(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د فرانکفورت څانګی غونډه جوړه کړه

[08.Mar.2010 - 20:59] د پښتنو د ټولنیز ولسو لیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party - PSDP د فرانکفورت څانګی په ۶/۳/۲۰۱۰ نیټه د خالی (شنبی) په ورځ د جرمنی دفرانکفورت په ښار کې غونډه جوړه کړه چی ګڼ شمیر غړو پکی ګډون کړی ؤ. غونډه د مازیګر په څلورو بجو دPSDP فرانکفورت د څانګی د صدر( مشر) ښاغلی لالا اقبال له خوا پرانستل شوه. ښاغلی لالا اقبال راغلیو ملګرو ته هرکلی او ستړی مه شئ وویله او ددی غونډی په رابللو ئی رڼا واچوله ، ورپسی د غونډی د ګډونوالو له خوا ښاغلی سنګین وردګ د غونډی د مشر او ښاغلی نصیر خان د غونډی د منشی په تو ګه وټاکل شول. په غونډه کی د ملګرو له خوا د ارواښاد اجمل خټک بابا په یاد د شوی غونډی جاج واخستل شو او د لری او بری پښتونخوا په اوسنی روان کړکیچن او غمجن حالت هر اړخیزه بحث وروسته دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ګوندی چارو د لاپرمختیا او ښه سمبالښت په اړوند د ملګرو له خوا وړاندیزونه وشول . چی پدی ترڅ کی د فرانکفورت د څانګی د نوی ټاکنو(ایلکشن) په بڼه او څرنګوالی هم غور وشو. په پای کی ئی پریکړه وکړه چی دPSDP فرانکفورت څانګی دصدر (مشر)، جنرال سیکرټری، خزانـچـی (مالی چارو) او اطلاعاتو او کولتوری چارو دمشرانو لپاره به د روان ۲۰۱۰ ع کال د مارچ د میاشتی په یوویشتمه نیټه ټاکنی کیږی . ددی ټاکنو (ایلکشن) د چارو د سمبالښت او تر سره کولو لپاره ښاغلی سید حسن علی شاه باچا د ایلکشن کمشنر (د ټاکنو د مشر) په توګه وټاکل شو. غونډه د شپی په لس نیمو بجو پای ته ورسیده.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته