(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هالنډ کی کولتوری ماښامی جوړ شو

[22.Mar.2010 - 12:23] د افغانانو کولتوری ټولنی فینینډال د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ په ۲۱ نیټه د هالنډ په فینینډال ښار کی کولتوری ماښامی جوړ کړ.
پدغه کولتوری ماښامی کی په هالنډ کی دمیشتو ګڼ شمیر افغانانو سربیره د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی د کار د ډلی ځنی غړو هم ګډون کړی ؤ
ماښامی د ماځیګر په ۷ بجو دښاغلی ډاکتر نور احمد له خوا پیل شو. ښاغلی ډاکتر نور احمد دافغانانو کولتوری ټولنی فینینډال په استازیتوب راغلیو میلمنو ته د هر کلی ویلو وروسته د ټولنی په کار او فعالیت رڼا واچوله، ورپسی په هالنډ کی د افغانستان دکونسلګرئ جنرال کونسل ښاغلی ډاکتر جمراد جمشید وینا وکړه
دغه راز د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی پیغام ددی ټولنی د کار د ډلی غړی ښاغلی فریدالله له خوا ولوستل شو د ماښامی دوییمه برخه ټنګ ټکور ته ځانګړی شوی وه چی دپښتوژبی خوږ غږه سندرغاړی ښاغلی نادر صدیقی په زړه راښکونکو سندرو ښکلی شوی وه چی ،ښاغلی احمد نور انوری او عزیز افسوس ورسره ملتیا کوله ماښامی د شپی په ۱۱ بجو پای ته ورسیده
- عزیز سرشار
بېرته شاته