(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د خواشینۍ پیغام

[08.Apr.2006 - 17:33] يوه بل خواشینوونکي خبر مو زړونه ودردول . خبر شوو چي د هیواد یو بل افغان بچی ارواپوه، لیکوال او شاعرډاکټر کبیر ستوري د تل لپاره له دې نیمګړی دونیا وکوچید. لوی څښتن دي یې جنتونه په برخه کړي . ارواښاد ستوری د پښتون قام او ټول افغان اولس ته د خدمت کولو هیلي له ځان سره یوړې .موږ په داسي حال کي چي دد تیرو هلوځلو ته په درنه سترګه ګورو، نوموړي ته د جنتونو او د اروا د ښادۍ دوعا کوو او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړو. په درنښت افغاني کلتوري ټولنه / هالنډ -
بېرته شاته