(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اسلام اباد نړیوال پوهنتون کې د پښتو ژبې څانګه پرانیستل شوه

[05.Mar.2010 - 18:13] په هغه پرتمینه پرانېستغونډه کې چې د۲۰۱۰ ع کال د مارچ په۴ مه نیټه د پېنځنۍ (پنجشنبې) په ورځ د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون مرکزي کتابتون سېمینارخونه کې په همدې ویاړ جوړه شوې وه، د یو لړ مراسو په ترسره کولو نوموړي ستر کتابتون کې د پښتو ژبې او ادب څانګه پرانیستل شوه. غونډه د سپېڅلي قرآن په ایتونو پېل شوه، د دریځ چارې او افغان اتحادیې استازیتوب استاد احمد خالد هاتم وکړ. د افغان پوهنپالانو ټولنې، اړوند مالومات، او ددوي کولتوري او ادبي هلې ځلې یې روښانه کړې. د ژبو-کتابونو ونډه د تمدنونو د پرمختګ په اړه د اصول الدین پوهنځي استاد ښاغلي ډاکټر فضل هادي وزین ښکلې خبرې وکړې، او پوهنپالان یې ددې ستر کار په ترسره کولو وستایل. هغه له غوښتنه وکړه چې دوی باید د افغان کولتور په پرمختګ کې همداسې خپل رغنده ونډه ترسره کړي. ده پسې د مرکزي کتابتون رییس ښاغلي محمد ساجد مرزا لخوا وینا وشوه، د پښتو څانګې په پرانیسته یې افغان اتحادیې هاند و هڅې وستایلې او دا پښتو څانګه یې پدې کتابتون کې یوه ښه زیاتونه او لاسته راوړنه وبلله. د پوهنتون اکاډیمیکې مرستیالې اغلې پروین قادر آغا هم لنډې خبرې وکړې او افغانان یې په ښو ټکو وستایل، نوموړې زیاته کړه چې افغانان زموږ د پوهنتون یوه روښانه برخه جوړوي او موږ ددوي کولتوري او ادبي هلې ځلې ستایو. د غونډې پای شېبو کې په اسلام اباد کې د افغان سفارت کولتوري آتشه، احمد فرید حیدری د افغان سفیر مجنون ګلاب ځاځي لنډ پیغام واوراوه او د پوهنتون له ادارې یې پدې ستر کار مننه وکړه. ښاغلي حیدري ددې خبرې یادونه هم وکړه چې په افغانستان کې یواځې پښتو ژبه شتون نلري، بلکه موږ تاجیکي ژبه لرو، اوزبکي ژبه لرو، ترکمني ژبه لرو، پشه یي ژبه لرو، پوهنتون باید دې ژبو ته هم پام وکړي او په کتابتون کې ورته څانګې پرانېزي. د یادولو وړ ده چې ښاغلي حیدري د افغان سفارت لخوا د پښتو څانګې ته ګوتشمیر دري او پښتو کتابونه هم د ډالۍ په توګه وړاندې کړل، چې د افغان اتحادیي لخوا په پراخه ټنډه ومنل شول. د ښاغلي حیدري پدې غوښتنه په شتو مېلمنو او کوربنو کې یو لړ ګونګوسي هم پیدا شول، او ځینو افغان پوهنپالانو بیا دا ګوتنیونه وکړه چې ایا افغان سفارت پدې پښتو څانګه کې کومه مادي یا جنسي مرسته کړې چې دوی لا د اوزبکي، ترکمني او پشه یي ژبو د پرانیستنې غوښتنې کوي!!؟؟ غونډه د دعا په ویلوسره پای ته ورسېده
Source:http://www.facebook.com/pages/We-Wan...ww/97248368287 - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته