(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی دغونډی راپور

[28.Feb.2010 - 13:16] په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د خپل کار او فعالیت په چوکاټ کی چی دخپلی ژبـی او کولتور د ساتنی او پالنی لپاره یی کوی دا ځل د ۲۰۱۰ ع کال دفرورئ د میاشتی په ۲۶ مه نیټه د جمعی په ورځ د المان د کولن په ښار کی د هغه میشتو کونړیانو ځوانانو په ویاړچی د بی وطنئ او ستونزو سره سره خپلی لومړنئ او لوړی زده کړی سرته رسوی یوه پوهنیزه او ستاینیزه غونډه جوړه کړه، چی ټنګ ټکور ورسره مل ؤ. په غونډه کی د کولن شاوخوا اوسیدونکو ګڼ شمیر زده کونکو او پوهیدونکو(محصلینو) کونړو ځوانانو او یو شمیر مشرانو ګډون کړی ؤ. غونډه د کونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی د کار د ډلی غړی ښاغلی ډاکتر شیرولی شیر له خوا د مازیګر په ۷ بجو پرانستل شوه او دټولنی د کار د ډلی غړی ښاغلی مطیع الله روفی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسی ښاغلی شیرولی شیر ددی غونډی په جوړیدو هر اړخیزه رڼا واچوله او هغه ځوانان چی د المان په بیلابیلو لیسو کی زده کړی کوی د درناوی په خاطر د سټیح سرته د چکچکو په بدرګه سره راوبلل، او هر یو ځوان په خپل وار د خپلو لوړو زده کړو د ارزو ګانو په اړه د خیالاتو څرګندوونی وکړی. ورپسی د کونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی له خوا په پوهنیزه برخه کی هغه ځوانانو ته چی په المان کی په لوړو زده کړو بوخت دی ، ددوئ د وروستیو بریاوو په مناسبت او ددوئ هلو ځلو ته ددرناوی په خاطر ستاینلکونه ورکړل شول ، پدی هیله چی دخپلو لوړو زده کړو څخه په استفاده د خپل جنګ ځپلی او ویجاړ هیواد په بیا رغونه او پرمختګ کی وچت ګامونه واخلی . لدی وروسته د کونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی د کار د ډلی غړی ښاغلی انجنئیر فرید الله ساپی د ټولنی په کار او فعالیتونو رڼا واچوله. ورپسی ښاغلی الحاج فضل الرحمن شیر، ښاغلی استاد انجنیر سید حسن سید، الحاج ډوکتور ډګروال حضرت رسول،ښاغلی محمداجان یار، ښاغلی حنیف الله خان قاضی خیل د خپلو نظرنو څرګندونی وکړی ، د کونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی دکولتوری او پوهنیزو کارونو د لا پرمختیا په خاطر ېی وړاندیزونه وکړل او د ټولنی سره ېی د هر اړخیز ملاتړ ژمنی وکړی. د غونډی دوهمه برخه ټنګ ټکور ته ځانګړی شوی وه چی دخوږ ژبی ځوان او تاند سندرغاړی ښاغلی میوند لالپور وال په زړه پوری سندرو ښکلی شوی وه. غونډه د شپی په ۱۱ بجو پای ته ورسیده. هغه کونړی ځوانان چی دالمان د کولن په ښار کی میشت دی او د المان په بیلابیلو لیسو زده کړی کوی نومونه ئی په لاندی ډول دی. ښاغلی ارین شیر، ښاغلی ارمان شیر، ښاغلی سباؤن رسول ، ښاغلی سنګر رسول، ښاغلی تسل شیر، ښاغلی انیل ساپی، ښاغلی امید سالار زی، ښاغلی نیکمل سالار زی، ښاغلی وارث قاضی خیل، ښاغلی انور سالارزی، ښاغلی امان الله اشنا، ښاغلی همایون یوسفی، ښاغلی یما یوسفی، ښاغلی سباؤن یوسفی، پیغله انیتا قاضی خیل، ښاغلی منصور رسول، ښاغلی انګار روفی، ښاغلی شفیع الله روفی، ښاغلی اکبر سید، ښاغلی سباؤن ساپی، ښاغلی رامین ساپی، ښاغلی مظلوم، ښاغلی اکبر او پیغله موسکا شیر. همدا راز هر یو ښاغلیو یما یار، جاوید ساپی، جاوید یار، یما وحدت، رفیع الله قاضی خیل د دیارلسم ټولګی څخه فارغ شوی دی او د لوړو زده کړو لپاره ئی په پوهنتونو کی داخلی کړی دی. او ښاغلی انعام الله د یولسم ټولګی پوری زده کړه کړی او د نورو زده کړو لپاره هلی ځلی کوی. اوس د هغه پوهیدونکو (محصلینو) نومونه چی د المان په بیلا بیلو پوهنتونونو کی په بیلابیلو برخو کی زده کړی کوی او د کونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی له خوا ددوئ د ورستیو بریاوو په ویاړ ستاینلیکونه ورکړل شوی دی په لاندی ډول دی . ښاغلی پامیر همت ( طب )، ښاغلی سنګر ستوری (طب)، پیغله وړانګه رسول ( فارمسی) ښاغلی اباسین رسول (حقوق)، ښاغلی میوند سید(حقوق)، ښاغلی یما سید(حقوق)، ښاغلی تړون رسول ( ویرتشافټ انفارماټیک)، پیغله زویا رسول( انجنئیری)، ښاغلی خیبر رسول( اقتصاد)، پیغله غاټول رسول ( Lehramt)، ښاغلی عبدالولی برهانی (میډیـین ټیکنالوژی)، ښاغلی جاوید شیر( انفارمیشن تخنیک)، ښاغلی وحید شیر(حقوق)، میرمن هیلئ شیر زمانی(حقوق)، پیغله مینه شیر (میډ. اوکونومی)، ښاغلی شیر شاه یوسفی(حقوق)، ښاغلی محب الله اشنا( انجنئیری، پیغله وریښمینه سید (بیتریب ویرت شافټ) ، پیغله زرینه سید (فارمیسی)، پیغله وږمه یوسفی(حقوق)،میرمن رنګینه سید زمانی ( Lehramt)، پیغله زرکه ساپئ (میډ ـ اوکونومی)، ښاغلی جاوید قیومی (انجنئیری)، ښاغلی نوید وحدت (فولکس ویرت شافټ)،پیغله رویا وحدت (میډ ـ اوکونومی). همدا راز ښاغلی ایمل خان ستوری (انفارماتیک او اقتصاد ) او ښاغلی میوند یوسفی (اقتصار ) ته چی تازه له پوهنتون څخه فارغ شوی ؤ، هم ستاینلیکونه ورکړل شول. د یادونی وړ ده چی ښاغلی خان ولی شیر، ښاغلی ایمل هاشمی او ښاغلی اتل همت هم خپلی زده کړی د طب په څانګه کی پای ته رسولی دی او ښاغلی همایون رسول د خپل سوداګریز کار له امله زده کړی پری کړی دی
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته