(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شفيق ادبي څيړنځی ( کابل افغانستان) د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام

[06.Apr.2006 - 13:30] په ويرجنه چټکۍ سره دپښتنو په ننګ ولاړ او د پښتو د ادب د خوږ کاروان د ځلانده ستوري ډاکټرصاحب کبير (ستوری) د يو ناڅاپي مړينې له کبله يو څو ټکي ليکم، رښتيا چې دغه نه ستړيکيدونکی مبارز او ټولنيز خدمتګار د زړه نه خپل ځان او ژوند د پښتو درنې تګلارې ته وقف کړې وو، د لوړې حوصلې او پياوړي عزم خاوند وو، ددوې ټولنپروري او دروند اصولي ژوند ددوې د شخصيت پيژندونکو ته په ټولنه کښې يو نه هيريدنکی مثال دی. د يو عالم ليکوال او څيړونکي په څير ئې لوستونکو ته داسې ارزښتناکه ليکنې ورکړي چې په رښتيا ورته په ادب او ټولنه کښې اړتيا ليدل کيږي. مونږ د شفيق د ادبي څيړنځي ټول کارکوونکي او ملګري ددغه پښتون خدمتګار په مرګ وير کوو اود درنې کورنۍ ټولو غړو او واړه خواږو سره ئې ددوې د نه هيريدونکي غم درد شريکوو، د لوی او لايزال څښتن تعالی څخه ورته د زړه صبر او د هغوې د پاتې کړنو د بشپړولو او نيمګړيو ارمانونو د پوره کولو حوصله غواړو. روح ئې ښاد او قبر ئې روښانه خواشينی اخندزاده ننګ کاموي شفيق ادبي څيړنځی کابل افغانستان 0799568355 070644079 [email protected] -
بېرته شاته