(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سانکت پیټرس بورګ کې دارواښاد کبير ستوري یاد غونډه جوړه شوه

[15.Apr.2010 - 18:22]

ګذارش جوړوونکي : عبدالمحمد محبوب

غونډه څو مياشتې مخکې د روسیی فیدراسیون په سانکت پیټرس بورګ ښار کې دميشتو افغانانودټولنيز سازمان (افغانانو شورا) له خوا پلان شوې وه ، چې د ۲۰۱۰ زېږ ديز کال داپریل دمياشتې په ۱۳ نيټه د سانکت پیټرس بورګ ښار دګرېبا يېدوف په نوم کتابتون کې پرا نستله شوه چې دماښام له شپږ بجو څخه تر لسو پجو پورې ئی دوام وکړ.
عبدالمحمد محبوب
په غونډه کې په سانکت پیټرس بورګ کې دافغاني سياسی ګوندونو مشرانو او غړو او همدارنګه دنورو افغانی ټولنيزو سازمانونو استازو، افغانانو اونورو ميلمنو ګډون کړي و. غونډه دکلام الله دڅو مبارکوآياتونو په تلاوت سره پيل شوه . لومړی دستر کبير ستوري روح ته ددعا لاسونه پورته شول . دغونډې کار دحقوقي علومو ډوکتور ښاغلی نايب صافي له خواپر مخ بيول کېده .
ډوکتور نایب صافی هغه په اول کې دډوکتور کبير ستوري دعلمی او سياسي شخصيت په هکله لنډې خبرې وکړې او بيا په تر تیب سره لاندې ورونو خپلې جوړې کړې لیکنې ګډونکوونکو ته واورول . په سانکت پیټرس بورګ کې دافغانانو شورا مرستيال ښاغلي محمد اخان صافي دډوکتور کبير ستوري لنډه پېژندنه حاضرينو ته ولوستله .
ښاغلي محمداخان صافي ښاغلي محمد اخان صافي دډوکتور کبیر ستوري ،کورنۍ ، تحصيل ، سیاسي او ټولنيزو هڅو ته اشاره وکړه او دهغه دزېږېدوټولنیز او سياسی چاپیريال په هکله معلومات وړاندې کړل . ښاغلي محمد اخان صافي وويل : ارواښاد داکټر کبير ستوری دلعل محمد خان ځوی او دميرزا محمد جان لمسی په ۱۳۲۱ هـ .ش کال (۱۹۴۲ م) دافغانستان دکنړ ولايت دخاص کنړ ولسوالی دتنر په نامه کلي کې زېږېدلی دی . دا كورنۍ په هډ پښتانه او په ټبر ميردادخېل دي، چې په وروستي پشتونو كې د يوسفزيو له پرګنې سره تړل كېږي . ستورى د شپږو خوېندو او دوو وروڼو نازولى ورور و. ستوري په خپل شخصي ژوند كې د ډېر ساده مزاج خاوند و، له انسانيت سره مينه د هغه شعار و، په علم او پوهه يي كلك باور درلود، نو ځكه يې د پښتنو ترقي او پرمختګ يوازې د علم او پوهې په حاصلولو كې ليده.، لومړني زده کړې يې دخاص کنړپه ابتدائیه مکتب کې ، متوسطې زده کړې يې دکابل ښار درحما ن بابا په ليسه کې او عالي زده کړې يې دالمان په جمهوريت کې د سياسي علومو، فلسفې او ساپوهنې په څانګه کې پای ته رسولي دي . دغه راز په غونډه کې دخدای بخښلی ستوري صیب لنډه پېژندنه چې دخارجی میلمنو لپاره دډوکتور نايب صافي له خوا په روسي ژبه ژباړل شوې وه هم توزیع شوه . په روسي ژبه دډوکتور کبير ستوري لنډه پې ژندنه : دډوکتور نايب صافی ژباړنه
دغونډې دکار په ادامه وروسته دهغه چې دستوري صيب يو شعر ولوستل شو دخبرو نوبت په سانکت پیټرس بورګ کې دافغانانو تر منځ مشهور ژورنالست ، ليکوال او شاعر او په سانکت پیټرس بورګ کې د(بهير) ادبي او کلتوري خپرونې مسئول چلوونکي ښاغلي سيداله تڼي ته ورسېد.
ښاغلی سيداله تڼی تڼي صيب دکبير ستوري په شعر او شاعرۍ باندې خبرې وکړې ، لومړی يې دشعرپه مانا او مفهوم وغږېده ورسته يې شعر د خوشال بابا، شيدا،افضل خان ، لوی استاد حبيبي ، استاد بېنوا ،الفت ،خادم او دنورو شاعرانو او اديبانو له نظره تشريح کړ . دشعر په هکله يې خپل نظر دغونډې ګډونکوونکو ته وړاندې کړ او ويې ويل : دډاکتر کبیر ستوري شعرونه ريالستيکي شعرونه دی او انتقادی رياليسم پورې اړه لري ، شعرونه يې دغزل په قالب کې لیکل شوي دي ، او ساده والی دهغو لوی خصوصيت دی . دستوري صيب شعرونه سوچه پښتو دي او دپرديو ژبولغاتونه يې نه دي استعمال کړی . دستوري صيب دشعر جوړوونکو توکو څخه دپيغام رسولو برخه ډېره درنه ده . په بعضو شعرونو کې يې سکتګي ليدل کېږي، ولې دموسقی په تال کې برابر راځي . تڼـي صیب د(پښتو ژبه ) په نامه دستوری صيب شعر ولوست او بيايې خپل جوړ کړی شعر حاضرينو ته وړاندې کړ، چې عنوان يې دی :

کبير ستوري ته

چې پــښــتانه ســـره يو مـوټي شي لر،بر ځــلــېږه کابل ته مـينه ور کـــــوه بـيـا پـــر خــيـــبر ځــلــېږه دپـښــتنو دعــظــمـت نــښــه ده په يـاد يې ســاته لکه په واورو ،چې پوښلی وي سپين غـرځلېږه مجروح، خادم، الفت ،رښتين له ياده مه وباسه پـاس پر رشــاد،کـــوز پــــرغــني داشـنغر ځلېږه پرحــبـيبـي مـــې سلام وايه، بـېنوا هـیر نه کړې حـــمـزه ته اســـتـوم درودونه پــرې دبــر ځـلــېـږه هــرې بـانډې هـرې څـپرې ته خپل سر ښکاره کړه دلــــوړو غـــرو پــرڅــوکــو ځـه پـر هـر کمر ځلېږه قـــام به دې هلــه شي سـيـنګاردثــقافت پرپېژند دفــــن په غــېــږ کـــې پـه ادب پـه هـــــنـر ځـلـېــږه ســتـوريه! ځلېږه په ځلا کې دې ژوندون وينمه دپښـــتـني ادب پر هـسـک لکـــه دلـــمـر ځلـېږه

دستوري صيب په ياد ادبي غونډه کې تر ټولوکشر ګډونکوونکی اباسين نوميده چې دښونځۍ ددريم ټولګي متعلم دی.هغه په خپل وار دستوري په هکله يوشعر په يادو حاضرينو ته وړاندې کړ چې دټولو ګډونکوونکو ډېر خوښ شو
اباسین ساپی ورپسې په سانکت پیټرس بورګ کې دپتروپل په نامه ديوې علمي ټولنې مشرې پوهاندی آغلې تمارا ميخايلو نا په روسي ژبه خبرې وکړې . هغه وويل : زه خوښه يم چې دلته په دغه کلتوري ښار کې دافغانانوشوراپه پراخ ډول کلتوري کارونه مخته وړی خپل نوميالي له ياده نه باسي اود نوی کلتور سره دخپلو هېواد والو په اشنايي کې فعاله ونډه اخلي . تاسې بايد خپل کلتور او خپله ژبه تبليغ کړئ او نړۍ والو ته يې ورو پېژنئ .
پوهاند تمارا ميخايلونا دلته بايد داسې غونډه هم ونيسئ چې دروسيې اتباع له افغاني او افغانان له روسیي ادبياتوسره بلديت حاصل کړي . هر کال دفرورئ دمياشتې په ۲۱ نيټه دمورنۍ ژبې په نامه ورځ نمانځل کېږي ، تاسو سږ کال په هغه کې ګډون نه ؤ کړی . بايد ددغه ورځې لپاره تیاری ونيسئ او دې کارونو ته خپل ماشومان هم دځانه سره راولئ . آغلې تمارا مېخايلونا ددې وړانديز سره خپله موافقه څرګنده کړه چې بايد دپښتو ژبې دپيدايښت او ودې او پرمختګ په هکله يو علمي سمينارونيول شي .
ښاغلي محمد قاهر دردمند ورسته دخبرو لړۍ ښاغلي محمد قاهر درد مند ته ورسېده. دردمندصيب دلته په سانکت پیټرس بورګ کې دافغانانو شورادمشر تابه غړی دی او دپښتني ادب اوکلتوردلارې يو تکړه شخصيت دي . ښاغلي درد مند خپله مقاله د (په ملي او نړۍ واله کچه دپښتو ژبې دودې او پراخوالي لپاره دارواښاد ډاکټر کبیر ستوری هلې ځلې)تر عنوان لاندې دغونډې ګډونکوونکو ته ولوستله . ددې مقالې په يوه برخه کې داسې لولو : دډاکتر کبیر ستوری دژوند زياته موده په جر مني کې تېره شوې .ده دخپلو خلکو او وطن څخه په لرې ملک کې ديوتعداد افغانانو غوندې نه يوازې خپله ژبه او کلچر هېر نه کړبلکې، دخپلې ژبې او کولتور دودې په لاره کې ځلانده ستوری شو .له هغه نه دافغانانو په درد يو دردمند شاعر ، لیکونکی او سیاست پوه جوړ شو . هغه دافغانی ټولنې دخلکو اړتياوې پوره پېژندلي وی. دده اثار لکه : خوږې نغمې، هوښیار تيا کلتوري بې پلوه تله ،سندريز پيغام،ژبساپوهنه، دهوښيار تيا تله ، دقلم توره،ژوندی خيالونه ، دوېرې تله ،سکر وټه ، او داسې نور دافغاني ټولنې لپاره هغه فرهنګي شتمني ده چې دقيمت حساب يې څوک نه شي کولای . ډاکټر کبير ستوری دالمان دکلن په ښار کې افغانی کوچنيانو او تنکيو ځوانوانو ته دپښتو ژبې کورسونه جوړول ، او دپښتو ژبې دزده کړې تر څنګ يې داسلام مقدس دين اساسات هم زده کوونکو ته ور زده کول . دهغه افغاني او اسلامی هلې ځلې هيڅکله افغانان نه شي هيرولي . بايد يادونه وشي چې دسانکت پیټرس بورګ په ښار کې داوسېدونکو افغاني کورنيو کوچنيانو او تنکيو ځوانانو لپاره ددغسې کورسونو جوړول چې په هغه کې افغاني ژبی او اسلامی اساسات تدريس شی خاص ضرورت دی . تر څو وکولی شو راتلونکی ځوان نسل ته دبېګانه توب څخه نجات ور کړو . ارواښاد داکټر کبير ستوری په ۱۹۷۳ م کال کې دالمان غږ راډیو په پښتو څانګه کې مقرر شو او ددې څانګې ټولې دندې يې په غاړه واخستلې . دخپلو وظيفوي امکاناتو په چوکاټ کې په ملي او نړۍ واله کچه دخپلې ژبې او کلچر دتبليغ اوخپرولو په لاره کې دموثر خدمت مصدر وګرزيد . هغه دنړۍ په سطحه په ډېرو فرهنګی غونډوکې چې دپښتو ژبې دودې لپاره داير شوي ګډون کړی دی . يو ليکوال وايي : ژبه دکولتور دانتقال لپاره دارابې حيثيت لري . څوک چې له خپلې ژبې ناخبر وی ، ليک لوست اوخبرې پرې نه کوی ددغه قوم له کلتوره به نوره نړۍ څنګه خبره شی ؟ او په هغوي به څه اثر وکړي ؟ برعکس ددوی پر کلتور باندې به بېګانه کلتور مسلط شي . په دې اړوند اروا ښاد کبیر ستوري په خپلو شعرونو کې دې مسئلې ته څومره ښه اشاره کړې ده :

چې له ژبـې او کلـــتور خــپل نه جــدا شي په ذهني کړکيچ اخــته به خـــامــاخــا شي لـــه دې غــټـه بـدبـــخــتــي په دنــيا نشته چې قاتل څوک دخپل ځان او داشنا شي

او يا :

چې څــښــتن دخپلــې ژبــې، کلــتـور نه وی که پاچا دټول جهان شـی خـوښ مــې نه دی چـې دبــل لـــه وېــرې خپلــه ژبــه پــــرېــږدی که افسر او يا سلطان شي خوښ مې نه دی

داچې ډاکتر کبير ستوری په نسب پښتون، پښتونولي او پښتني کرکټر ته وفادار شاعر دي ، دزمانې مشکلاتو دحل لپاره پر پښتني کړنلارې باوري دی . لکه چې وايي :

رنګ ته رنګ دمينې ور کــړه تازه کـړه ديـارانې رنګ وخت روان دی نــه ودرېــږی نوی کــړه دقـافــلې رنګ پښتو مخکې کړه جانانه چـې کـړنلار دې پښتنه شي خـپل قامي تشـخـيص غــواړه بدلــوه دزمـانـې رنګ دپښتو په لار روان شه دجــرګــو دود را ژونــدی کـړه په جـر ګــو تل بدل کــړی موږ دهــر راز کشالې رنګ

داچې دشاعر مورنۍ ژبه پښتو ده نو په خپلو شعرونو کې دخپلې ژبې داسې صفت کوي :

چې هــــم تــهـــذ یـب دی هم خـــوږه د ګــــړیــــد و ژبـــه ده مـلــګــــرو غـــوږ شی دا زمـونـږ خـــپله پــــښــتو ژبـــه ده د فـــــن ښـــکــلا ده د هــــنــر پـــه ګـــلـــد رو کـــی اوســي د روح غــــــــذا ده د ســـــــنــد رو او نــــــغـــــمــو ژبــــــه ده خــټـه ئـی خــدای د پـــت، ښـــیګـڼې او وفــــا جـوړه کـړه د پـښـتـونـخـوا د د نـګـــو غــرونـــــو ســــردرو ژبــــــه ده ښــه ئی کـړه یا ده چـې بیا سوچ هـم پـه پــښـتو کی کوی د ژونـــد ګـلــــــبـڼ کــــی د ژونـــد ون د تـــرانــــو ژبـــــه ده مــنـګـی ربـاب سره چې مل شی نـــو حـــجــری تـــود وي پـه خــا ص کــونـړ کــی دا د ســــتــوری د مــسرو ژبــه ده

دارواښاد ډاکټر کبير ستوري داحساساتو څرګندونه دده په اشعارو کې ډېر ښه انعکاس کوی لکه چې وايي :

يو ورځې چا ويلې چې اسمان ته مې کتلې يوه غټه وريځه راغله دوه وړې يې ښکلولې وړې شوې غټې کې غيبې بيا می سترګو نه ليدلې ښکاري داوې کوچنۍ وريځې چې دمور غېږې ته تللې ديو کور ديو ټبر وې ديو بل نه ځارېدلې چې همجنس وی جمع کېږي عقل کله بېلولې په وېشلي پښتون قام يې ستوري اوښکې تويولې

ښاغلي دردمند دخپلو خبرو په پای کې خپل يو ټوټه شعر ولوست :

خــــدايــه ډېرکـــړې پښــتانه په دې جهــان باســواده ، شاعــران او هــــــم لیکــــوالان چې دســتوري لار تعقيب کړی په ښه شان شي خــوشاله مـړه ، ژوندي ټول افــغانان

ډوکتور اختر ګل ځاځی ورسته په سانکت پتربوګ کې يوبل تکړه او دپښنتي ادب او کولتور په چوپړکې تل ولاړ ورور دحقوقي علمو ډاکتر اختر ګل ځاځي خبري وکړي . خپل يو شعر يې دموضوع په اړونددوستانو ته واوروه . او په آخر کې يې دښاغلي علي ګل پيوند يو شعر(پښتانه به څنګه ويښ شي) ولوست .
ډوکتور نایب صافي دغونډې په وروستۍ برخه کې ډوکتور نايب صافي داروا ښاد ستوري صيب دسياسي مبارزې په هکله خبرې وکړې او زياته يې کړه چې : دستوري سياسي مبارزه د طبقاتي مبارزې په اصولو نه څرخي . دهغه مبارزه دباچا خان ، ښاغلی اجمل خټک په عقيدتي بنسټونو ولاړه وه. هغه دخپل قام متحد کول خپل مرام ګرزولی ؤ.ستوري سر په سترګو ليدل چې دپښنتو دضعيفه کولو او ټکولو لپاره يو لوی جنبش په کار آچول شوی ، څوک يې دطالب ، او يا په نورو نومونو غواړي دپښتنو مقاومت له منځه يوسي . په هېواد کې نن هم دناټو قواو له خواډېزيات دپښتنو مشران له منځه وړل شوی دی او اوس هم دالړۍ ادامه لري . قام بايد له درانه خوبه را ويښ شي او په نړۍ کې دخپلو حقه حقوقو دلاسته راوړلو لپاره مبارزه وکړي . ستوري دپښتنو په غم کې له دې دنيا څخه ستر ګې پټې کړې ولې ژوند دوام لري . په دغه ورځو کې په پاکستان کې دقانوني بدلونونو په چوکاټ کې د صوبه سرحد په عوض دخيبر پښتونخوانوم اعلان شوچې دستوري دارمانونو دپلې کېدو په لور يو قدم ګڼل کېږي .
ښاغلی ډګروال کامران ، ښاغلی ایمل ،ښاغلي نجم الدين شيرزاد او ډوکتور اختر ګل ځا ځی دغه راز غونډې ته له نورو هېوادونو څخه ټولنیزو اوسیاسي سازمانونو او همدارنګه انفرادي توګه يو شمیر دوستانوپيغامونه استولي و، چې يوشمير يې دښاغلی عبدالمحمد محبوب له خوادغونډې ګډونکوونکو ته ولوستل شول چې په لاندې ډول ور ته اشاره کوو . مشر ورورښاغلي علي خان محسود دپښتنو ټولنيزولسوليزګوند سر پرست مشرپه هغه پيغام کې چې دافغانانو شورا او دغونډې ګډونکوونکو ته رالېږلی دی داسې لولو : د خوښی ځای دی چی د سانکټ پـیټـرس بورګ په ښار کې دميشتو افغانانو ټولنيز سازمان (د افغانانو شورا) د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري یاد دیوې درنې ادبي غونډې په بڼه نمانځي او دخپلو ملی اتـلانـو زیار او هڅې چې د خپل قام ، ژبې او کولتور لپاره يې کړي دي راتلونکي کول ته وړاندی کوي اویاد يـې تازه ساتي، دا ستاسې دپښتوسره دخاصې مینې ښکارندوی دی اوخدای موتل پکښي کامیابه لره. ارواښاد ستوري ، تل د پښتنو د حقوقو غوښتنه او دفاع کړې . دخپل قام د یووالي ، سوکالی او ابادی لپاره يې په سیاسي ، علمي،ټولنیز او ادبي ډګر کې د مرګ تر وخته نه ستړي کېدونکي مبارزه کړې او پدې لاره کې يې د پښتون ملت د نورو مشرانو په شان ډیرې ستونزې ګاللي او جیلونه يې تیر کړي دي. د پښتنو ټولنیز ولسو لیز ګوند، د افغانانو د ټولنيز سازمان (د افغانانو شورا) د هڅو قدردانی او ستاینه کوی، تاسو ته مبارکی وايي. پدی لار کی ستاسی د لا بریاؤ په هیله . *** د پښتونخوا د پوهنې دیرې د مبارکئ په پیغام کې داسې ويل شوي : د روسیی دسانکټ پـیټرس بـورګ په ښار کی د دی درنی غونډی برخه والو سلامونه او ښی چاری! درنو هیواد والو! له ښه مرغه پښتون ملت رابیدار شوی دی ،د خپل قام ، ژبی او کولتور د ودی او پرمختیا لپاره هر اړخیزی هلی ځلی کوی چی پدی لړ کی نن دسانکټ پـیټرس بـورګ په ښارکې دميشتو افغانانو ټولنيز سازمان (د افغانانو شورا) د هیواد د منلی لیکوال ، قامپرست سیاستوال، ژورنالست،شاعر او ادیب خدای بښخلی ډاکتر کبیر ستوری په یاد یوه درنه غونډه جوړه کړی ده . پکار ده چی دا لړئ اوسني او راتلونکی نسلونه جاری وساتی او خپل ویاړونه ونمانځی . د پښتونخوا د پوهنی دیری، ټول ملګری په سانکټ پیټرس بورګ کی دافغانانو ټولنيز سازمان (د افغانانو شورا) ته د دی پرتمینی غونډی د جوړیدو له امله زړه له تله مبارکی وائی. ښاد او اباد اوسئ. لائق زاده لایق د پښتونخوا د پوهنی دیری مشر پیښور ـ پښتونخوا *** د جر منی کولن ښار څخه د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی په پیغام کې داسې لولو :دخدای بښخلی ډاکتر ستوری د یاد غونډی ټولو درنو او قدرمنو ګډونوالو نيکی هيلی او سلامونه! تر ټولو د مخه په سانکټ پـیټرس بـورګ کې دميشتو افغانانو ټولنيز سازمان (د افغانانو شورا) مشرانو اوټولو غړو ته کورودانی وايو چې د هیواد، ژبی،قام او کولتور د پیژندل شوی خادم ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد ئی له خپل ټاټوبی ډیر لیری پرتمینه غونډه جوړه کړه . چی دا په سانکټ پـیټرس بـورګ کې دميشتو افغانانو د خپل هیواد ، کولتور، ژبی او ادب سره د بی کچی مینی ثبوت دی چی دکونړ د ځوانانو کولتور ټولنه ورته نه يوازی دا چې د قدر په سترګه ګوری ، بلکه ملاتړ او ستاینه ئی کوی د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه په روسیه کی د افغانانو شورا ټولو ملګرو ته ددی درنی غونډی په را جوړیدو د زړه له کومی مبارکی وائی. بریالي اوسئ. په درنښت د کونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی د کار ډله *** په دغه لړۍ کې دخاص کنړ ادبی او کلتوری ټولنې پيغام داسې لولو : په رو سیه کی د افغانانو شورامشرانو ،غړو ، او په خپلی ژبی ، ادب او کولتور مینو ملګرو په سلامونو مو لمانځو. په خوښئ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دسانکټ پـیټرس بـورګ په ښار کې دميشتو افغانانو ټولنيز سازمان (د افغانانو شورا) دهیواد دمنلی او ریښتینی خدمتګار ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد ادبی او علمی غونډی تابیا کړی ده. ویښ او بیدار قومونه تل خپل ویاړونه پالی اولمانځی چی همدا د بری لاره ده. زه د خاص کونړ ادبی او کولتوری ټولنی او د «ستوری مجلی» د چلوونکي ډلي په استازیتوب دسانکټ پـیټرس بـورګ په ښار کې دميشتو افغانانو ټولنيز سازمان (د افغانانو شورا)ته د زړه له کومي مبارکي وایم ،چی د خپل هیواد، ژبی او کولتور سره د بی کچی مینی په اعتراف ئی ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد درنه غونډه جوړه کړه. په درناوی روغ جوړ او خوښ اوسئ عرفان الله کوټوال د خاص کونړ ادبی او کولتوری ټولنی مشر او د «ستوری مجلی» مسئول مدیر. *** له ادېسې ښار څخه زموګران ورور اينجينر مير احمد شاه پښتون د(چنار تر سوری لاندې) دپښتو ژبې دادبي ټولنې مشردغې ادبي غونډې ته داسې ليکلي دی: د ا ديسی په ښار کی د ( چنار تر سيو ری لا ندی ) د پښتو ژ بی اد بی ټو لنه ستا سو په ادبی هڅو وياړی او دادب مينه والو او افغانانو په صفت ستا سو ددی نيک قدم ملاتړ او مننه کوی د اروا ښاد کبير ستوری روح دی تل ځليدونکی ستوری وی . *** له امريکې څخه زموږ ورور امان اله جلال آبادی چې پخوا په سانکت پتر بورګ کې اوسېده او يو پياوړی ژورنالست دی په خپل رالېږلي پيغام کې داسې ليکلي : د ارواښاد داکتر کبیر ستوري په یاد! دوستانو! په تاند ، بنیوا او نورو ویب پاڼو کې د محترم محبوب صاحب په قلم د روسیی د سانګت پیټر بورګ په ښار کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په یاد دغونډې خبرتیا ولوسته. د سانګت پیټر بورګ د ښار یاد او دا خبرتیا ماته واقعا خوښي روابخښله. لومړی محترم محبوب صاحب، افغانانو شورا او ټولو ګډونکوونکو یارانو او دوستانو ته خپل د زړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم. دوستانو، یارانو او ملګرو هیله مند یم چی په روانو چارو کی بریالی اوسی، په رښتیاه د تاسو دوستانو اوملګرو سره زما د ژوند یوه برخه نه بلیدونکی او ستاسو یاد ماته خوند را په برخه کوی. د پښتو ژبی قامپرست شاعر، لیکوال او مبارز ارواښاد داکتر کبیر ستوري څلورم تلین چی د سانګت پیټربورګ په ښار کی د افغانانو د شورا لخوا د ۲۰۱۰ میلادی کال د اپریل د میاشتې په ۱۳ نیټه د ګربیایدوف په کتابتون کې په احترام او عقیدت سره نمانځل کیږی، زه هم د لیرې څخه ددی پیغام پوسیله په غیر مستیقم ډول د تاسو سره شرکت کوم او د خپل ځان لخوا راغلیو ملیمنو، ګډونوالو یارانو او د ارواښاد کبیر ستوری مینه والو ته هرکلی او بیا هم سلامونه وایم. او د افغانانو شورا او د دوی څخه مننه کوم چی د ارواښاد ستوری د ادبی سفر او خدماتو په یاد غونډه جوړه او نمانځي، دا نمانځل په حقیقت کی د پښتو د ادب لپاره ګټور ګڼل کیدی شی. په اخر کی د وطن په بیارغونه او د بی باوریو او اختلافونود له منځه وړلو لپارد افغانستان ټول ولسونه برخه واخلي تر څو وکولای شو چې په شریکه دا وطن جوړ او خلاصون ورکړو . په ډیردرنښت د امریکی متحده ایالاتو څخه ستاسو ورور امان الله جلال ابادی ددې ګذارش جوړوونکي هم په دغه ادبي غونډه کې (دډوکټورکبير ستوري ساپوهنې ته يوه کتنه) تر سر لیک لاندی یو مقاله در لوده چې دوخت دکموالی له امله ئې ونه شوای کړای چې دغونډې ګډونکوونکو ته وړاندې کړي . په اخري برخه کې په اړوندو موضوعاتو يولړ بحثونه وشول او غونډه په دعاعيې سره پای ته ورسېده .
ښاغلي محمد اخان صافی
ښاغلی سيداله تڼی ، ډاکترنجيب اله پيرزاده اوښاغلی اينجنير برکت منګل
ښاغلی اختر ګل منګل
ښاغلي محمد قاهر درد مند
د نورو انځورونو د البوم د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ د سانکت پیټرس بورګ ښار کې دميشتو افغانانودټولنيز سازمان (افغانانو شورا)

پیښور کی دارواښاد کبیرستوری ۴مه کلیزه ونماځل شوه

افغان ادبی یون « دیر » د ارواښاد ستوري یاد ونمانځه

عبدالمحمد محبوب
[email protected]
- عبدالمحمد محبوب
بېرته شاته