(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ناروې د اوسلو او تروندهایم په ښارونو کې د افغاتانو د کلتوری ټولنو د غمرازۍ ګډ پېغام

[07.Apr.2006 - 11:11]
انالله و انا الیه راجعون
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر واخیست چې لوی پښتون سیاستوال، د ساپوهنې ډاکتر، پیاوړی لیکوال او شاعر ډاکتر کبیر ستوری ددې نیمګړې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. مونږ ددې خبر په اورېدو سره ډېر خواشینی شو، د نوموړی مړینه د پښتنو د یووالی لپاره یوه لویه ضایعه ګڼو. مونږ خپله خواشینی او غمرازی د خداې ( ج ) بخښلی پاتې کسانو ته وړاندې کوو. مونږ په دې لوی غم کې ځانونه ددوۍ سره شریک ګڼو. کورنۍ ته یې جمیل صبر او ارواښاد ته د لوی خداې څخه د فردوس جنت غوښتنه کوو. روح دې یې ښاد وی. نظیف الرحمن سرشار او فضل الرحمن حمیدی -
بېرته شاته