(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له پېښور څخه د جرگه په نوم پښتو ورځپاڼه خپره شوه

[03.Feb.2010 - 20:29] چارشنبه (شورو) ٣/٠٢/٢٠١٠ پېښور:له پېښور څخه د پښتو ورځپاڼو په لړ کې د فبروري د مياشتې د لومړۍ نېټې څخه نوې پښتو ورځپاڼه (جرگه) خپره شوه د نوموړې ورځپاڼې چيف ايډيټر جهانزيب خان نوميږي په منځ پاڼه کې سياسي، ادبي کولتوري او نورې ډول ډول ليکنې خپرې شوي ورځپاڼه شپږ مخه لري، چې لومړى او شپږم يې د خبرونو ، پينځم يې د پاتې او دويم يې سپورتي او فلمي خبرونو ته ځانگړى شوې دريم او څلورم يې ليکنې ، شعرونه او سرمقاله لري نرخ يې ٥ روپۍ ټاکل شوى لوستونکي پرې خپله ادبي تنده ماتولى شي. په سمدستي توگه يو غوره، کره او معياري ورځپاڼه گڼل کيږي، چې د چاپ له مخې غوره چاپ شوې Source: scprd.com- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته