(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند ( PSDP ) د مشرانو جرګى غونډه جوړه شوه .

[31.Mar.2010 - 15:34]

Die Sozialdemokratische Partei der Paschtunen Pashtoons Social Democratic Party -PSDP

جرمنى : په27.03.2010 نېټه د خالی (شنبی) په ورځ د ماښام په پنځه بجو د جرمنى د هورت په ښار کې د PSDP د مشرانو جرګى غونده جوړه شوه . چې لاندی اجندا ئې پدې ډول وه . ۱ ــ د ګوند د کاري کمیسون له خوا د ګوند مشرانو جرګی ته راپور ورکول ۲ ــ د ګوند دمشر او د اړوندو(مربوطه) څانګو د مشرانو د نوی ټاکنو په څرنګوالی او بڼه پریکړه کول. ۳ـ د ګوند د مالی چارو رپورټ ۴ ــ د سيمى او د پښتنو په حالاتو د نظریو څرګندونه غونډه د Pashtoons Social Democratic Party ـ PSDPپښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د کاری کمیسون په استازیتوب دښاغلى محمد شیرین ګردیوال له خوا پرانستل شوه ورپسی د غونډى د دود سره سم د ګوند مشر سلا کار ښاغلى حاجى فضل الرحمن شير ددى غونډى د مشر او د خپرونو چارو مشر ښاغلى عزيز سرشار د منشى په توګه وټاکل شول .
د غونډى د اجندا د لومړى برخى په اړوند د ګوند د کاری کمیسون د فعالیتونو راپور چی د PSDP د کاری کمیسون غړی ښاغلی نصیر ستوری له خوا تیار شوی ؤ، وړاندی شو چی دمشرانو جرګی د غړیو له خوا ددی راپور په اړوند بحث وشو او کاری کمیسون ته لازمی مشوری ورکړل شوی.
ورپسی د غونډی د اجندا په دوییمه برخه د مشرانو جرګی غړیو په خپل خپل وار سره د خپلو نظریو څرګندونی وکړی ، د نوی ټاکنو په بڼه او څرنګوالی ئی هر اړخیزه رڼا واچوله او د پوره غور وروسته ، د شرایطو په نظر کی نیولو سره دګوند د مشرتابه د نوی ټاکنو لپاره په یو اتفاق پریکړه وشوه چی : الف : دګوندکاری کمیسون د نوی ټاکنو لپاره ذمه وارى په غاړه لرى او د ټاکنو ټوله پروسه به کاری کمیسون سمبالوی. ب : د ګوند د نوی مشرتابه دی د دوو (۲)کلونو لپاره دګوند د غړو له خوا به ټاکل شی او د ګوند ټولو غړو ته دی پدی هکله خبر ورکړل شی او ددوئ رایه دی واخستل شی. ج : ټاکنی باید د ګوند د بنسټیزی (منشور) سره سم په سیده توګه د ازادی ټاکنی په بنسټ د رایو په قطعی ډیره کی سره تر سره شی. د ـ د لاندی پوستونو لپاره دی ټاکنی تر سره شی: ۱ – د ګوند مشر ۲ ـ جنرال سیکرټری (عمومی منشی) ۳ ـ د مالی چارو مشر ۴ ـ د اطلاعاتو او کولتوری چارو مشر ۵ - د ښځو او ټولنیزو چارو مشره ۶ ـ د بهرنیو چارو مشر ۷ ـ د ځوان پښتون ډله (د ځوانانو د څانګی ) مشر د کاندیدانو د غوښتنلیکونو لپاره اخری نیټه د ۲۰۱۰ ع کال د اپریل دمیاشتی ۲۰ مه نیټه وټاکل شوه.
ورپسی د سيمى او پښتنو په روانو حالاتو د مشرانو جرګى غړو هر يو په خپل وار مالومات ورکړل، خبرى او د نظريو څرګندونه ئې وکړه او دلرو او برو پښتنو په قامى وحدت ئې زور واچاوه .غونډه د شپی په یولس نیمو بجو پای ته ورسیدله

د ګوند د کاری کمیسون کاری رپورټ

د لوی او بښونکی خدای په نامه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دمشرانو جرګی درنو غړو! د ۲۰۰۶ ع کال داپریل د میاشتی په ۴ مه نیټه ددی ګوند مشر، ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی او له مونږ څخه جدا شو. د ګوند د بنسټیزی (منشور) سره سم د ګوند د مشر لومړی مرستیال ښاغلی علیخان محسود ته د ګوند سر پرست مشر په توګه د ګوندی چارو د سمبالښت دنده ور پغاړه شوه. د ۲۰۰۷ ع کال د فبرورئ د میاشتی په دوییمه نیټه د کولن په ښار کی دګوند د مشرانو د جرګی دغونډی په لړ کی ،د ګوندى چارو د لا پرمختګ او ښه سمبالښت په خاطر د ګوند د سر پرست مشر تر څارني لاندی د رايو په اتفاق سره د کار يوه واکمنه اوه کسيزه جرګه ګې (کمیسون)چی غړی ئی ښاغلى هدايت الله خان بنګش، ښاغلى محمدشیرين ګرديوال،ښاغلى الحاج مبارز څاپى،ښاغلى لالا اقبال، ښاغلى ډاکتر شير ولى شير، ښاغلی عزیز سرشار او ښاغلی نصیر ستوری دی وټاکله اودنده ورته وسپارل شوه چی د ګوند د بنسټيزى ( منشور ) په رڼا کې به ګوندى چارى پر مخ بیائی او ددی سره سره به د ګوند د مشر او د مشرانو جرګی د نوی ټاکنو (ایلکشن) لپاره لازمی لاری چاری لټوی. پدی لړ کی : ۱ ـ د مشرانو جرګی د سپارښت سره سم د ګوندکاری کمیسون د ارواښاد ستورى د لومړني تلين د لمانځلو غونډه د ۲۰۰۷ ع کال د جون د میاشتی په اتمه نیټه جوړه کړه چی مشر میلمه ئی د پښتون قامی وحدت ستر لارښود خان لالا محمد افضل خان ؤ ،چی له پښتونخوا څخه دی غونډی لپاره راغلی ؤ . ۲ ـ دګوند د پخوانیو غړو د غړیتوب د بیا تازه کولو او د نوی غړو د پیداکولو په خاطر او د مالی چارو د ښه سمبالښت لپاره د بانک څخه د ګوند د غړیتوب د ونډی دراایستلو واکپاڼی جوړی شوی ، د ګوند غړو او هم نویو غړو ته ورکړل شوی او ځنیو ملګرو ته د پوستی له لیاری ورولیږل شوی چی په بریالیتوب دا کار هم روان دی او ګڼ شمیر غړو خپلی ذمه واری سرته رسولی او واکپاڼی ئی ډکی او لاسلیک کړی دی. چی پدی لړ کی د فرانکفورت څانګی ملګرو په پوره اخلاص او د زړه له کومی کار کړی دی. چی پوره د ستاینی وړ دی. ۳ ـ ددی تر څنګ کاری کمیسون له خوا ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر، ښاغلی هدایت الله خان بنګش ، ښاغلی محمدشیرین ګردیوال او ښاغلی نصیر ستوری وټاکل شول چی د ضرورت په وخت کی به په المان کی میشتو پښتنو/افغانانو ته ورځی او د ګوند د غړیتوب بلنه به ورکوی لدی لاری ځینو ملګرو واکپاڼی ډکی کړی او ځنی نورو له خوا پوره ډاډ راکړل شوی او د هر اړخیزه ملاتړ ژمنی ئی مونږ سره کړی دی چی دا کار هم په بریالیتوب روان دی. ۴ ـ د فرانکفورت د څانګی په وړاندیز او غوښتنه د ګوند د مشرانو جرګی د۲۰۰۸ ع کال د اپریل د میاشتی په ۴ مه نیټه د المان په فرانکفورت ښار کی غونډه وکړه، چی د نورو موضوعګانو تر څنګ د ګوندی چارو د ودی په هکله وړاندیزونه وشول او کاری کمیسون ته لازمی مشوری ورکړل شوی. ۵ ـ دکاری کمیسون د ۱۳ /فرورئ ۲۰۰۹ نیټی د پریکړی په بنسټ، د ۲۰۰۹ ع کال د مئ د میاشتی په ۲۲ مه نیټه د هورت په ښار کی د لراوبر پښتنو په روان ناروین تر سرلیک لاندی پوهنیز (علمی)سمینار په پوره بریالیتوب ترسره شو. ۶ ـ کاری کمیسون د۲۰۰۹/سپټمبر/۲۵ نیټی دپریکړی سره سم په د همدی کال یانی د ۲۰۰۹ ع کال د نوامبر د میاشتی په ۱۵ مه نیټه د پښتنو د یووالی ورځ ،د جشن په بڼه د هورت په ښار کی ونمانځله ۷ ـ د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۷ مه نیټه په انګلستان کی د ګوند یوه مرکزی څانګه جوړه شوه چی ایډوکیټ یوسف علی خان د انګلستان دمرکزی څانګې د مشر په توګه، ښاغلی اکرام الله خان د مرستیال په توګه، ښاغلی اسد خان د مالی چارو د مشر (خزانچی) په توګه ، ښاغلی وحید احمد بابو د کولتوري چارو د سیکرټری په توګه ددغه څانګی د غړو له خوا وټاکل شول، چی ددی ترڅنګ ئی حاجی صیب فقیر کاکا، ښاغلی محمد ایوب شینواری، ښاغلی سلیم خان، ښاغلی محمد ایاز خان او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګی غړی ښاغلی جلیل خان دسلاکارانو (مشورتي جرګی) په توګه وټاکل. پدغه غونډه کی د PSDP د مرکز په استازیتوب ښاغلی محمد شیرین ګردیوال هم ګډون کړی ؤ. ۸ ـ د۲۰۰۸ ع کال د جنورئ په ۳۱ مه نیټه او د ۲۰۰۸ ع کال د جولای د میاشتی په ۱۹ مه نیټه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند او د پښتنو کولتوری ټولنی دکولن په ښار کی د افغانستان په سیاسی حالاتو ګډ سمینارونه جوړ کړل. ۹ ـ د 2008ع کال د نوامبرپه 7 مه نیټه د پښتنو سوسیال ډیموکراټیک پارټئPSDP او عوامی نیشنل پارټئANP ځنی مشرانو په بن ښار کی ګده غونډه وکړه چی د PSDP له اړخه هدایت الله خان بنګش، محمد شیرین ګردیوال ، نصیر ستوری او د ANP لخوا د ای این پی ایډیشنل سیکرټری ښاغلی هاشم بابر، د بهرنیو چارو سیکرټری ډاکتر حیدر علی خان، ښوونی او روزنی سوبائی وزیر ښاغلی سردار حسین بابک او د باچا خان فاونډیشن مشر ښاغلی محمد رضا خان ګډون کړی ؤ په غونډه کی دپښتنو او سیمی په کړکیچنو حالاتو رڼا واچول شوه ،د نظريو څرګندونی وشوی،او ددواړو ګوندونو(پارټیو) په ګډ کار زور واچول شو. ۱۰ ـ د۲۰۰۸ع کال د نوامبر په یولسمه نیټه د کوزی پښتونخوا د ژورنالستانو او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند استازیو ګډه غونډه وکړه د PSDP له خوا ښاغلی هدایت الله خان بنګش ،ښاغلی نصیر ستوری او د ژورنالستانو له خوا د خیبر نیوز خبریال ښاغلی شاهین بونیری، د ډاؤن ټی وي خبریال ښاغلی سید عرفان اشرف ، د اج ټی وی خبریال ښاغلی فخر کاکا خیل ، د پکټ راډیوخبریال عدنان رشید او د پیښور پوهنتون د ژورنالیزم ډیپارټمنت مشر ډاکټر شاه جهان سید په غونډه کی ګډون کړی ؤ، چی د پښتنو په روانو حالاتو بحث او د نظریو بدلون وشو. ۱۱ ـ تیر ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر په ۲۵ مه نیټه دPSDP دفرانکفورت د څانګی ملګرو د پښتونخوا سوبی سوبائی وزیر ښاغلی واجد علی خان سره په فرانکفورت کی ګډه غونډه وکړه او د پښتنو اوسیمی په حالاتو ئی د نظریو بدلون وکړ. ۱۲ ـ دPSDP فرانکفورت د څانګی په نوښت د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له اړخه دعوامی نیشنل ګوندANP د مرکزی مشر، قامی مبارز ،انقلابی شاعر ، وتلی او منلی ادیب ، ارواښاد اجمل خټک بابا په یاد په ۱۴/۲/۲۰۱۰ نیټه د اتوار (یکشنبی) په ورځ د جرمنی دفرانکفورت په ښار کې غونډه جوړه شوه چی د عوامی نیشنل پارټئ د مشرانو د جرګی غړی او د پښتونخوا د سوبائی حکومت ترجمان(ویاند) او د اطلاعاتو او عامه اړیکو وزیر ښاغلی میا افتخار حسین ئی مشر میلمه ؤ چی په بریالیتوب سره دغه غونډه تر سره شوه. ۱۳ ـ د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټیPSDP او المان سوسیال ډیموکراټیک پارټئ SPDد ملګرتیا کړئ (فروینډ کرایس) چی څو کاله وړاندی جوړه شوی وه دبیرته فعالیدو لپاره هڅی روانی دی او د فروینډ کرایس د مشر ښاغلی ګونټر ایکیلی سره ښاغلی محمد شیرین ګردیوال اړیکی ټینګی کړی دی. ۱۴ ـ د ۲۰۱۰ ع کال د جنورئ د میاشتی په ۲۲ مه نیټه د المان سوسیال ډیموکراټیک پارټئSPD په برلین ښار کی د افغانستان د حالاتو په هکله یو سمینار جوړ کړی ؤ چی چی د المان سیاسی، ټولنیزو،او مرستندویه ارګانونو پکی ګډون کړی ؤ پدغه غونډه کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP په استازیتوب ښاغلی ډاکتر ګل رحیم ساپی او ښاغلی ډاکتر جان عالم ګډون کړی ؤ. ۱۵ ـ د پښتنو دستر مشر او د عدم تشدد غورځنګ بنسټ ایښودونکی باچا خان بابا په ژوند جوړ شوی فلم د راوړلو او دلته د ښودلو هڅه د ښاغلی هدایت الله خان بنګش له خوا وشوه خو له بده مرغه د اقتصادی ستونزو له امله دا کار تر سره نه شو. ۱۶ ـ دپښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د فرانکفورت څانګی د ۲۰۱۰ کال د مارچ د میاشتی په ۲۱ نیټه، ددی څانګی د مشر تابه نوی ایلکشن (ټاکنی/ انتخابات) تر سره کړ، چی ښاغلی محمد اقبال لالا د صـــدر (مشر) په توګه ،ښاغلی سید علیشاه دجنرال سیکرټری (عمومی منشی) په توګه،ښاغلی سنګین وردګ د خـزانـچـی (مالی چارو) د مشرپه توګه،ښاغلی مسافر ناصر د اطلاعاتو او کولتوری چارو د مشر په توګه وټاکل .دغه راز ښاغلی عبدالطیف اپریدی ته دفرانکفورت د څانګی د صدر(مشر) د ملاتړ (مرستیال) عهده وسپارلی شوه. ۱۷ ـ د۲۰۱۰ ع کال د مارچ د میاشتی په ۲۰ مه نیټه دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو د جرګی غړو هر یو ښاغلیو حاجی فضل الرحمن شیر، محمد شیرین ګردیوال،الحاج مبارز څاپی، عزیز سرشار،الحاج انجنیر حبیب الرسول، الحاج ډوکتور ډګروال حضرت رسول، نصیر ستوری او په انګلستان کی د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګی په استازی توب ددغه جرګی بنسټ ایښودونکو هر یو ښاغلی غلام محمد زرمل وال او ښاغلی ډاکتر عبدالغفور رحیم د المان د هورت په ښار کی ګډه غونډه جوړه کړه. ښاغلی زرمل وال او ښاغلی ډاکتر رحیم د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګی په کړنلاره او موخو رڼا واچوله دغه شان د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند او د احمدشاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګه پدی سلا شول چی په راتلونکی کی له یو بل سره خپلی اړیکی وساتی او د خپلو کړنلارو سره سم په هغه ټکو چی سره ګډ دی د ګډکار لپاره لاره هواره کړی. په درناوی نصیر ستوری ___________________________________________________________ د کاری کمیسون غړی : محمد شیرین ګردیوال،هدایت الله خان بنګش ،مبارز څاپی ،محمداقبال لالا،عزیز سرشار،ډاکتر شیرولی شیر، نصیرستوری- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته