(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو د ادب پلار اجمل خټک بابا لدی فانی نړئ څخه سترګی پټی کړی

[07.Feb.2010 - 19:34] ستر پښتون، سیاسی مبارز،شاعر، لیکوال ، ادیب او ژورنالست اجمل خټک بابا نن دیکشنبی (اتوار)په ورځ د۲۰۱۰ ع کال د فبرورئ د میاشتی په ۷ مه نیټه د٨٥ؤ کالوپه عمر د اوږدې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى دى د بابا د جنازې لمونځ به يي د دوشنبی(گل )په ورځ دماسپښين دنمونځ څخه وروستودهغه په پلرني کلي اکوړه خټک کې اداکولى شي دښاغلي اجمل خټک شخصيت خوارۀ وارۀ اړخونه لري او دادب، صحافت (ژورنالیزم)، سياست او تعليم په ميدان کې ددۀ په غوره خدماتو دلروبر ټول پښتانۀ محترم اجمل خټک سره دمئين توب ترحده مينه لري. اجمل خټک په کال ١٩٢٥ء کې دکوزی پښتونخوا دنوښار ضلعې په اکوړه خټک نومې کلي کې سترګې غړولي وې ، لسم جماعت (ټولګی) يې لا پاس کړى نۀ ؤ چې سکول کې استاذ شو خو دخپل قامي فکر او روښان خيالۍ له امله دوخت دزورورې او مقتدرې طبقې دسترګو ازغى ؤ ځکه نو اخر داستاذۍ دملازمت څخه ګوښه کړى شو. دنوکرۍ څه دګوښه کيدو نه پس ګرفتار شو، کور يې تالا شو او دکتابونو لائبريري يې پوليس واله ؤ يوړه، دخان عبدالغفار خان بابا لخوا چې دپښتون اولس دحقونو لپاره دخدائى خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک ددغه تحريک يو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شميرل کيدو. هغه دخپل ژوند زياته برخه دزندانونو دننه تيره کړې ده او دقيدوبند په دوران کې يې ډير زيات تکليفونه هم زغلي دي خو ولې دقيدوبند دغه دور ورته يو ګټه دا ورسوله چې دجيل دتمبو شاته يې نۀ يوازې بې کچه زړۀ پورې انقلابى شاعري تخليق کړه بلکې کله چې دجيل څخه رابهر شو نو دجيل متعلق يې دخپلو ياداښتونو يو ضخيم کتاب "دا زۀ پاګل ؤم" هم وليکلو کوم چې پښتو ټولنې افغانستان چاپ کړو اؤ پښتنو ډير زيات خوښ کړو اجمل خټک صيب ته اپريل ١٩٤٨ء کې دسمندر خان سمندر په خلۀ پيښور ريډيو کې دمسوده نګار په حيث دکار کولو بلنه ورکړى شوه. ريډيو پاکستان لپاره اجمل صيب ٢٧ ډرامې او فيچرې ليکلي دي چې وخت په وخت نشر شوي دي. ښاغلي اجمل خټک ديو صحافي (ژورنالست) په حيث هم خپله ځانګړې پيژندګلو پيدا کړې وه او دصحافت (ژورنالیزم) له لارې يې دخپل اولس او خاورې لپاره ئی تل پاتی او نه هیریدیونکی خدمتونه ترسره کړي وؤ. پخپل اوږد صحافتي ژوند کې ښاغلى خټک صيب دبيلابيلو ورځپاڼو، مجلو او اووۀ نيزو سره منسلک (تړلی) پاتې شوى و. په کال ١٩٤٩ء کې يې دعدل په نوم ديوې مجلې دايډيټر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې چې تر اوږدې مودې يې په عدل رساله کې په مختلفو موضوعاتو خپل قلم وخوزولو او دغه مجله يې دکاميابۍ بام ته ورسوله. په کال ١٩٥٦ء کې دانجام مجلې ايډيټر شو او ددغلته نه يې خپلې صحافتې ذمه وارۍ مخ په وړاندې بوتللې. همدغه شان په کال ١٩٦٤ء کې دبانګ حرم ايډيټر وټاکل شو او په دغه اخبار کې يې داداريه نويس، خبريال او کالم نګار په توګه خدمات ترسره کول . په بانګ حرم کې به ښاغلي خټک صيب د"کچکول" ترعنوان لاندې د"ملنګ" په فرضي نامه يو کالم ليکلو چې نن څلورلسيزې وروستو هم ددغه کالم زړۀ پورې او شګفته اندازه دخلقو دذهنونو څخه نۀ دى وتلى. همدغه شان دشهباز اخبار او پښتون مجلې له لارې هم ښاغلي خټک صيب داسې قيمتي او شاهکار ليکونه کړي دي چې تر پيړيو پيړيو به ياد ساتلى شي. اجمل خټک، ديو شاعر، ژورنالست او سياستمدار نه علاوه دسپورټي سرګرميو سره هم نزدی پاتې شوى دى، او دخپلې ځوانۍ په دور کې دفټ بال او والي بال يو ښۀ لوبغاړى ؤ او سپورټس سره دمينې له امله يې نن هم په اکوړي کې خپلې حجرې ته مخامخ يو لويې ميدان اولسي لوبو ته وقف کړي دي. دښاغلى اجمل خټک شاعري په بنيادي توګه انقلابى او دژوند شاعري ده. اجمل خټک ١٩٧٣ء کې افغانستان ته اوړيدلى ؤ چې اتلس کاله يې دغلته دجلا وطنۍ ژوند تير کړو او دحالاتو په سازګاريدو پاکستان ته واپس راغلى ، ښاغلى خټک صيب دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ او دجيلونو دتورو تمبو تر شا تير کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز ددومره سختيو باوجود هم چرې پخپل فکرونظر سودابازي نۀ وه کړې او هر وخت يې دخپلې نظريې دپاره په جار غږ پورته کړى دى. اولسي ادبي جرګه چې دپښتو ادب د ودې دپاره دتاريخ يو اهم فورم شميرل کيږي، په دغه جرګه کې هم اجمل خټک صيب يو ځلنده کردار ترسره کړى دى، دا هغه ادبي تنظيم ؤ چې په لسګونه کلونه يې د پښتو ژبې دروزنې او پالنې لپاره هلې ځلې کړي دي او نن چې په پښتو ادب کې ددوست محمد خان کامل،قلندر مومند، اميرحمزه خان شينواري، هميش خليل، مهدي شاه باچا، لطيف وهمي غوندې درنې علمي نامې زمونږ مخې ته پرتې دي دا ټول داولسي ادبي جرګې برکت ، کمال او پيداوار دى. ددغو ټولو شخصياتو تخليقي او تنقيدي شعور اولسي ادبې جرګې دفورم څخه ځلا موندلې ده اجمل خټک په بنيادي توګه هغه ترقي خوښى شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ دى او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي. دپښتون قام لپاره په زياتيو قربانيو ورکولو دبری پښتونخوا او کوزی پښتونخوا ټول پښتانۀ، داجمل خټک سره يو شان مينه لري او په خاص توګه ددواړو ملکونو ادبي حلقې خو ورسره دومره مينه کوي چې وخت په وخت يې دمختلفو ادبې تنظيمونو، جرګو او ټولنو لخوا داجمل صيب په درناوي کې لوې لوې مشاعرې او سيمينارونه منعقد کړي او دادبى تنظيمونو لخوا ايوارډونه او انعامونه ورکړی شوي دي ښاغلي خټک صيب چې دسياسى مبارزې په لاره کې دخپل ژوند زياته برخه پټ پناه، دجيلونو شاته، په نظربندۍ او جلاوطنۍ کې تيره کړې ده خو ولې ددې باوجود هم چې ښاغلي خټک صيب دپښتو ژبې اؤ ادب په وده کې څومره کردار لوبولى دى نو هغه ددې عظيم شخصيت په لوړ عزم او اراده دلالت کوي. ښاغلي خټک صيب دپښتو ادب جولۍ ته خپل زيات تخليقات ورپيرزو کړي دي. هسې خو کۀ ددۀ دټولو ليکنو او تخليقاتو ذکر کوؤ شايد چې دغه بحث پخپله يو ضخيم کتاب ته اړتيا ولري خو ولې بيا هم په کتابي شکل چې دښاغلي خټک صيب کوم تخليقات چاپ دي نو هغه په دې ډول دي. ١- پښتو ادب کى تاريخ(اردو) ٢- پښتانۀ شعراء(پښتو) ٣-ژوند او فن(پښتو) ٤-دغيرت چغه(پښتو) ٥-کچکول(پښتو) ٦-باتور(پښتو) ٧-دا زۀ پاګل ووم(پښتو) ٨-دوخت چغه(پښتو) ٩-ګلونه تکلونه(پښتو) ١٠-ګل پرهر( پښتو) ١١-سرې غونچې(پښتو) ١٢-ځنډ وخنډ(پښتو) ١٣-عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو) ١٤-جلا وطن کى شاعري(اردو) ١٥-افغان ننګ(پښتو) ١٦-دژوند چغه(پښتو) ١٧-قيصه زما دادبى ژوند(پښتو) د بابا ویدیو دلته کتلی شئ له ډیوی څځه په مننه
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) Presidential Secretariat Kiebitzweg 12, 50389 Wesseling-Germany
07.02.2010:په ډیره خواشینئ سره مو دخپل منلی مشر اجمل خټک بابا د مړینی غمجن خبر تر لاسه کړ. انا لله واناالیه راجعون ارواښاد اجمل خټک بابا دپښتنو په ننګ ولاړ او د پښتو د ادب د کاروان ځلانده مخکښ لارښود ،سیاسی مبارز ،ژورنالست ،د باچا خان بابا دلاری مل ،ملی ، منلی لوړ شخصیت (سړیتوب)، عالم او انقلابی شاعر ؤ چی لوړه حوصله او پياوړي عزم ئی لره. تر مرګه پورې ئی په زغرده د پښتنو د سوکالئ ، ابادئ او یووالی لپاره ملا تړلې وه . ارواښاد خټک بابا د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره ډیری نزدی اړیکی درلودی چی پدی ترڅ کی د ۱۹۹۱ ع کال د اکتوبر په میاشت کی دسلا او مشورو لپاره جرمنی هم ته راغلی ؤ. د بابا مړینه د لری او بری پښتونخوا ولس او د نړئ په ګوت ،ګوټ کی د ټولو میشتو پښتنو/ افغانانولپاره ډیره غټه ضایع ده. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دخپل مشر ارواښاد اجمل خټک باباپه دروند غم کی ځان شریک ګڼی ، دبابا کورنئ ، خپلوانو، عوامی نیشنل پارټئ مشرانو ،غړو او ټولو پښتنو ته د زړه صبر غواړی اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصېب شی. په درنښت دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته