(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځانمرګی بریدونواو بمی چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولی

[16.Mar.2010 - 11:48] ډیــوه: 16.03.2010دافغانستان دکورنيو چارو وزارت ويلي دي افغان ځواکونو دگل (دوشنبی) په ورځ په پکتيکا ولايت کې هاغه پنځه ځانمرگي بريد کوونکي وژلي چې غوښتل يې حکومتي ودانۍ او يو بازار په نخښه کړي دکورنو چارو وزارت یو بيان وايي دپکتيکا ولايت په برمال سيمه کې پنځوؤ ځانمرگي بريد کوونکو دگڼو ځائيونو په نخښه کولو هڅه وکړه خو هغوي په دغسې کولو کې ناکام شول.. بيان زياتوي دغو ځانمرگي بريد کوونکو چې په بيلا بيلو قسمو وسلو سمبال وؤ خپلو هدفونو ته درسيدلو څخه وړاندې ووژل شول. دکورنيو چارو وزارت وائي درې ځانمرگي بريد کوونکي دپيژندگلو څخه وروستو په ډزو سره ووژل شول او دوه نور هم دپوليسو سره دلږ ساعت جگړې څخه وروستو ووژل شول. په دې وروستيو کې دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دتندلارو لخوا دامريکا ملگري افغان حکومت کمزوري کولو په غرض ځانمرگي بريدونو کې زياتوالى راغلى او دخالي یا شنبی په ورځ هم په قندهار ولايت کې په څلورو ځانمرگي بريدونو کې دپوليسو افسرانو په گډون خواؤشا ٣٥ کسان وژل شوي وؤ. دناټو ځواکونو هم دگل (دوشنبی) په ورځ پخپل يو بيان کې ويلي دي چی داتوار( یکشنبی) په ورځ يې يو پوځي دگاډي په يوه پيښه وژل شوى چې ددې سره سږ کال په افغانستان کې کې دوژل شوؤ بهرنيو پوځيانو شميره ١٢٣ؤ ته رسيدلې ده. ناټو وائي دگل یا دوشنبی په ورځ سحر وختي دافغانستان ختيز لوري ته دامريکائي پوځيانو په ستره پوځي اډه دراکټ بريد کې يو تن وژل شوى دى. ناټو منلې ده چې دکابل شمال لوري ته دبگرام هوائي اډه تر بريد لاندې راغلې ده خو په دغه هکله يې نور تفصيلات نۀ دي ورکړي خو دپروان ولايت دبگرام اولسوالۍ دپوليسو مشر عبدالله عادل ويلي دي دغه راکټ نن سحر څلور بجې دپوځي اډې ميدان کې راپريوتى دى. طالبانو ددغه پيښې مسؤليت په غاړه اخستى خو ادعا کوي چې په پوځي اډه يې دوه راکټونه داغلي دي. په همدی ورځ په افغانستان کې ميشتو امريکائي پوځيانو تصدیق کړى دى چې دافغانستان په جنوب کې يوه ډرون الوتکه راپريوتې ده. دامريکا هوائي ځواکونو لخوا جاري کړل شوي يو بيان کې ويل شوي دي داتوار په شپه دغه الوتکه ددښمن دډزو له امله نۀ ده راپريوتې او په کوم ځايې کې چې دغه الوتکې راپريوتې هغه بيخي محفوظه سيمه ده. بل لوري پوليس وائي په غزني ولايت کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. افغان چارواکي وايي د قندهار په ولايت کې څلورو ځانمرگي بريدونو کې لږ ترلږه ٣٥ کسان وژل شوي دي. داتوار یا شنبی په ورځ دقندهار والي خبريالانو سره په خبرو کې ددغه ولايت دننه دامن وامان په خراب وضعيت دقابو موندلولپاره دنورو افغان او ناټو ځواکونو دگمارلو غوښتنه کړې ده. دقندهار د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزي خبريالانو ته ويلي دخالي په ورځ دترسره شوؤ دغو بريدونو هدف يوه بندي خانه وه چې په کال ٢٠٠٨م کې پرې هم بريد شوى ؤ. هغه وويل يو بريد دهغه دکور سره نزدې شوى دى. دچارواکو وينا ده په دغو بريدونو کې پوليس هم وژل شوي دي او خواؤشا ٥٠ کسان ژوبل شوي هم دي. بل لوري ته داتوار یا شنبی په ورځ قندهار ولايت کې دپاکستان دقونصل خانې سره نزدې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنې کې له پاکستان څخه راغلی یوی کمپنئ يو مزدور وژل شوى اوشپږ نور ژوبل شوي دي، په سيمه کې دپوليسو يو مشر محمد اصف خبريالانو ته ويلي دي دقندهار په ختيزه برخه کې د گلکارانو يو گاډى تيريدلو چې په دغه مهال پرې دسړک دغاړې چاؤدنه وشوه. ددغو مزدورانو تعلق هم دهاغه تعميراتي کمپنۍ سره ښودل کيږي چې پنځه نور کارمندان يې تيره اوونۍ هم دقندهار په يوه سيمه کې په موټر سائيکل سپرو دوؤ نامعلومو وسله والو په خودکاره وسلو سره وژلي وؤ. تراوسه کومې تندروه ډلې په دغو وگړو دبريدونو مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى. طالب جنگيالي په عامه توگه په افغان حکومت، غيرملکي پوځيانو دهغوي په پلويانو دبريدونو دمسؤليت ادعا کوي خو هغوي په افغانستان کې کارکوونکي پاکستانيان ډير کم په نخښه کوي. چارواکي وائي د اورکزو ايجنسۍ کې پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکود لارې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې نهه تندلاري وژل شوي دي په سيمه کې يو انتظامي چارواکي ښائسته اکبر خبريالانو ته ويلي دي امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو له لارې داورکزۍ په غونډ ميله کلي کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده. هغه وويل ددغه بمبارۍ له امله ١٦ تندلاري وژل شوي او دتندلارو درې ځالې په بشپړ ډول له مينځه تللي دي. له دې وړاندې يو بل حکومتي چارواکي رشيد خان وويل دامنيتي ځواکونو لخوا دپه نخښه کړل شوؤ تندلارو دځالو څخه يوه ځاله دځايې طالب کمانډر اسلم فاروقي هم شامله ده، خو نۀ دۀ په ډاگه شوې چې ايا فاروقي هم په وژل شوؤ تندلارو کې شامل دى که نه هغه ددغه بمبارۍ څخه ژوندى وتلى دى؟ دازادو سرچينو څخه ددغه حکومتي ادعا په هکله پخلى نۀ دى شوى په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دغه عمليات وروستو له هغې ترسره شول چې دتيرو دريوؤ ورځو په مهال په لاهور او کراچۍ کې دطالب جنګيالو لخوا ترسره شوؤ ځانمرګي بريدونو کې خواؤشا دلسوؤ پوځيانو په ګډون خواؤشا ٧٠ کسان ووژل شول او تر ١٥٠ؤ پورې کسان په دغو بريدونو کې ژوبل شوي هم دي. اورکزو ايجنسي په بنيادي توگه د طالبانو دمشر حکيم الله محسود مرکز گڼلى شي او چارواکي وائي حکيم الله محسود سږ کال دجنورۍ په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې وژل شوى خو طالبان دهغه دوژنې څخه انکار کوي. طالبانو دخپل مشر دډرون دبريد څخه دژوندي وتلو په هکله دخپلې ادعا دپخلي په اړه کوم ثبوتونه نۀ دي وړاندې کړي د افغانستان دکورنيو چارو وزارت وائي په ارزگان ولايت کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه شپږ اولسي وگړي وژل شوي دي د کورنيو چارو زارت پخپل يو بيان کې ويلي دي دغه پيښه دارزگان ولايت په مرکز ترين کوټ کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې داولسي خلکو يو گاډى تيريدلو، دوزارت له مخې چاؤدنه کې يو تن ژوبل شوى هم دى. بل لوري ته دبادغيس دپوليسو مشر سيد احمد سميع خبريالانو ته ويلي دي دلويديز بادغيس په مقر اولسوالۍ کې دوه تندلاري هاغه مهال پخپله چاؤدنه کې وژل شوي کله چې هغوي دسړک په غاړه ديو بم دښخولو هڅه کوله. دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دسړک دغاړې بمونه طالب جنگيالي دنړيوالو او افغاني پوځيانو په نخښه په غرض ښخوي خو په دغو چاؤدنو کې زياتره اولسي وگړي وژل کيږي. دوه ورځې دمخه هم دکاپيسا ولايت په تگاب اولسوالۍ کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې دڅلورو ماشومانو په گډون پنځه کسان وژل شوي وؤ. په افغانستان کې دتيرې څه مودې راهسې دسړک دغاړې په بمي چاؤدنو او په افغاني او ائتلافي ځواکونو بريدونو کې زياته اضافه شوې ده او يواځې تير کال په دغه هيواد کې 2400 اولسي وگړي دناامنۍ په پيښو کې وژل شوي چې پکې 350 ماشومان هم شامل دي. بلخوا د پختونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ويلي دي دا مهال په ټول هيواد کې ترهه گر خوارۀ شوي دي خو امنيتي ځواکونو په ملاکنډ سيمه کې دتندلارو ملا ماته کړې ده. په پيښور کې يوې دستورې ته وينا اؤ ميډيا سره خبرو کې ميا افتخار وويل ترهگر دې وسله په ځمکه کيږدي او حکومتي واک دې ومني او کۀ دغسې وکړي نو بيا ورسره خبرې اترې کيدلى شي. هغه وويل کله چې په سوات کې دعملياتو څخه وړاندې هغوي دتندلارو سره خبرې پيل کړې نو ځانمرگي بريد کوونکي دحکومتي استازو شاته ولاړ وؤ. ميا افتخار وويل ترهگرو خپل عدالتونه پرانستي وؤ، خلک يې په کوړو ووهل، ښځې يې دغنيمت مال وگڼلو او په يو بل يې وويشلې. داطلاعاتو وزير وويل دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په مهال دخبرو اترو خبره ترهه گرو ته دخوندي لارې ورکولو مترادف ده. نوموړي وويل ترهگر دټول انسانيت دښمنان دي او په ضد به يې هلې ځلې روانې وي. هغه وويل په کوم ځايې کې چې هم ترهگر موجود وي په ضد به يې عمليات کولى شي. ميا افتخار وويل دملاکنډ څخه مو ټول ترهه گر له مينځه وړي او لږ ډير پاتې ترهه گر په پټه ژوند تيروي. دغه راز په مينگوره کې د تیری خالي (شنبی) په سحر په يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 13 کسان وژل شوي او50 ژوبل شوي دي. په وژل شوؤ کې دوه پوځيان درې پوليس هم شامل دي. دځايې پوليسو وينا ده ځانمرگي يو سرکاري ودانۍ ته دننوتلو هڅه کوله چې پوليسو او نورو پوځيانو به کاروله، خو په بهرنۍ پوسته چې څنگه ولاړو عسکرو دغه ځانمرگى ددننه تللو څخه منعې کړو نو هغه په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد والوځول. په دغه ځانمرگي بريد کې تر 14ؤ کلو گرامو پورې بارود کارول شوي دي او دچاؤدنې له امله نزدې ودانيو ته هم سخت زيان رسيدلى دى. په دغه چاؤدنه کې په گڼ شمير کې گاډو باندې اور ولگيدو او 5 گاډي په بشپړ ډول تباه شوي دي. ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دسيدو شريف روغتون ته رسول شوي او په سيمه کې امدادي هلې ځلې روان دي. دځانمرگي بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې او دعيني شاهدانو له مخې دپيښې څخه وروستو دسيمې ټول بازارونه او دوکانونه تړل شوي دي. په تيرو 24ؤ ساعتو کې دپاکستان دننه دغه دریم ځانمرگى بريد ؤ، له دې وړاندې دلاهور په ار اى بازار کې دجمعې په ورځ پرله پسې دوؤ ځانمرگي بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو شميره د50ؤ څخه اوښتې ده او خواؤشا 100 کسان ژوبل دي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته