(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبی یون « دیر » د ارواښاد ستوري یاد ونمانځه

[01.Apr.2010 - 13:16] د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ په ۲۸ نېټه د اتوار (یکشنبی ) په ورځ د افغان ادبی یون « دیر » تر سیورې لاندې د پښتونخوا د دیر په تورکیمپ کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري کولتوری او ادبی خدمتونو په یاد کې درنه غونډه او مشاعره جوړه شوه . ددې مشاعري د نظامت او سټیج چاري ښاغلې عنایت حسرت او ښاغلې سعادت مشواڼې تر سره کولي . په مشاعره کې د پښتنو لیکوالانو او شاعرانو سر بیره په دیر کی د ساپیو ، مشاواڼیو ، سالارزیو او ماموندوقامی مشرانو اوسپین روبو هم په ګڼ شمیر کی ګډون کړی ؤ مشاعره دسهار په نهوبجو د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د سټیج سیکرټری له خوا ښاغلی وزیر محمد وزیری ، ښاغلی حاجی عزیز الحق او ملک قریب الرحمن ځانګړوکورسو ته راوبلل شول. ورپسی د افغان ادبی یون « دیر » مشرښاغلی سعادت مشواڼې راغلیو میلمنو ته هر کلی وویلو اوله دوی ئې مننه وکړه . ښاغلی سعادت مشواڼی خپله څیړنیزه مقاله د « ستوری څوک ؤ » تر سرلیک لاندې د غونډې ګډونوالو ته واوروله. ورپسی ددی غونډې اصلې برخه چې مشاعره وه، پیل شوه چی د هیواد تکړه نامتو او ځوانو شاعرانو پکی خپل شعرونه واورول او ارواښاد ستوری ته ئی د عقیدت پیرزوینی وړاندی کړی چی د ګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کیدل. دمشاعری لومړئ برخه د ماسپښین په یوه بجه پای ته ورسیده، ورپسی دمه وشوه اوله دمی وروسته د غونډې دویمه برخه چې د ټلیفون پر لیکه مشاعری او او د ارواښاد کبیر ستوری په هکله تاثراتو ته ځانګړې شوی وه پیل شوه . د تلیفون پر لیکه مشاعره کی د هیواد دننه او هم له هیواده بهر له عربی هیوادونو، امریکا او اروپا څخه ګڼ شمیر شاعرانو او لیکوالانو برخه واخسته ، خپل شعرونه او پیغامونه ئی واورول او پښتنی کولتور او ادب ته د ارواښاد ستوری خدمتونه او هلی ځلی ئی وستائیلی . هغه درانه شاعران او لیکوالان چی ددی غونډی د مشاعری په دواړه برخو کی کی ګډون کړی ؤ افغان ادبی یون «دیر» تری ډیره ډیره مننه کوی چی نومونه ئی په لاندی ډول دی: ښاغلی عصمت الله حقیار ، ښاغلی امجد سیرت ، ښاغلی قادر امین ، ښاغلی سلیم ناچار ، ښاغلی معلم مشواڼې ، ښاغلی سید الله سباوون ، ښاغلی اکبر سیال ، ښاغلی محسینې ، ښاغلی فضل ربی نسیم ، ښاغلی ډاکتر بصیر بیدار ستوری ، ښاغلی قاسم اقبال ، ښاغلی رویداد حسرت ، ښاغلی رفیع الله اتل ، ښاغلی نسیم ستوری ، ښاغلی نقیب احمد جان ، ښاغلی محمد دین منصور ، ښاغلی څاروان شینواری ، ښاغلی ډاکتر زبیر ، ښاغلی محمد حسرت ، ښاغلی سردار یوسفزی ، ښاغلی الطاف ګل ګل ، ښاغلی خیر محمد ساحر ، ښاغلی دولت خان دولت ، ښاغلی الفت ورکزی ، ښاغلی افسر خان نوید ، ښاغلی فضل خالق غمګین ، ښاغلی طاهر الطاف سرحدې ، ښاغلی محمد ګل یاسر ، ښاغلی عبدالحمید سباوون ، ښاغلی شاهد الله شاهد ، ښاغلی اسرار د طورو ، ښاغلی شبیر دورانی ، ښاغلی محمد امین یوسفزی ، ښاغلی نظیر یوسفزی ، ښاغلی شیر زمان سیماب ، ښاغلی بصیر ایسر مشواڼی ښاغلی ، عنایت حسرت ، ښاغلی عبدالرزاق، ښاغلی اسد بازاره کې ، ښاغلی ډاکتر اورنګ زیب ، ښاغلی عطاالله ، ښاغلی صابر شاه فقیر ، ښاغلی فضل هادې ، ښاغلی سلیم خان مشواڼی ، ښاغلی ابرهیم حماس ، ښاغلی غنې غورځنګ ، ښاغلی حضرت حسین سیاد ، ښاغلی عیسی خان متی زی ، ښاغلی اسلام درویش ، ښاغلی نور باچا احساس ، ښاغلی خادم یوسفزی ، ښاغلی نثار ، ښاغلی مجاهد اکبر خان ، ښاغلی محسین حسن ، ښاغلی قادر مجنون، ښاغلی ریس خان سیایست وال ښاغلی ، رحیم خان رحیم، ښاغلی صادق سرګردان ، ښاغلی ضیا ولی شاه ضیا ، ښاغلی رحمت جان رحمت ، ښاغلی محمد حنیف شاهد ، ښاغلی صیاد روغانی ، او داسی نور... یادونه: ددی غونډی ویډیو به وروسته پرلیکه شی

په سانکت پیټرس بورګ کې دارواښاد کبير ستوري په یاد غونډه جوړه شوه

پیښور کی دارواښاد کبیرستوری ۴مه کلیزه ونماځل شوه

- عنایت حسرت
بېرته شاته