(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د فرانکفورت څانګی غونډه جوړه شوه

[25.Jan.2010 - 23:14] فرانکفورت:د ۲۰۱۰ ع کال د جنورئ د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د اتوار (یکشنبی ) په ورځ دمازیګر په پنځه بجو دالمان د فرانکفورت په ښار کی دپښتنو ټولنیزولسولیز ګوندPashtoos Social Democratic Party - PSDP د فرانکفورت څانګی غونډه جوړه کړه . دغونډی لومړي برخه دپښتنو ستر مشر دخدائی خدمتګار د غورځنګ بانی باچا خان بابا ۲۲م اود خان عبدالولی خان باباشپږم تلین په مناسبت ویناګانو ته ځانګړی شوی وه غونډه د ښاغلی محمد صادق خان له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسی دPSDPفرانکفورت څانګی مشر ، ښاغلی اقبال لالا د غونډی ګډونوالو ته د هرکلی ویلو وروسته د غونډی اجندا وویله او دباچاخان بابا او خان عبدالولی خان بابا په ژوند ئی رڼا واچواله. بیا دPSDPګوند د مشرانو د جرګی غړی ښاغلی نصیر خان د باچاخان بابا او ولی خان بابا په ژوند او مبارزه خپله لیکی ارزښتناکه مقاله ګډونوالو ته واوروله. ښاغلی ایډوکیټ صفدر خان، ښاغلی سنګین وردګ او ښاغلی لطیف اپریدی دباچاخان بابا او خان عبدالولی خان بابا ته د عقیدت پیرزوینی وړاندی کړ ی دغه راز دغونډی ګډونوالو دپښتون ملت دیووالی، ابادئ او سوکالئ په لاره کی ددوئ نه ستړیکیدونکی هلی ځلی وستایلی او پریکړه ئی وکړه چی دباچاخان بابا او خان عبدالولی خان بابا په ژوند او مبارزه به په نزدی راتلونکی کی یو پوهنیز سمینار جوړی . ورپسی د غونډی دوهمه برخه چی دګوندی کارونو د پرمختګ په هکله وه پیل شوه چی ښاغلی لالا اقبال د ګوند د کاری کمیسون او دفرانکفورت د څانګی د ګوندی چارو د پرمختیا په هکله ګډونوالو ته مالومات ورکړل، او دPSDPګوند د مشرانو د جرګی غړی ښاغلی نصیر خان،محمد صادق خان او نوروګډونوالو د پښتنو په اوسنئ روانه غمیزه د خپلو نظریو څرګندونه وکړه او د ګوندی چارو او دغه راز د فرانکفورت د څانګی د چارود ښه سمبالښت لپاره ئی وړانديزونه وکړل او پریکړه ئی وکړه چی د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ دمیاشتی په شپږمه نیټه به د خپلی څانګی نوی ټاکنی کوی. غونډه دماخستن په لسو بجو پای ته ورسیده. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته