(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لوړو زده کړو د وزارت د آزموینو د ریاست خبرتیا

[15.Feb.2010 - 19:52] د کابل ښار، وردګو او لوګر ولایت د لیسو د ۱۳۸۸ کال فارغینو ته خبر ورکول کېږي چې د لیسو عمومي دريم کانکور آزموینه د سه شنبې په ورځ په ۲۷/ ۱۱/ ۱۳۸۸ نېټه د سهار په ۳۰:۸ بجو د کابل په څلورو پوهنتونونو (کابل پوهنتون، پولي تخنیک پوهنتون، طب پوهنتون او د ښوونې او روزنې په پوهنتون) کې د لاندو لیسوڅخه اخیستل کېږي: د کابل ښار نسوان ایمني، ذکوربي بي مهرو، نسوان بي بي مهرو، سید نورمحمدشاه مینه، لامعه شهید، بي بي زینب کبرا، غازي ادې، بي بي عایشه صدیقه، استاد خلیل الله خلیلي، درخانۍ، سواد حیاتي شیرپور، حبیبیه، عبدالهادي داوي، نسوان نمبرسه خیرخانه، خصوصي عامه شمال، شهرک خراسان، نسوان ده خدایداد، همایون شهید، آزاد خان، شاه دوشمشیره، شپې لیسه انصاري، نسوان پغمان، خواجه مسافر، ذکورخواجه لکن، ده عربان قرغه، بابه قچقار، ذکور تره خیل، ذکور ده یحی، فرزه، شهید امیرحبیب الله، پیام آزادي، عبدالوکیل شهید، نسوان شینه، ذکورملک شهید گل الرحمن، ذکورشینه، حسین خیل، نسوان بگرامي، ملالۍ شهید، ذکور استالف، قلعه وزیر، بیني حصار، حضرت عثمان، نسوان شکردره، دره شکردره، ذکورشکردره، قلعه مرادبیک، بهیه زار، دانشمند، ذکورمولوي محمدیعقوب شهید، میربچه کوټ، کارنده، سروبي، داکټر عبدالشکوررشاد، حضرت ابوبکر صدیق اود وردګو او لوګر ولایت لېسې. د پورته یاد شویو لیسو فارغین دې د ګډون کارټونه د اړوندو لیسو څخه ترلاسه کړي. د کابل ښار هغه انفرادي ګډون کوونکو ته هم خبر ورکول کېږي چې په لومړي او دویم کانکور کې یې د ګډون کارټ نه وي ترلاسه کړي خپل کارټونه دې د لوړو زده کړو د وزارت د کانکور د آزموینو له ریاست څخه ترلاسه کړي له هغوی هم په دغه ورځ آزموینه اخیستل کېږي. یادونه: د آزموینې ځای او د خونې نمبر د ګډون په کارټونو کې په نښه شوي دي. د ګډونوالو په وخت ګډون د آزموینې په ورځ حتمي او اړين دي، که څوک په دغه آزموینه کې غیرحاضر وؤ په روان کال کې په بله آزموینه کې د ګډون چانس نه لري. په درنښت ‌By:Sayed Abdullah Walizai - سید عبدالله ولیزی
بېرته شاته