(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام

[24.Feb.2010 - 11:07] نيټه: ٥/١٢/١٣٨٨ - ٢٤/٢/٢٠١٠ په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد خوږ ژبي شاعر، پياوړي ليکوال، وتلي ژورناليست او خواخوږی ټولنيز شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي نن د کندهار په ښار کې د هېواد د فرهنګ او ادب د دښمنانو لخوا په شهادت ورسيدي. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد بابي د هېواد د ادب د ډګر ځلانده څيره، د افغاني کلتور د بيا پياوړتيا پلوي چي د هېواد دکلتور او مطبوعاتو د پياوړتيا لپاره نه ستړي کيدونکي چاري ترسره کړي او ډېري ستونزي ېي زغملي وي. د شهيد بابي هلي ځلي نه يوازي په کندهار کې بلکه په ټول هېواد کې د فرهنګپالانو او علمي ټولنو د تائيد او د منلو وړ دي. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د هېواد د فرهنګ د دښمنانو دغه نا ځوانمردانه عمل په کلکه غندي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه شهيد بابي ته جنت الفردوس، درني کورنۍ او د هېواد ټول فرهنګپالانو ته جميل صبر او زغم غواړي. روح دي ښاد وي. په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر- الحاج غرزي خواخوږی
بېرته شاته