(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

كابل كې د ارواښاد عبدالمجيد بابي فاتحه واخېستل شوه

[01.Mar.2010 - 20:32] نن (دوشنبه) د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ د مايشتي لمړي نيټه په كابل كې د كندهار ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست د شهيد شوي رئيس عبدالمجيد بابي فاتحه دماسپښين له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې واخېستل شوه. دفاتحې مراسم دكابل په عيدګاه مسجد كې ترسره شول چې كوربه توب يې د اطلاعاتو او كلتور وزير دکتور سید مخدوم رهين، په تخنیکی چارو کې د ولسمشر صلاکار وزیر انجینیر محمد یوسف پښتون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معینان پوهنمل غلام نبی فراهی او وحید سلطان، د خواخوږی ادبي او كلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی، د ملی راډیو تلویزیون لوی رئیس دکتور عبدالواحد نظری، د كندهار د ټولنيزي ټولني مشر عبدالغفور خدام، ، ملي سوداګر حاجي محمديونس مومند او يو شمېر نورو فرهنګيانو او ټولنیزو شخصیتونو كاوه. د فاتحې په مراسمو كې پر فرهنګيانو برسېره يو شمير دولتي لوړپوړیو چارواكيو هم ګډون كړى وو. ارواښادعبدالمجيد بابى د فبروری پر ٢٤ مه په داسي حال كې چي د كور څخه د دندي پر خوا روان وو، د وسله والو كسانو لخوا ووژل سو. نوموړى يو پياوړى ليكوال، څېرونکی او ژورناليست او له تېرو اتو كلونو راهيسې د كندهار ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست رئيس وو چي له نوموړي څخه يو شمير ارزښتناک علمي اثار هم پاته دي.
- خواخوږی
بېرته شاته