(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسپین غر پښتو ادبي ټولنې له لوري ټولو پښتنو ته دمبارکۍ پیغام

[05.Apr.2010 - 21:09] نن په سهیلی پښتونخوا مسلم باغ کښې دسپین غر ادبي ټولنې له لوري څخه یوه غونډه جوړه شوله دغونډې مشري دسپین غر پښتو ادبي ټولنې صدر ښآغلي سید باچا شینواري کوله ٫ په دې غونډه کښې دسپین غر پښتو ادبي ټولنې شاوخوا ۲۰ شلو ملګرو ګډون درلودلومړئ دغه غونډه دتلاوت کلام الله په سپېڅلو آیتونو سره پیل شوه په غوڼده کښې دخیبر پښتونخوا پرنامه بحث وشو او وروسته سپین غر پښتوادبي ټولنې ټولو پښتنوته دمبارکۍ پیغام داسي وړاندې کړو دسپین غر پښتو ادبي ټولنې له لوري
دمبارکۍ پیغام
دخیبر پښتونخوا په نامه سره چي له دې وروسته به دصوبې نوم وي ټولو پښتنو ته دسپین غر پښتو ادبي ټولنې له لوري څخه مبارکي وایو٫په داسي حال کښې چي پښتنوته له ډیروخت وروسته خپل حق تر یو اندازې پورې ورکول کیږي که څه هم خیبر پښتونخوا په نامه سره ځیني پښتانه خوشحاله نه دي شاید هغوي پوهه ونلري٫ مشهوره بیت دئ چي دخیبر دره خو لار دتلو راتلو ده په کابل او پېښور کې افغان یودئ موږ دښاغلي اسفندیار ولی ٫ له هڅو او کوششونو څخه منندوی یو چي ده دخیبرپښتونخوا نوم دترلاسه کولو دپاره نه ستړې کېدونکې هلي ځلې وکړې او بالاخره یې پنجاب حکومت وچ کلک دې ته مجبوره کړو چي لدې وروسته به دسرحد نوم په خیبر پښتونخوا اوړي خدای دې وکړي چي موږ پښتانه یودبله یو شو دپښتنو داتفاق او ورورولۍ په هیله سپین غر پښتو ادبي ټولنه سهیلی پښتونخوا مسلم باغ- محمدعلی عمری
بېرته شاته