(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځان مرګی او هوائی بریدونو پښتنو ته مرګ ژوبله واړوله

[22.Feb.2010 - 20:24] بره پښتونخوا: د جهاد پخوانی وتلی قوماندان حاجي محمدزمان غمشريک په ۲۲/۲/۲۰۱۰ نیټه د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالئ د چمتلی په سیمه کي د قومی مشرانو سره په یوه غونډه کی ناست ؤچی يوه ځانمرګي بريد کوونکی پدغه غونډه کی ځان والوزاوه. چی د حاجي محمدزمان غمشريک په ګډون دوه قومي مشران او یولس عام وګړی ووژل شول. حاجي محمدزمان غمشريک د ښاغلی کرزي د حکومت پر مهال د ننګرهار د قول اردو قومندان وټاکل شو، خو ډېر ژر يې د حاجي قدير او شمالي ټلوالي د قومندان حضرت علي سره مخالفت پيدا شو او د وطن پریښودو ته اړ شو. بلخوا افغانستان کی بهرنیو ځواکونو دايي کنډي کې دکيجران په اولسوالۍ کې داولسي وگړو په گاډو د فضايي بريد کې ۳۳ اولسي وگړي وژلی دی.. ناټو وايي کمانډر جنرال سټينلى مکرسټل داتوار (یکشنبی) دورځې په دغه پيښه دافغانستان دجمهوررئيس حامد کرزي څخه بخښنه غوښتې ده. دناټو کمانډر جنرال سټينلى مرکسټل پخپل يو بيان کې ويلي دي داولسي وگړو په وژنه زيات خواشيني شوي يو. جنرال سټينلى وايي خپلو پوځيانو ته يې ويلي دي بايد په افغانستان کې دافغانانو حفاظت باوري کړي ، اولسي وگړو ته په تيروتنه کې په ځاني زيان رسولو سره زمونږ په مشن کې دافغاني اولسي باور کميدلى شي. چارواکي وايي اولسي وگړي دکيجران اولسوالۍ څخه راروان وؤ چې په هغوي دارزگان ولايت سره نزدې په زيرمه کلي کې دناټو لخوا فضائي بريد ترسره شو. دگل (دوشنبی) په ورځ افغان کابينې پخپل يو بيان کې ددغه پيښې سخته غندنه کړې ده او دا يې يو بې جوازه گام گڼلى دى. افغان کابينه وايي لمړي راپورونه په ډاگه کوي چې داتوار (یکشنبی) په ورځ ناټو په دريوؤ گاډو بريد کړى چې پکې دڅلورو ښځو او يو ماشوم په گډون ٣٣ اولسي وگړي وژل شوي دي. افغاني وزيران وايي ١٢ اولسي وگړي په دغه بريد کې په داسې حال کې ژوبل شوي هم دي چې هغوي کندهار ته روان وؤ. ناټو پخپل يو بيان کې منلې ده چې الوتکو يې دافغانستان په جنوبي ارزگان ولايت دتيروتنې له امله دتندلارو په يوه ډله بريد وکړو خو وروستو ورته معلومه شوه چې وژل شوي او ژوبل شوي اولسي وگړي وؤ. ناټو وايي دتيروتنې له امله يې داسې گڼله چې گنې داولسي وگړو دغه ډله جنگيالي دي او هغوي دناټو او افغاني ځواکونو په گډه گزمه بريد کول غواړي. ناټو زياتوي ژوبل شوي کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي. له دې وړاندې دافغانستان دکورنيو چارو وزارت ويلي وؤ په ارزگان کې دناټو په بريد کې ٢١ اولسي وگړي وژل شوي دي. دکورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري ويلي دي دجنوبي ولايت ارزگان په لويه لاره په دريوؤ گاډو کې ۴٢ؤ اولسي وگړو سفر کولو چې په دغه مهال پرې ناټو فضائي بريد ترسره کړو. بشري وويل دافغانستان پلټنيزو چارواکو تر دې مهاله دپيښې دځايې څخه د٢١ؤ کسانو مړي ترلاسه کړي، دوه ورک دي او ١۴ کسان نور ژوبل شوي دي. په ارزگان کې ددغو ٣٣ؤ اولسي وگړو دوژنې پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دخالي (شنبی) په ورځ دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دناټو څخه غوښتي وؤ بايد داولسي وگړو دوژنې څخه ډډه وکړي. کرزي ويلي وؤ ناټو دخپلو عملياتو په مهال دافغان اولس دخونديتوب لپاره زړۀ پورې گامونه نۀ دي اخستي او دناټو څخه يې غوښتنه کړې وه چې بايد په دغه هکله لا زيات گامونه واخلي. کوزه پښتونخوا: په مانسهره او بالاکوټ سيمو کې دپوليسو په دوؤ تاڼو ترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو کې دتاڼې يو مشر يا ايس ايچ او خليل خان وژل شوى او 6 پوليس عسکر ژوبل شوي دي ،په ژوبلوکې يوه ښځينه پوليسه هم شامل ده. سرچينې وايي په نښته کې درې بريدکوونکي هم وژل شوي او يو بل ژوندى نيول شوى دى دسيمې دپوليسومشرياډي ايي جي سيدامتياز الطاف ډيوه راډيوته په پيښه کې دايس ايچ او خليل خان دوژل کيدلواؤد6و نورو پوليسو دژوبل کيدو تصديق کړى دى اؤ وايي په مانسهره کې ترهگرلۀ وړاندې څخه موجود نۀ وؤ خودمانسهرې سره پيوست په قبائيلي سيمه کالا ډهاکه کې دترهگرو ډلو دموجوديت ثبوتونه شته او دغه پيښوکې هم دکالاډهاکه ترهگرې ډلې ککړې ښکاري. هغه داهم وويل چې په کالاډهاکه کې يې دترهگرو ډلودموجوديت څخه حکومت خبرکړى دى خوتردې مهاله دحکومت لخوا د ددغو ورانکارو ډلوپه ضد څه رقم گامونه نۀ دي اخستل شوي. په سيمه کې دپوليسو يو بل مشر گل زرين خبريالانوته ويلي دي په بالا کوټ کې پوليس مشر خليل خان هاغه مهال ووژل شو کله چې يو ځانمرگي دمانسهرې دپوليسو په تاڼه کې ځان والوځولو. هغه وويل ددغه بريد څخه څو دقيقې وروستو په نزدې پوليس تاڼه څو نورو وسله والو کسانو هم بريد وکړو چې دپوليسو او دغو وسله والو ترمينځ نښته کې يو بريد کوونکى ووژل شو. دهغه وينا وه وژل شوى تن ځانمرگى ښکاره کيدو ځکه چې دهغه په بدن پسې ځانمرگى واسکټ تړل شوى ؤ. زرين زياته کړه يو بل بريد کوونکى هم په خواؤشا سيمه کې پټ شوى او پوليس ددغه تن دنيولو هڅه کوي. چارواکي وايي د پښتونخواغريزې ضلعې کوهستان په لرې پرته سيمه کې په کورونو دواورې دگټانوراپريوتو له امله دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٢ؤ ته رسيدلې ده. دچارواکو له مخې نن په کوهستان سيمه کې دواورو څخه نور ١٢ کسان راويستل شوي چې له دې وروستو دواورو دگټانو راپريوتو له امله دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٢ؤ ته رسيدلې ده. عيني شاهدان وايي دکوهستان ضلعې په ځينو ځائيونو کې دواورو لاندې دگيرو مړو او ژوبل شوؤ خلکو راويستلو لپاره تر ٦٠ؤ فټو پورې ځائيونه کنستي دي. ځايې انتظاميې دوژل شوؤ شميره جاري کړې ده چې له مخې يې دکوهستان په سري کلي کې تراوسه دواورو څخه د٣٩ؤ کسانو مړي راويستل شوي دي. دډي پي او محمد الياس له مخې په کوهستان کې دواورو دگټانو راپريوتو له امله په وژل شوؤ کسانو کې ١١ ښځې او ١٠ ماشومان هم شامل دي او تراوسه 54 کورونه او ١٦٦ څاروي وژل شوي دي. دقدرتي افتونو په هکله دادارې په کچ امدادي فعاليتونه د‏١٩مې فرورۍ څخه پيل شوي او دالوتکو له لارې دسيمې خلکو ته امدادي شيان رسول کيږي. بلخوا د پښتني سيمو کې د ښوونځيو د له منځه وړلو د لړۍ په لړ کې نن هم دوه نور ښوونځي له منځه وړل شوي چې له لامله يې په سلګونو زده کوونکي د زده کړې له نعمته بې برخې شول. نا مالومو شر خوښود مومند ایجنسئ دقندهارو په سندخېل نومي سيمه کې د هلکانو يو ښوونځی او د امري کورونه نومي سيمه کې د هلکانو يو بل ښوونځی په چاودېدونکيو توکيو الوځولی چی په بشپړه توګه له منځه وړل شوی ډیوه ـ- د پښتونخوا ختریال
بېرته شاته