(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو د ټاټوبی نوم نن په رسمی توګه پښتونخوا شو

[19.Apr.2010 - 13:09] 19/04/2010 نن د ۲۰۱۰ ع کال اپریل د میاشتی په ۱۹ مه نیټه د ګل (دوشنبی) په ورځ د پیپلز پارټئ شریک چیرمین اوپاکستان جمهور ریس ښاغلی اصف علي زرداري په ائین کې شوي بدلونونه لاس لیک کړل او اوس د صوبه سرحد نوم په رسمي توگه خیبر پښتونخوا کیښودل شو د اسلام آباد صدارتي مانړۍ کې د اتلسم ائیني بدلون لاس لیک کولو غونډی ته د وینا په وخت صدر اصف علي زرداري وویل چې دپښتنو صوبې ته د خیبر پښتونخوا نوم ورکړی کیدو د لارې د سیمې پښتنو ته بالاخر خپل شناخت ورکړی شو. په غونډه کی د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان سره د یوشمیر نورو سیاسي مشرانوگډون کړی ؤ

پښتونخوا دی ټولو پښتنو ته مبارک وی

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته