(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDP د فرانکفورت د څانګی ایلکشن (ټاکنی ) تر سره شوی

[24.Mar.2010 - 22:27] 21.03.2010: دپښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د فرانکفورت څانګی د 2010 کال د مارچ د میاشتی په 21 نیټه، ددی څانګی د مشر تابه نوی ایلکشن (ټاکنی/ انتخابات) تر سره کړل . دفرانکفورت د څانګی له خوا ټاکل شوی ایلکشن کمشنر ( د ټاکنو /انتخاباتو مشر) ښاغلی سید حسن علی باچا وویل چی ایلکلشن (ټاکنی) د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party - PSDP د منشور (بنسټیزی ) مطابق دډیموکراټیکو (جمهوری) اصولو سره سمی تر سره شوی. چی نتیجی (پایلی) ئی په لاندی ډول دی ۱ ـ ښاغلی محمد اقبال لالا د صـــدر (مشر) په توګه ۲ ـ ښاغلی سید علیشاه دجنرال سیکرټری (عمومی منشی) په توګه ۳ ـ ښاغلی سنګین وردګ د خـزانـچـی (مالی چارو) د مشر په توګه ۴ ـ ښاغلی مسافر ناصر د اطلاعاتو او کولتوری چارو د مشر په توګه د پنځو کلونو پوری وټاکل شول. دغه راز ښاغلی عبدالطیف اپریدی ته دفرانکفورت د څانګی د صدر(مشر) د ملاتړ (مرستیال) عهده وسپارلی شوه. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشرتابه او د مشرانو جرګی غړی دوئ ته د زړه له کومی مبارکی وائی.
- د پښتونخوا خیریال
بېرته شاته