(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDP له خواد خواخوږئ پيغام

[24.Feb.2010 - 21:28] په ډیره خواشینئ سره مو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئېس عبدالمجيد بابى د مړینی دردوونکی خبر تر لاسه کړ. انا لله واناالیه راجعون خدای بخښلی عبدالمجيد بابى د پښتو ژبی پیاوړی لیکوال او شاعر ؤ، چی د خپل کولتور دبډاینی لپاره ئی لکه د خپلی کورنئ د نورو غړو په شان هلی ځلی کړی او د پښتو ژبی جولئ ئی ډکه ساتلی ده. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) د ارواښاد عبدالمجيد خان بابى په غم کی ددوئ د کورنئ ښاغلی لطیف جان بابي ،غرڅنی خان بابی اونورو خپلوانو سره ځان شریک ګڼی . ارواښاد ته د لوی خدای له درباره جنت فردوس او خپلوانو ته د زړه صبر غواړی. . اروا دی ښاده وی. په درنښت دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP کاری کمیسون - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته