دیو خبریال سره د دستاویزي پروگرام جوړولو په لړ کې د مرستې لپاره تللې وو رپورټونه وايي طالبانوغوښتنه کړې چې دواړه نیول شوې تنان به ووژلی شې که افغان طالب مشران ملا کبیر او ملا دادالله منصور، چې د پاکستان په بند کې دي، خلاص نه کړی شول طالبانو د نیول شوو پخواني استخباراتي چارواکو په حقله معلومات خبریالانو ته په انټرنیټ وړاندې کړې دي چې پکښې ددوي ویډیو فلمونه هم خپاره کړې دي د پاکستان په مطبوعاتو باندې ددواړوتنانو ښودل شوي ویډیو عکسونو کې دوي د ځانونو پیژندگلو کوي او دا هم وايي چې دوي د اي ایس اي سره کار کړی دی د رپورټونو ترمخه کرنل امام او خواجه خالد ویلې دوي قبائیلي علاقې ته سفر د پاکستان پوځ پخواني سرلښکر جنرل اسلم بیگ په صلاح کړی دی اسلم بیگ وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلې کرنل امام او خالد خواجه دواړو قبائیلي علاقې ته د تگ وړاندې دهغه سره لیده کاته کړې وو. خو هغه دا خبره رد کړې چې هغه دوي ته د میډیا سره ته تگ صلاح ورکړې وه Source: Deewa Radio

کواټ کی ۳۰بی ګناه او بی وزله پښتنانه شهیدان شول

- د پښْتونخوا خبریال
بېرته شاته