(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کې د هیواد ملی شخصیت او منلی ادیب او د پښتون قامی وحدت تګره او پیاوړی مبارز ښاغلی ډاکتر کبیر ستوری د جنازی مراسم تر سره شو.

[06.Apr.2006 - 19:43] د چارشبی په ورځ ۵،۴،۲۰۰۶ نېټه د مازیګر په پنځو بجو د کلن په ښار کې دهیواد ملی شخصیت او منلی لیکوال شاعر، څیړونکی ، ژورنالیست د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) مشر د پښتو ژبی ریښتنی پالونکی او خدمتګار ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د جنازی مراسم چې ګڼ شمېر هیوادوالو، ملګرو، دوستانو، په اروپاکې د افغانی کلتوری ټولنو غړو او استازو ، دالمان غږ د رادیو ملګرو او دستوری مینه والو ګډون کړی وو. داسلامی مراسمو د ادا څخه وروسته ښاغلی سید هاشم پاچا صیب لنډی خبری وکړی وروسته د د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) لمړی مرستیال او په کلن ښار کې د پښتنو کلتوری ټولنی مشر ښاغلی محمد شرین ګردیوال د ګوندپه استازیتوب د اروښاد ډاکتر کبیر ستوری په شخصیت هر اړخیزه وینا وکړه او ویویل: د لوی او بخونکی خدای په نامه د پښتو او پښتنو د ملی قافلی سرکښ ، پیاوړی ، او ننګیالی ، زما د سیاسی او ټولنیز ژوند کلک ویاړلی ، خوږ او نژدی دوست او ملګری ډاکتر کبیر ستوری ددی فانی دنیا نه د ابدی دنیا په سفر وخوځید ه اناالله واناالیه ارجعون د چا به پلار ، د چا بابا ، د چا کاکا ، د چا ماما به وی . خو ددی رشتی نه وروسته د دوستی انسانیت او پښتونولی د ټینګو مزو او تارونو په چوکاټ کې ما ته د هر څه نه را نژدی دوست او ملګری وی. ملګریه: څښتن تعالی دی جنتونه په نصیب کړه . خو ملګریه د جنت خاپیریو ته هم دا زیری ورکړه چې ستا ملګری به ستا دملی مبارزی او قامی وحدت ترانه ژوندی او ځلانده ساتی. ملګریه : ستا ژوند د پښتنو او پښتونولی خزانه ، د علم او ټولنیز ژوند د لاری او منزل ډیوه ، د پت ، غیرت، ښګیڼی او وفا زمرمه د پښتنو د ملی یووالی او قومی وحدت ناره او د پښتنو د خیر ، ابادې او سوکالی د پاره نرۍ د رنګینو نه ډکه او مسته وږمه وه. د پښتونولی د ستر بڼ طوطی ! ته خو لاړی خو زه او زما ملګری په ایماندارې سره ، درسره دا ژمنه کوو چې ستا د پښتو او پښتونولی هڅی ، او د قومی وحدت ، د ملی ترانی او ناری څپی به د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د پښتنو زړونو او فکرونو ته وررسوه. د ډاکتر کبیر ستوری ژوند ته ځغلند نظر : خدای بخلی ډاکـتر کـبیر ستوری د پښتو ژبې ملی منلی شاعـر، لـیـکـوال، څیړونکـی،ژورنالست او د پلوم سا پوه و. ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري. ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر ۱۳۲۱ هجری کال کې زيږیدلی دي. ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې په څانګه کې چې فلسفه سیاسي پوهنه او ټولنپوهنه ورسره مل وه سرتته رسولي ده. ستوری د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د بنسټ ایښودونکو مخکښانو څخه دی د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی. ستوری د پښتو د یو ګڼ شمیر کتابونو مولف او لیکوال وه چې وائئ
سـاه مـې وخــلـه واخــلــه خــو پـــښــتــو رانــه وانــه خـلــی زه پـــښــتـــون یـــم پـــه پــــښـــتــو بـــانـــدې پـــتــمــن یــم کـــه زمــــا ســـــتــوری پـــه قـــــبــر چــــــیــرې راشـــــی پــه پـــــښـــتـــو راتــه دوعــــا کـــــړه پـــــری مـــیـــن یـــم
روح دی ئې ښاد وی. ورسته د هیواد وتلی شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر ویرنه د ښاغلی شیر ولی شیر لخوا واوروال شوه.
ویـــــــــــرنــــــــه
یـــــــو ســـتـوری ؤ کــبـــیــر چې له مـــداره ځــیــنـی ووت د ژونــــد لـــه دی نــمــګــړی شــان بـازاره ځـــیــنــی ووت خــوا خـــوږی مــهــربــانــه او مــیــن پــه پـــښـــتـو ژبــــې پــه اړو کــې زمــــونـــــږ اړو لــــه کــاره ځـــــیــنــی ووت مــرګــی ئې په بې رحمـۍ ســره چــمــن تــه مــخــه کـــړی کــبــیـر مـــو لـکــه ګــل چــې د ګـلـــــزاره ځــیـــنــی ووت خــفـه په پــښــتــنــو یــم چې د سر خـــلـک ئــې سرخــوری کــوم ســتـوری چـې زمــونــږ د شــب تــاره ځــیــنــی ووت کـبـیـر داسـی پـــښـتـون ؤ مـور راوړی چــې «ســرتــیــره» د نـــرخ ځــیــنـی ونـــه ووت خــو د ښـــاره ځــــیـنــی ووت
عبدالوب سرتیر ور پسی په اروپا کې د کلتوری ټولنو په استازیتوب د افغانستان د کلتوری ودی ټولنی مشر ښاغلی زرین انځور د ارواښاد په ادبی او کلتوری خدمتونو هراړخیزه رڼا واچوله په پای کې د ارواښاد د کورنۍ په استازیتوب ښاغلی الحاج محمد نادر سرشار د ګډونکو نه مننه او خوښنه وکړه. د ارواښاد ډاکـتر کـبیر ستوری جنازه به د۲۰۰۶ ع کال اپریل د میاشتی په اوومه نېټه د جمعی په ورځ د مازیګر په څلور بجو د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلی کې پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږی روح دی ښاد وی.
-
بېرته شاته