(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوز ديرپه بمي چاؤدنه کی د ۳ امريکايانو په گډون ۸ کسان وژل شوي

[03.Feb.2010 - 17:17] 03.02.2010:د پښتونخواد کوز دير دبالام بټ پۀ کوټو سيمه کې يوه بمي چاؤدنه کې ددريوؤ امريکايي وگړو په گډون اته کسان وژل شوي او د100ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي. دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دامنيتي ځواکونو يو کاروان په کوټو سيمه کې دجينکو ديو ښوونځی (سکول) ترڅنگ تيريدلو دسرچينو له مخې په دغه مهال دسړک په غاړه ايښودل شوى بم دريموټ کنټرول له لارې دکاروان په مينځ کې وچول شو چې له امله يې دنزدې سکول وداني په بشپړ ډول ړنگه شوه او خواؤشا نورو ودانيو ته هم زيان ورسيدو. دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي په دغه کاروان کې دخيرښيگړې دنړيوالې ادارې يو ايس ايډ امريکايي غړي هم شامل وؤ دسرچينو وينا ده دچاؤدنې له امله ديو ايس ايډ درې امريکايي غړي وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى. ځينو سرچينو وايي په پيښه کې وژل شوي بهرنيان امريکايي عسکر دي او هغوي دافغانستان سره په گډه پوله دتندلارو په ضد جنگيدونکو دپاکستان مليشه ځواکونو ته تربيت ورکولو خو دکوز دير( ډي سي او) غلام محمدخبريالانو ته ويلي وژل شوي امريکايان خبريالان وؤ. په دغه بمي چاؤدنه کې دنزدې سکول شپږ طالب علمانې او دوه پاکستاني عسکر هم وژل شوي دي. ددې ترڅنگ دسکول دړنگې شوې ودانۍ دملبې لاندې گڼ شمير جينکۍ گيرې شوې او سختې ژوبل شوي دي. په ژوبل کسانو کې په سوات کې دپوځ دمطبوعاتي څانگې مشر کرنل نديم هم شامل دى. سرچينې زياتوي تر دې مهاله دتيمرگرې روغتون ته ژوبل کسان وړل شوي خو په مجموعي توگه دژوبل کسانو شميره 105 ښودل شوې ده. دعيني شاهدانو له مخې دچاؤدنې په مهال په سکول کې خواؤشا 400ؤ پورې طالب علمانې موجودې وې. اخوا دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په ناله سيمه کې دامنيتي ځواکونو په گاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دوه پوځيان ژوبل شوي دي بلخواپه کراچۍ ښار کې په پينځمه ورځ هم دهدف وژنو لړۍ روانه وه او دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې نور درې تنه وژل شوي دي. دسرچينو له مخې د شورو په ورځ دکراچۍ په اورنگي ټاؤن او قصبه کالونۍ سيمو کې دوه او په گلشن اقبال ټاؤن کې يو تن وژل شوى دى. د نهې په ورځ دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې داړي گړي په بيلا بيلو پيښو کې 13 کسان وژل شوي وؤ. تیره ورځ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د شکمنو بې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکو لخوا داغل شوو میزایلو کې د وژل کسانو شېمره 31 ته رسېدلې ده. دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي په وژل شوو کې د څلور بهرنې جنگیالو په گډون ٣١ کسان وژل شوي. ډرون الوتکو ددته خيل په ديگان سيمه کې دتندلارو په دوؤ ځالو خواؤشا 19 ميزائيل داغلي. سرچينې وايي دبريد څخه وروسته دنخښه کړل شوؤ ودانيو څخه داور لمبې پورته کيدلې ديگان دطالبانو ديو پياوړي کمانډر جلال الدين حقاني مرکز گڼل کيږي په شمالي وزيرستان کې په نزدې ورځو کې دتندلارو پر ضد ترسره شوؤ دډرون بريدونو کې دغه بريد تر ټولو ستر ځکه گڼل کيږي چې له دې وړاندې په زياتره بريدونو کې ددريوؤ څخه نيولي تر پينځوؤ ميزائيل دډرون الوتکو څخه ويشتل کيدل، خو په دغه بريد کې 19 ميزائيل کارول شوي دي. دپاکستان حکومتي ټي وي تيره ورځ ادعا کړې وه چې دتيرې مياشتې په 14مه نيټه دامريکايي جاسوسي الوتکو په بريد کې ژوبل شوى دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود دزخمونو دتوان نۀ راوړلو له امله مړ شوى او خاورو ته هم سپارل شوى دى. دپاکستان پوځ ويلي وؤ دبيت الله محسود دوژنې په هکله دخپرو شوؤ راپورونو دتصديق دپاره يې پلټنې پيل کړي دي. دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند اعظم طارق تيره مياشت خبريالانو ته دحکيم الله محسود په اواز يوه اډيو ټيپ اورولى ؤ چې په هغې کې حکيم الله محسود ويلي وؤ هغه دډرون دبريد څخه ژوندى وتلى دى.خو ددغه ټيپ داصل يا نقل په اړه هيڅ قسمه تصديق مخې ته نۀ ؤ راغلى دجنورۍ په مياشت کې بې پيلوټه شکمنو جاسوسي الوتکو په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ځالو خواؤشا13 بريدونه ترسره کړي ؤ چې پکې تر70ؤ پورې تندلاري وژل شوي وؤ. دپاکستان په قبائيلي سيمو دکال 2008م داگست دمياشتې څخه تر 60ؤ زيات بريدونه ترسره شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود په گډون په سلگونو کسان وژل شوي دي. خو په شمالي وزيرستان دډرون په بريدونو کې چټکتيا وروستو له هغې راغله چې د خوست ولايت کې په يو پوځي مرکز ځانمرگى بريد ترسره شوى چې پکې دسي ايي اى 7 افسران وژل شوي وؤ. په پوځي مرکز چې کوم ځانمرگي بريد ترسره کړى ؤ وروستو هغه په يو ويډيو کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود سره ناست وليدل شو. Source: Deewa radio - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته