(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

PSDP او د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګی ګډه غونډه وکړه

[22.Mar.2010 - 16:24] د2010 ع کال د مارچ د میاشتی په 20 مه نیټه دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party - PSDP د مشرانو د جرګی غړو هر یو ښاغلیو محمد شیرین ګردیوال،الحاج مبارز څاپی،حاجی فضل الرحمن شیر،عزیز سرشار،الحاج انجنیر حبیب الرسول،ډوکتور ډګروال حضرت رسول، نصیر ستوری او د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګی په استازی توب ددغه جرګی بنسټ ایښودونکو هر یو ښاغلی غلام محمد زرمل وال او ښاغلی ډاکتر عبدالغفور رحیم د المان د کولن په ښار کی ګډه غونډه جوړه کړه.
ښاغلی زرمل وال او ښاغلی ډاکتر رحیم چی له انګلستان څخه راغلی ؤ د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګی په کړنلاره او موخو رڼا واچوله
د PSDP مشرانو جرګی له خوا ددوئ څخه د زړه له تله مننه وشوه او ددوئ هلی ځلی چی د پښتون ملت د سوکالئ، ابادي په لار کی کوی وستایلی. ورپسی د افغانستان، سیمی او په ځانګړی ډول د پښتنو په اوسنی تازه روانو دردیدونکو کړکیچنو حالاتو هر اړخیزه رڼا واچول شوه او د نظریو څرګندونی وشوی.
دغه شان د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند او د احمدشاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګه پدی سلا شول چی په راتلونکی کی له یو بل سره خپلی اړیکی وساتی او د خپلو کړنلارو سره سم په هغه ټکو چی سره ګډ دی د ګډکار لپاره لاره هواره کړی، او د پښتنو د اوسنیو کړکیچنو حالاتو د سمونی او د پښتنو د قامی وحدت لپاره خپلی هلی ځلی جاری ساتی.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته