(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خوست کې دسولې مشورتي جرګې څخه دملاتړغونډه وشوه

[13.Apr.2010 - 20:56] دسه شنبې په ورځ ،چې دوري دمياشتې له ۲۴ مې نيټې سره برابره وه ،دخوست ولايت په سلګونوقومي مشرانو،جيدوديني علماءکرامو،دپوهنتون استادانو،دمدني ټولنې فعالينو،حکومتي چارواکيواودبېلابېلواداروريسانو،يوشمېر خويندو ،ښوونکواوخوستوالوديوې پراخې اوپرتمينې غونډې په ترڅ کې دهېواد په کچه دسولې لپاره دوروستيوهڅو اوهمداشان دثور د مياشتې دسولې دملي مشورتي جرګې له جوړيدو څخه خپل پراخ ملاتړ اعلان کړ. نوموړې لويه راټوليدنه ،چې دخوست ټولنيزمرکز (ميديوتيک) په کوربه توب دميلمستون په ودانۍ کې جوړه شوې وه اودغونډې تالار دسولې دملي مشورتي جرګې په پوسترونواوملي شعارونومزين ګرځيدلی وو،په پيل کې دتبرک په نيت مولوي اظهارالدين دپاک قران مبارک ايتونه تلاوت کړل او ورپسې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ملي سرود وغږول شو،چې حاضرين يې په درناوي په پښو ودريدل. دغونډې په پيل کې دخوست ټولنيزمرکز (ميديوتيک) مشر نجيب الله الوخېل دغونډې پيليزې خبرې وکړې، اودحاضرينوله ورتګ اوتشريف اورۍ څخه يې دزړه له کومې مننه او قدرداني وکړه . ښاغلي الوخېل وويل:اوسنۍ لويه اجماع ددې حقيقت څرګندوی ده ،چې ددې سيمې شريف اومتدين وولسونه دسولې په پلوی له هرراز کوښښونوسره همغږي دي اودثور مياشتې دسولې دملي مشورتي جرګې دجوړيدو څخه بشپړ ملاتړکوي ، اوپه اوسنيو شرايطو کې دافغانستان اسلامي جمهوريت له خوا دسرتاسري سولې دتامين دلارو چارو دموندلو لپاره دا اقدام پرځای اوديولوی سياسي اوتاريخي مسووليت ترسره کول يې بولي.) نجيب الله الوخېل دنوموړي جرګې له ګډونوالووغوښتل ،چې پدې برخليک ټاکونکې موقع کې ددې لوی ملي مسووليت په اداکولوسره دې خپله وظيفه په پوره ايماندارۍ ،صداقت اوافغانيت سرته ورسوي. وروسته په وارسره دموضوع په تړاو دعلماووشورا ريس مولوي محمدايوب هاشمي ،دقومونوپيوستون شورا ريس الحاج غازي نواز تڼي،دولايتي شورا استازي داودشاه مکين زوی ،متنفذشخصيت الحاج داودخان شهيدزوی ،دمجاهدينودملي يووالي اسلامي شورا ريس عبدالولي عادل،دښځوچاروريسې روګل ځدراڼ ،اقتصادپوه نواب اميرزي ،قومي مشر حاجي مرک ځدراڼ،نوماند ژورناليست محمدغفورمهيدي،استادمحمدجان وقار،پوهندوی دکتورګل سالم شرافت ،قومي مشر حاجي لال مير ځدراڼ ،زهرا جلال اوحاجي زاهد خبرې وکړې، اوپه يوغږيې دسولې لپاره دوروستيو هڅو همداشان دملي مشورتي جرګې درابللوڅخه يې ملاتړ په ډاګه کړ. وينا والو دجرګې لپاره داستازيو ټاکل ډيرمهم وبلل اوټينګار يې وکړ، هغه څوک بايد په جرګه کې برخه واخلي ،چې په رښتينې توګه دخپلووولسونواستازيتوب کولای شي اوددې جرئت لري،چې دجرګې دپريکړو په تړاو دجګړې له ښکيلوخواووسره خبرې وکړي. دغونډې په وروستۍ برخه کې خوست والي عبدالجبار نعيمي وينا وکړه اوويې ويل ،چې خوشاله يوپه داسې غونډه کې سره راټول شوي يو،چې دټولوويناوالو په خبروکې دسولې ،ترقۍ اوورورۍ ګډ پيغام پروت دی. که چيرې موږغواړو سوله راولونو راځئ دخپل کور،کلي ،جومات مدرسې اوښوونځي څخه يې راپيل کړو اوبلاخره دې حقې غوښتنې ته ملت شموله بڼه ورکړو . عبدالجبار نعيمي وويل،چې جګړې او ناخوالې موکمزوري کوي،له فقر اوغربت سره مومخ کوي، بدنامۍ رااړوي اويوداسې برخليک سره مو مخامخ کوي چې بيا هم په افغانانو نړيوال باور ونه کړي. خوست والي هيله څرګنده کړه ،چې دملي مشورتي جرګې غړي به دخپلو جوړونکو نظرياتوپه وړاندې کولوسره جرګه کې برخه واخلي اوداسې فيصلې به ولري ترڅو موږدهغه عملي تحقق لپاره هلې ځلې وکړي. دغونډې کار دسرتاسري سولې اوامنيت دټينګښت په هيله ددعايې په ويلو پای ته ورسيده . دغونډې ګډونوالوپه هغه غرمنۍ کې هم برخه واخيسته ،چې دميديوتيک ټولنيز مرکز له خوا يې تابيا شوې وه . - فاروق جان منګل
بېرته شاته