(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دروسیي د سانکت پترس بورګ په ښار کې دارواښاد ستوري تلين نمانځل کيږي

[08.Apr.2010 - 12:59] د2010 زېږ ديز کال داپریل دمياشتې په 13 مه نيټه دروسيې فدراسيون دسانکت پترس بورګ په ښار کې دميشتو افغانانو ټولنيز سازمان (دافغانانو شورا) له خوا دهیواد پياوړي عالم ، سياسی او ټولنيز شخصيت خدای بخښلي ډوکتور کبير ستوري په ياد يوه درنه ادبي غونډه نيول کېږي. په سانکت پتر س بورګ کې دډوکتور کبير ستوري ټولومينه والو ته خبر ور کول کیږی چې په نوموړي غونډه کې ګډون وکړی . په دغه ادبي غونډه کې دخدای بخښلي ستوري په ژوند ، مبارزه ، شاعري او علمی ـ ادبي تخليقاتو باندې بحث او مقالې لوستل کېږي . دغونډې اساسي موخه دستر کبير ستوری له اند او فکر سره دافغانانو پیژندګلوي ده . که دنورو هیوادونو څخه زموږ ګران هېواد وال غواړي دغه ادبي غونډې ته خپل پيغامونه واستوي کولای شي په لاندې پتو خپل ليکونه را واستوي ، دغه پيغامونه به دغونډې جوړوونکو له خوا ګډونکوونکو ته ابلاغ شي .
په درناوی . په سانکت پتر س بورګ کې دافغانانودشوراله خوا

بريښنايي پته : [email protected] [email protected] [email protected] په سانکت پتر س بورګ کې دغونډې دجوړېدو ځای : ګروخاوایا 41 دګريبایېدوف کتابتون . ул. Гороховая,Д.41 библеотека имени Гребаедова وخت او نيټه : داپرل دمياشتې 13 دمسکو په وخت دماښام 18:00 بجې .

- عبدالمحمد محبوب
بېرته شاته