(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دصوبې دنوم دبدلون پرته به ائين کې بدلون نۀ منو

[28.Mar.2010 - 22:03] ډیوه: دپښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وايي دصوبې دنوم اؤ ائيني اصلاحاتو معامله به د شورو )چارشنبی) د ورځې پورې هواره شي.داتوار (یکشنبی)په ورځ د نوښارپه ډاک اسماعيل خيل کلې کې يوې دستورې اؤ وروستو خبريالانو سره دخبرو په مهال ښاغلي ميا افتخار وويل کۀ دصوبه سرحد دنوم بدلولو څخه پرته په اساسي قانون کې بدلون راوستل کـيږي نوهغوي به ددغه بدلون ملاتړنۀ کوي. نوموړي وويل دمسلم ليگ (نواز) مشرميانوازشريف ته دملي يووالي برقراره ساتلو دپاره دعوامي نيشنل پارټۍ د دريځ ملاتړپکار دى. داطلاعاتو صوبايي وزير وويل د هغوئ لۀ لوري د صوبې دپاره پښتونخوا،اباسين افغانيه اؤ خيبرنومونه وړانديزکړل شوي دي اؤ کۀ ددغو نومونوڅخه پرته په صوبه بل نوم ايښودل کيږي نوهغوي ته به دمنلو وړ نۀ وي. داطلاعاتو د وزير ددغو څرگندونوڅخه يوه ورځ دمخه دپاکستان مسلم ليگ نواز ګروپ د پښتونخوا د سوبی مشرپيرصابرشاه ويلي وؤ دهغوئ دگوند مشران دافغانيه په نوم رضادی اؤ اوس پريکړه داى اين پي په لاس کې ده. دعوامي نيشنل پارټۍ يو بل مشرسناتور حاجي عديل هم داتوارپه ورځ يو شخصي تلويزيوني چينل سره په خبرو کې وويل چې د٣١م مارچ پورې به دصوبې دنوم ستونزه هواره شي. دهغه ويناوه مسلم ليگ نواز ترې په دغه هکله وخت غوښتى دى خو دمسلم ليگ نواز وياند صديق الفاروق وايي دهغه گوند دصوبې دنوم بدلون دپاره هيڅ وخت نۀ دى غوښتى بلخواد سپینې مانړۍ چارواکي وايي د امریکې صدر باراک اوبامه افغانستان ته په غیراعلان کړی شوې سفر رسیدلی دی. باراک اوبامه په ناڅاپې سفرد باگرام عسکري مرکز ته ورسیدو او ددې ورسته په هیلې کاپټرکې د افغان مشر حامد کرزۍ سره د خبرو د پاره کابل کې صدارتي مانړۍ ته ورسولی شوو. باراک اوبامه به نورو لوړ رتبه افغان چاوراکو او امریکايي عسکرو سره هم ویني. افغانستان ته د څو ساعتو سفر په مهال به باراک اوبامه ته په جنوبي افغانستان کې د طالبانو خلاف عملیاتو په هکله معلومات هم ورکړی کیږی. واک کې دراتلو ورسته، افغانستان ته دا براک اوبامه وړمبی سفر دی. افغان صدر حامد کرزۍ سره د باراک اوبامه د خبرو اترو په هکله د امریکې د قامي سلامتیه صلاحکار جیمز جانز خبریالانو ته وویل چې ښاغلی اوبامه به په افغان مشر زور اچوي چې هاغه کارونه ترسره کړي کومو کارونو ته چې د وړمبۍ ورځې راهسې هم توجه نه ده ورکړی شوې. جیمز جانز د خپلې خبرې وضاحت وو نه کړوخو امریکايي چارواکې د ډیر وخت راهسې افغانستان کې په مظبوط حکومت جوړولو، د بډورشتونو ختمولو، د نشۍ توکو د کاروبار لمنځه وړلو او وولس ته د سهولتونو ورکولو باندې زور اچوي. طمعه ده، چې براک اوبامه به د گل (دوشنبی) د ورځې نمر ښاته وړاندې د افغانستان نه خپل هېواد ته ستینږي. افغانستان ته د لوړ رتبه امریکايي چارواکو سفرونه اکثر د امنیت په خاطر د وړاندې نه نه اعلانیږي او تر اخر وخت پورې ډیر په راز کې ساتلی کیږي. په واک کې د راتلو ورسته، براک اوبامه د پوځي هلو ځلو توجه عراق نه اافغانستان ته گرځولې ده او د افغانستان د پاره يي نوي تگ لاره اعلان کړې ده چې پکې افغانستان کې د امریکايي عسکرو په شمیره کې تر ٣٠،٠٠ پورې زیاتوالی هم شامل دی. ددې سره سره براک اوبامه اعلان کړی دی چې امریکايي عسکر به د کال ٢٠١١ د جولاي په میاشت کې د افغانستان نه انخلا شورو کوي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته