(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځانمرگي بريد کې 13 کسان او د واورو له امله 165 کسان وژل شوي

[10.Feb.2010 - 19:28] په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې په خاصه دارو ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د8ؤ خاصه دار عسکرو په شمول 13 کسان وژل شوي او 15 نور ژوبل شوي دی په ژوبلو کې هم 7خاصه دار شامل دي. دشورو (چارشنبی) په ورځ دخيبرايجنسۍ دجمرود په وزير ډنډ سيمه کې هاغه مهال افغانستان ته په غځيدلې لويه لاره دخاصه دارو په گاډي ځانمرگي بريد وکړل شو کله چې دغه گاډى په سړک روان ؤ. په دغه پيښه کې په سمدستي ډول د8ؤ خاصه دارو په گډون د13ؤ کسانو دوژل کيدو تصديق ازادو سرچينو کړى دى خو پوليټيکل انتظاميې دمرگ ژوبلې په هکله رسمي بيان نۀ دى ورکړى. په پيښه کې ژوبل کسان دپيښور حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته رسول شوي او دغلته هم ديو شمير زخميانو حالت مرگونى ښودل شوى دى. په تيرو وختونو کې هم په خيبرايجنسۍ کې نۀ يواځې په امنيتي ځواکونو دغه رقم ځانمرگي بريدونه ترسره شوي، بلکې له دغه لارې افغانستان کې ميشتوؤ ائتلافي ځواکونو ته په سامان وړونکو ټرکونو هم تندلارو بريدونه کړي او يا خو يې هاغه سامانونه سوځولي او يا يې چور کړي دي. دپاکستان پوځ په ډاگه کړې ده چې هغوي به ديو کال په موده کې په کومه بله سيمه کې دتندروه ډلو په ضد عمليات نۀ پيل کوي. بلخواخيبرايجنسۍسره په لرې پرته سيمه تيرا کې د پاکستاني پوځ يو هيلي کاپټر غورځيدلى او تباه شوى دى چې پکې دوه پاکستاني پوځيان هم وژل شوي دي دپاکستان دپوځي چارواکو دهيلي کاپټر دتباه کيدو پخلى کړى او ويلي يې دي دغه پيښه دتخنیکي وجوهاتو له امله رامينځته شوې ده. دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې له مخې دهيلي کاپټر دغورځيدو په هکله معلومات راټولولى شي. په کوم ځايې کې چې دغه هيلي کاپټر پريوتى هاغه سيمه دتندلارو مرکز گڼلى شي تر دې مهاله په خاصه دارو دترسره شوي ځانمرگي بريد او دهيلي کاپټرو دپيښې پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ ده اخستې خو عموماً پاکستاني طالبان ددغسې پيښو مسؤليت په پخپله غاړه اخلي. خيبرايجنسي دافغانستان او داورکزو ايجنسۍ سره گډې پولې لري او دغه سيمه کې گڼ شمير تندروه مذهبي تنظيمونه په بيلا بيلو نومونو دياغيتوب فعاليتونه کوي. د کابل شمال لوري ته په سالنگ سيمه کې دواور دگټانو راپريوتو له امله 160 کسان وژل شوي شوي دي دغه پيښې په هندوکش کې په يوولس زره فټه لوړه موجود يوه دره کې دجوړ شوي سالنگ په نومې سرنگ سره نزدې رامينځته شوي دي او دغه سيمه افغان پايتخت کابل دشمالي ښار مزار شريف سره يو ځايې کوي. دپروان ولايت والي عبدالبصيرسالنگي نن دچارشنبې په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې ويلي دي په سالنگ کې دواورې دگټانو راپريوتو له امله تر دې مهاله د160 کسانو مړي ترلاسه شوي دي خو دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري په کابل کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل امدادي ډلو تر دې مهاله دلويې لارې سالنګ څخه د 157 ؤکسانو مړي راويستلي دي چی135 مړي په شمال کې دپروان ولايت او پاتې نور بغلان ته وړل شوي دي هغه زياته کړه نن سحر نن دلټونې او ژغورنې ډلې په واورو کې نښتو خلکو پورې ورسيدلي دي بشري وويل دا مهال تر دوه نيمو کلو ميټرو پورې سړک دايمبولينسونو، بلډوزرو او نورو ګاډو دتګ راتګ لپاره پاک کړل شوى او ددې ترڅنګ تر دې مهاله خواؤشا 26,00 کسان ژوندي راويستل شوي دي هغه وويل دسالنګ په سړک داسې کسان هم پخپلو ګاډو کې موندل شوي چې ديخنئ له امله مړۀ شوي او ځينې داسې دي چې مړي په سړک پراتۀ وؤ د سالنګ په لويه لاره دشلو څخه زيات دواورې ګټان راپريوتلي چې له امله تر درې نيمو کلو ميټرو پورې سړک بند شوى او په سلګونو ګاډي په واوره کې ښخ شوي دي وياند وويل خواؤشا 400 پوليس د100ؤ افغانانو په مرسته په تير يو شواروز کې دخلکو دژغورنې لپاره هڅې وکړې تيره ورځ سالنګ سيمې ته دګيرو شوؤ خلکو مرستې لپاره 4 هيلي کاپټرې، گڼ شمير ايمبولينسونه او بلډوزرې هم ليږدول شوې وې ـ ډیوه رپورټ ـ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته