(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوست ویب پاڼی د خوا خوږۍ او غمشريکۍ پيغام

[06.Apr.2006 - 18:14] په ډېره خواشينۍ سره مو د نوميالي اديب، شاعر او پښتون ډاکټر کبير ستوري د مرګ خبر واورېد. پښتو ژبې او ادب لپاره به د ډاکټر کبير ستوري خدمتونه او کارونه تل ياد ساتلى شي. مونږ په دې لوي غم کې د ارواښاد د کورنۍ سره برابر شريک يو او د لوي خداى په دربار کې لاس په دعا يو چې ارواښاد کبير ستوري ته جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته يې صبر جميل نصيب کړي. عبدلله خوستي" د خوست ويب چلونكۍ -
بېرته شاته