(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لندن : په برتانيه کې د اوسېدونکو افغانانو د ټولنې لخوا د غمرازۍ او تسليت پيغام

[08.Apr.2006 - 17:30] په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په پښتو مين، ستر ليکوال، پياوړې شاعر او تجربه کار سياستوال ارواښاد ډاکټر کبير ستوري له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. انا لله و انا اليه راجعون د پښتو ژبې د ادب او د خپل اولس د يووالي لپاره د ډاکټر کبير ستوري ، نه ستړي کيدونکې هڅي او خدمتونه د افغان ولس لپاره نه هېرېدونکي دي. د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري مړينه د افغان ولس لپاره يوه ستره ضايعه ده. په برتانيه کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه خپل ځان د ټولو افغانانو سره په دې غم کې شريک ګڼي. مونږ خپله خواشيني او غمرازي ټولو افغانانو ته او به ځانګړي توګه د خدای بخښلې پاتې کسانو ته وړاندې کوو. کورنۍ ته يي جميل صبر او زغم غواړو او ارواښاد ته له لوی او بخښونکي څښتن څخه د فردوس جنت هيله کوو. روح دې يي ښاد وي سيد جان کارواني د ټولنې مشر احمد حسين عنايت د ټولنې د فرهنګي چارو مسؤل -
بېرته شاته